کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / رښتينى پوهاوئ د سولې يوازينۍ لاره ده

رښتينى پوهاوئ د سولې يوازينۍ لاره ده

 


وړمه  ورځ د ختيز اوسويل ختيز زون داتو ولايتونو په سلګونو قومي مشرانو په خپلو سيمو کې د سولې د ټينګښت، پخلاينې او پراختيا را وستلو په موخه، په جلال آباد ښار كې سره راټول شوي وو، دوى د يو لړ خبرو اترو او سلا مشورو نه وروسته، د يوه پرېكړه ليك په خپرولو سره له افغان دولت څخه وغوښتل، چې له مخالفينو سره دې د جګړې پر ځاى د جرګې له لارې، خبرې وکړي، د هغوى سياسي حقوق اعاده او د روانې جګړې لګښتونه دې په سوله ولګول شي. 


دا په داسې حال كې دي، چې له دې نه مخكې د ملګرو ملتو د چارواكو په ګډون د بېلابيلو بهرنيو او كورنيو كړيو اولوريو له خوا هم دې ته ورته  څرګندونې  او وړانديزونه شوي وو، چې پكې له  افغان دولت  نه غوښتنه  شوې وه، چې  له مخالفينو سره دې د خبرو اترو او سولې لاره خپله كړي.


خو داسې ښكاري چې په دې اړه، نه يوازې د افغان دولت چارواكو ترمنځ هېڅ ډول همغږيتوب شتون نه لري، بلكې د افغان دولت او د ځېنو هغو بهرني ملاتړو تر منځ ،چې همدا اوس په افغانستان كې د پراخ صلاحيت څښتنان او د ښې درنې  برخې درلودنكي دي، هم څه د نظر ورته والي نه لېدل كېږي. كه د ملګرو ملتو استازي ، ولسمشر كرزي او د مشرانو جرګې  او ملي پخلاينې رييس، مخالفينو ته له اسثنا پرته د سولې او خبرو بلنه وركوي، بلخوا په افغانستان كې د امريكا د پوځونوجګپوړي قوماندان او ځېنې په پردو تړلي كورني كړۍ يې بيا ردوي، چې دا د نظرونو توپير كه له يوې خوا د سولې او پخلاينې اوسني را روانه پروسه او هڅې له خنډ او ځنډ سره مخامخ كوي، له بلې خوا، هغې پوښتنې او شكونوته، چې  دهېواد د خپلواكى او د اوسني دولت  د استقلاليت په اړه، له خلكو سره موجودې دي، لانور قوت وربښي چې دا لړۍ خپله په هېواد كې د لا زياتو ناكراريو او تاوتريخوالو لامل ګرځي، او  هېواد له  نويو بحرانونو سره مخامخ كوي.


جګړه، جګړه زېږوي او ورانۍ رامنځ ته كوي


 
 


خو دا يو ښكاره حقيقت دى، چې جګړه ګټونكى نه لري،  له سولې او تفاهم نه تېښته او پر جنګ جګړو ټېنګار ، د هېچا په ګټه نه ده، په نړۍ كې د هېوادونو، ولسونو او ډلو تر منځ ، اوږدې ناندرۍ او تربګنۍ تل  د خبرواترو له لارې د پاى ټكى موندلې، نه د جګړو  او زور د كارونې په وسيله.   


د جنګ جګړو او وژنو له لارې تر اوسه هېڅوك نه دي توانېدلي، چې خپل مخالفين وځپي او يا يې له منځه يوسي، هغه مشهورضر ب المثل دى، چې جګړه جګړه زېږوي او بدمرغۍ رامنځ ته كوي. هېڅكله په هېڅ ځاى كې  جګړو ولسونو ته د سولې او امن پيغام نه دى پرېښى، بلكې هغوى يې تل له بدبختيو، ورانيو سره مخ كړي او د ويرونو په ټغر يې كېنولي.



زموږ په هېواد كې تر دې وړاندې هم ډېر كسان  خپل بخت په جګړو كې وازمايه  او تل په دې هڅه كې وو، چې خپل مخالفين له همدې لارې مات، بې وسه او وځپي تر څو دځان لپاره، لاره پاكه او د دې سپېره هېواد واكمن شي، خو پايلې يې موږ او تاسې ټول په سترګو ولېدې، چې پرته  له دې، چې دوى په خپله مات او له منځه ولاړشي او په هېواد كې د لا زياتو بدمرغيو لامل وګرځي،  نور هېڅ  لاسته راوړنې يې، نه دځان لپاره درلودې او نه  هم  د دې مظلوم ولس لپاره.


د كړكېچ د پاى ټكى……


موږ په داسې حال كې، چې د هېواد په اوسني له شخړو ډكوحالاتو كې، چې د ناامنيو، جګړو او تاتريخوالو څپو زوراخيستى او هره ورځ په لسګونو هېوادوال پكې خپل ژوند له لاسه وركوي، هر هغه ګام، چې په هېواد كې د سولې او امن د ټېنګښت  او د بدمرغه جګړې د پاى ته رسېدو لامل وګرځي، ستايو يې اوتر څنګ يې له دولت  او نړيوالو ټولنو څخه غواړو، له دې نه مخكې، چې دغه جګړه پراخه  او زياته وراني او دربدري رامنځ ته كړي ، اوس هم لا فرصتونه شته، له مخالفينو سره يې د خبرو اترو لاره پرانېستې  وساتي، د هغوى غوښتنو او خبرو ته دې غوږ كېږدي، د دغو ړندو بمباريو، بې ځايه عملياتو دې ودروي ، چې هره ورځ پكې زموږ په لسګونو بې ګناه هېوادوال وژل كېږي.


د هېواد د څو لسيزو تېرو ترخو تجربو دا ثابته كړه، چې جګړه او بمباري د ستونزو د حل لاره نه ، بلكې ستونزې لا زياتوي، نو  پر دې اساس ويلاى شو،  چې د هېواد د اوسني كړكېچ او غمېزې د پاى ټكى يوازې په خبرو اوصادقانه تفاهم  او د شخصي ګټو پر ځاى ملي ګټو ته په ژمنتيا  كې نغښتى، له دې پرته هغه  دچا خبره، اين ره كه تو ميروى به تركستان است، په هېواد كې دسولې د ټېنګښت تمه به هسې يو خوب او خيال وي.