کور / تازه خبرونه / د شمالي پښتونخوا څخه د خبرونو غورچاڼ

د شمالي پښتونخوا څخه د خبرونو غورچاڼ

پيښور ( هيواد خبر): پېښورته نږدې په موټربم چاودنه کښې لږ تر  لږه ١٩ تنه مړه او تر پنځوس زيات ژوبل شول دپيښې اکثر قربانيان عام خلک دي چاودنه له بډه بيرې څخه لس کيلومتره ليري زنګلۍ پوليسوپرپوسته وشوه عينى شاهدان وايي چې يو موټر يي پداسي حال کښې وليد چې دپوليسو له پوستې سره يي ټکرو کړ په چاودنه کښې دپنځوسرتيرو دوژل کيدو خبر هم ورکړل شويدى په چاودنه کښې وژل شوى او ژوبل کسان په سمدستى توگه ليډى ريډنګ روغتون ته وليږدول شول په ژوبل کسانو کښې دپنځلس تنو حالت دپام وړ بلل کيږي ويل کيږي دپوستي ړنگيدو په پيښه کښې څه کسان لاندى شوي هم  ووچې وروسته راوايستل  شوه .





پيښور ( هيواد خبر):د عوامي نيشنل ګوند مشر اسفنديار ولي پراصف زرداري بشپړه باور څرګندولو سره ويلي دي چې سياسي ګوندونو ته دعوام درايو احترام کول پکار دى دغه خبرې  نوموړي دپارلمان ومخته د خبريالانو سره دخبرو اترو په ترڅ کښې وکړې ښاغلي اسفنديار زياته کړه چې دپاکستان عوام دفبروري پراتلسمه چې کومه پريکړه وکړ ه دهغه په رڼا کښې عوامي نيشنل ګوند دپاکستان پيپلزګوند دبشپړه ملاتړ پريکړه وکړه نور سياسي ګوندونه هم بايد دعوامي قوت قدردانى وکړي دعوامي نيشنل ګوند مشر دطالبانو سره دسولې په هکله وويل چې عوامي نيشنل ګوند دخبرو اترو لاره خپله کړه خوطالبانو  داوربند څخه انکار وکړ حکومت به کوم ښکرورته سر ښکته نکړي  او دحکومت واکمنى به ارو مرو بحاله کېږي چې کوم څوک  دحکومت په وړاندې خنډ جوړوي دهغو پرضد به عمليات تر سره کيږي.





پيښور ( هيواد خبر):د شخصى تلويزون د راپور ترمخه دسوات په سيمه منډل ډاک کښې ديوې نښتي په ترڅ کښې د٦ تنو وسلوالو طالبانو په شمول ٢٦ تنه وژل شويدي دسوات په سيمه منډل ډاک کښې  وسلوالو ټوله سيمه ولقه کړه چې وروسته داوسيدونکو او وسلوالو ترمنځ ډزې پيل شوې او له امله يي شل عام خلک او٦ تنه وسلوال طالبان  ووژل شول پدغه سيمه کښې  يوه ورځ وړاندې طالبانو ديوه حايي مذهبي مخکښ دتښتو لو هڅه کړې وه خو داوسيدونکو دمزاحمت په ترڅ کښې درې تنه وسلوال اورپکي ژوبل شوي وه بلخواته وسلوالو اورپکو په مينګوره کښې سرکارى دفتر په بمونو الوزولي دى.





پېښور ( هيواد خبر):د پېښورپه شمول دپاکستان په مختليفو سيمو کښې زلزله راغله اسلام اآباد لاهور ، پيښور، سوات، مالاکنډ، ګجرات، سيرګودها ، چکوال، جهلم، پاړاچنارو کرمه ايجنسۍ، داود خيل او ميرپور اآزاد کشمير زلزلي ولړزاوه په زلزله کښې وچاته دزيان رسيدو خبر ندى تر لاسه شوى دموسم پوهانو په وينا دزلزلې شدت پنځه اعشاريه پنځه وو او مرکز يي دپيښور شمال درې سوه کيلو ميترى وه.





