کور / شعر / ” غزل ”

” غزل ”

څومره خيرن،څومره صفا دی انسان
په ازميېښت کي مبتلا دی انسان



هر يؤ مخلوق د ند ه د ځان پېژني
له خپله کاره بې پرواه دی انسان



څوک به وي ليري،څوک نژدې و رب ته
هم دی بينا،هم نابينا دی انسان



په لږ موده کي ګټي ډيري پرتې
که په ارزښت د وخت رسا دی انسان



” عا د له ” نه پوهېږم څه پرې وکړم
وړ د ژړا که د خندا دی انسان



٢٦ نومبر٢٠٠٧ م کال
ورځ دوشنبه(چمن)