کور / تازه خبرونه / په دوو بيلابيلو پيښو کې دوه کسان ووژل شول

په دوو بيلابيلو پيښو کې دوه کسان ووژل شول


     د خوست ولايت اړوند د دومنده په ولسوالي کې نامالومو وسله والو کسانو د يو ښوونځی سر ښوونکي د کلاشنکوف په ډزو وژلی دی
 د خوست ولايت د امنيي قوماندانۍ وياند ډګروال وزيربادشاه وايي  چې سرښوونکی فضل مير نن سهار نهه بجې وسله والو طالبانو وژل دی ځکه چې نوموړي کومه شخصي دښمني نلرله .
  ده زياته کړه چې دپيښې په تور يې تراوسه څوک ندي نيولي  خو په سيمه کې يې  په نيولو پسي پراخ عمليات روان دي
  د يوبل خبر له مخې د پکتيا ولايت په وزې خوا ولسوالي کې نامالومو کسانو يو هينو موټر چې په خوست کې يې ميشت ايساف ځواکونو ته خوراکي توکي ليږدول د راکټ په مرميو ويشتلي دي  چې له امله  يو تن مړ او بل ژوبل شويدی
 
    خو تراوسه وسله والو طالبانو پدي اړه څه ندي ويلي