پيښور ( هيواد خبر):د کرمې په ډله ايز وقبايلي نښتو کښې پنځه تنه نوروژل شويدى او اته نور ژوبل شويدي د خبر ترمخه دطوريانو او بنگشو ترمنځ داپر او لوير کرم په سيموکښې سخته جګړه روانه ده دواړه لوري ديو بل پرضد درنې وسلې کاروي يوې مياشتې څخه په روانه جګړه کښې تر اووه سوه زيات کسان وژل شوي او تر يو ولس سوه زيات ژوبل شويدى.





پيښور ( هيواد خبر):دصوبه سرحد وزيراعلى امير حيدرخان هوتي دايالت په مختليفو مجسونو کښـې دبنديانو دبند سزا شپيته ورځې وربښلې ده پدغه هکله يوه اعلاميه خپره شوي ده خو دهغو زند انيانو دبند سزا نده بښل شوي چې څوک دنيب ارډيننس تر ور ، جاسوسى ورانکاري او درياست پرضد عملياتو ډله ايز توب، زنا ، ډاکه، دتاوان لپاره تښتونو، ترهګري او فارنرزايکټ ١٤٤٦ لاندې وروسته سزا اورول شوې. وى.





پيښور ( هيواد خبر):د تورخم دلارې په افغانستان کښې ميشت دناټو ځواکونو ته دسامان ليږدولو بيرته اجازه ور کړل شوه تردي وړاندې پاکستان دامريکا يي بريدونو پرضد دتورخم دلارې دناټوځواکونو ته دسامان لږدولو لاره تړلې وه دشخصى ټلويزون سره په خبرو اتروکښې دپاکستان ددفاع وزير احمد مختار وويل چې لاره مو بيرته پرانسته ښاغلى مختار پدې هکله دنورو معلوماتو ورکولو څخه ډډه وکړه بلخواته دکورنيوچارو سلاکار رحمان ملک ويلي  دي چې ناټوته مو دسونگ موادو ليږدونه نده بنده کړي بلکه په جمرود کښې دامنيتي ستونزو له امله مونږ دغه ګام دڅه وخت لپاره اوچت کړى وه.





پيښور ( هيواد خبر):د متحده ايالاتو جمهوري رياست ته د ډيموکراټ گوند کانديد بارک او با ما وايي دطالبانو پرضد جنګ ګټلو لپاره پرپاکستان باندې فشار زياتول پکار دى بارک اوباماتورلګولې دى چې دامريکا لخوا دترهګرى پرضد پاکستان ته ورکول کيدونکې پوځى مرسته پاکستان دهندوستان سره دجګړې دچمتوالۍ لپاره په کارراولي دامريکا يي ټلويزون سره په مرکه کښې  ښاغلى اوباما وويل ترڅو چې په پاکستان کښې طالبانو ته ماتې ورنکړل شي ترهغو په افغانستان کښې دطالبانو پرضد جګړه کښې کاميابى ناشونې ده بارک او با ما  و افغانستان ته پرپاملرنه ټينګار کولو سره ويلي چې مونږ ته پدغه خبره غور ندى پکار چې مونږ څه کړيدى مونږ ته پدغه خبره بحث پکار دى چې مونږ بايد څه وکړو بارک اوبا ما پاکستان ته ځواکونو ليږلو خبره رد کړه.





پيښور ( هيواد خبر):په ميانوالي کښې دزده کوونکو بس داوبو سيندته غورځيدلى دى او له امله يې ١٩ زده کوو نکي وژل شويدي دوه ماشومان ژوندي ژغورل شويدي دراپور ترمخه دمظفر پورشمالى ډيره جات څخه وان بيج ته روان بس چې پکښې دښوونځي ديرش زده کوونکي چې اکثريت يې ماشومان وو ليږدول  مهاجر برانچ ته نږدې دچلوونکي له واک څخه ووت او سيند ته ور لړه شو دپيښې خبر رسيدو سره دسيمې خلک راغونډ شول او ماشومان يې له سيند څخه راوايستل.





