کور / خبرتیا او پيغامونه / دافغان ساينس پوهانوټولنې د خواشينۍ پیغام

دافغان ساينس پوهانوټولنې د خواشينۍ پیغام

په ډېره خواشینۍ سره مو خبر ترلاسه کړ چې په پښتواوپښتونولۍ مين اودلراوبرافغانستان نامتو علمي او فرهنگي شخصیت ارواښاد ډاکتر شېر افضل گرديوال  په حق ورسيد. 



( انا الله وانا اليه راجعون)



زه پخپله دخدای بښلي ډاکتر شېر افضل گرديوال  په مړينه  ديوه مسلکي کارپوه اوښخصي ملگري په صفت او دافغان ساينس پوهانوټولنې په استازيتوب سره ژوره خواښيني څرګندوم .


ارواښاد ډاکتر گرديوال  يوه ملې ولسي پانگه وه چې د هغه مړينه نه يواځې د گران هيواد لپاره دردونکې ده بلکه په اوسنې وخت کې د ساينس اوعلم په ډگر کې پښتون قام ته هم لويه ضايعه بولم .


زه په خپل وار سره د ارواښاد ډاکتر صاحب خپلوانواو دوستانو ته د تسليت پيغام وړاندې کوم او د لوی خدای له درباره هغه ارواښاد ته جنتونه او درنو کورنیو ته د زړه صبرغواړم.


دافغان ساينس پوهانوټولنه ،له کورنۍ او دوستانو سره په دغه غم کې ځان شريک گڼي . 



(اروا يې ښاده او ياد يې تل پاتې وي)


(په درناوی)
 


پوهنوال ډاکترنظر محمد سلطانزی ځدراڼ


په جرمني کې دافغان ساينس پوهانوټولنې دمشرتابه غړی


نيټه : ٢٨-١١-٢٠٠٧