پيښور ( هيواد خبر):د پښتونخوا ملى عوامي ګوند له ايالتى دفتر څخه په خپره شوې خبرپاڼه کښې دپيښور موټر بم چاودنې پيښه په کلکه غندل شويده پيښې دقربانيانو له کورنيو سره خواخوږي څرګنده شويده په بيان کښې دسوات په سيمه کوزه بانډه کښې دامنيتي ځواکونو په موجودګى کښې دقومي جرګې دمخکښ شيرشاه خان کورد وسلوالو ترهګرو لخوا سوځولو باندې سخته خواشينى ښودل شويده اودسوات دپوځي عملياتو پرمهال بې گناه خلک په نښه کولو ټوله زمه واري پرمرکزي او ايالتي حکومتونو وسلوالو ترهگرو او دهېواد پرجاسوسى اد ارو اچول شويده په بيان کښې تورلگول شوى چې امنيتي ځواکونه دعملياتو په مهال دترهګرو پرځاى بې گناه خلک په نښه کوي. او بلخواته ترهگرقوتونو په بربنډه توګه خپلو عملياتو ته دوام ورکړيدى په هېواد کښې مخ په زياتيدو ترهګرۍ دعوام اورياست ترمنځ باور له منځه وړى دى اوحکومت له ترهګروسره تش په نامه امن لوظنامو په نوم عوام دترهګرو په ولقه کښې ورکړيدى او دامن لوظنامو دلارې ترهګروته دنورپياوړي کيدو مو قع ورکول شوه دپښتو نخواملى عوامي ګوند په بيان کښې پررسنيو تورلګول شوى چې دترهګړو بيانوته زيات اهميت ورکول کيږي که چرته حکومت خپله دوه مخې تګلاري ته دوام ورکړ نو عوام اړدي چې دقانون څخه سرغړونه کولو سره دترهګرو قوتونو پرضد ودريږي.





پيښور ( هيواد خبر):دپا کستان پيپلزګوند شريک مشر اصف على زرداري دپاکستان ولسمشر شو نوموړي 281 رايي تر لاسه کولو سره په لوي اکثريت سره د ولسمشرۍ په ټاکنو کښې برياليتوب تر لاسه کړ په قومي اسمبلۍ  کښې اصف زرداري ٢٩١ دپاکستان ن مسلم ليګ ن کانديد سعيد الزمان صديقي ١١١ او د مسلم ليګ ق کانديد مشاهد حسين سيد36 رايې تر لاسه کړې په پنجاب اسمبلۍ کښې  دآصف زرداري ١٢٣ سعيد الزمان صديقي ٢٠١ اومشاهد حسين سيد ٣٦ رايي وگټلې په سرحد اسمبلۍ  کښې دصف زرداري په برخه١٠٧ دجسټس ر سعيد الزمان صديقى ١٠ او د مشاهد حسين په برخه يواځى ٣ رايي ورغلې په سنده  اسمبلۍ کښې اصف زرداري په ‡ يو سلو ١٦٣ کښې ١٦٢ رايې گټلو سره غوڅ اکثريت تر لاسه کړ بلوچستان اسمبلۍ کښې اصف زرداري ٥٩ سعيد الزمان صديقي  او مشاهد حسين سيد دوې دوې رايې تر لاسه کړې دغه ډول په مجموعي توګه اصف زرداري ٤٧٩ سعيد الزمان صديقي ١٥٣ او مشاهد حسين ٤٣ رايي تر لاسه کړې د ولس مشرې انتخاب په قومي اسمبلۍ او څلور واړه ايالتي اسمبليو کښې سهار لس بجې پيل شو او د ماسپښين تر درې بجو يي دوام وکړ ولسمشرغوره کيدو وروسته ښاغلى زرداري په خپل لومړنى مطبوعاتي بيان کښې دعوام او سياسي ګوندونو څخه  مننه وکړ ه اوزياته يي کړه چې په هېواد کښې امريت له منځه وړل دبې نظير بوټو هدف وه چې بشپړه شيˆ د ولسمشر اوپارلمان ترمنځ داختيارات دبرابرى لپاره به اآئيني تراميم مخته راوړل شي ښاغلى زردارى ويلي چې وفاق به پياوړي کوي او دعوام پرزخمونو به مرهم ږدي.