کور / شعر / امن او بدلون شعرونه

امن او بدلون شعرونه

ټول سکون زما او ستا د ستړې اروا امن دی


خدایه مه یې اخلې څوک چې وايي روا امن دی


چېرته چې خوښۍ دي ګوره هلته پوره امن دی


هلته د څو تنو  د سلا له نوره  امن دی


زیات له خدایه څه غواړو همدا چې امن دلته وي


جوړ به اخترونه شي سبا چې امن دلته وي


دلته که جرګه که مرکه د خلکو غونډه شي


بس نو سوکالي به مو په دې کاله کې پنډه شي


هر چاته په دم ګړۍ کې دومره بها  امن دی


خدایه مه یې اخلې څوک چې وايي روا امن دی


امن دی چې مینه وررولي ورسره نغښتې ده


ټوله خوشبختي او نېکمرغي ورسره نغښتې ده


ښکلی یار چې وخاندي نو هغه ګړۍ امن دی


بس نو بویه دلته بیا د مینې خولګۍ امن دی


نشته خطر هلته چې د زړونو نوا امن دی


خدایه مه یې اخلې څوک چې وايي روا امن دی 


هلته چې اتڼ ته ملاوستني دسمالونه وي


امن دی په درز چې په ودونو کې ډولونه وي


دلته که بهار وي او د ګل وږمې را ورسي


امن دی چې کله د بلبل نغمې را ورسي


امن وي چې کله په خبرو کې تاثېر وینه


امن وي چې حق الله ناره پکې د پیر وینه


دلته په هر حال کې د هر چا استدعا امن دی


خدایه  مه یې اخلې څوک چې وايي روا امن دی


وږم د ګلونو نه به خوند واخلو که امن شي


داسې به له تېر تاریخه پند واخلو که امن شي  


ژوند ددغو خلکو به په امن کې آباد شي نو


داسې به یې زړونه د هر چا ور باندې ښاد شي نو


دلته د یارانو بس د زړه تمنا امن دی


خدایه مه یې اخلې څوک چې وايي روا امن دی


 


بدلون


جنګ دې ورک شي، سوله غواړو په هر آن کې


چې تاکید ور باندې شوی په قرآن کې 



چې آرام دې روح او تن نه وي دلبره


آرام چېرته دی په ځمکه او آسمان کې 



ژوند نو څه ګڼې همدا چې وي په امن


او جوهر یې لطافت دی په انسان کې 



لرې نه ده که د خدای رضا وه ژر به


سوله راشي لر او بر افغانستان کې 



نو له ویاړه به بیا هسکې شملې ګرځو


بې پوښتنې په هر ګوټ ددې جهان کې


چې بدلون تر کومه را نه ولو ځان کې


بدلون نه راځي زمونږه په جهان کې 



او دا لر او بر پښتون که کور او اور شي


د پردیو غلیمانو به مخ تور شي 



زمانه د عشق او مینې به پرې راشي


د پښتون دا زخمي زړه به بیا ټکور شي 



د ډول درز د ژڼو یه کوربان ناره به


را خوره له لر او بره ښه په زور شي 



دغه شاړ ګودر د مینې به آباد شي


د پېغلوټو د خنداوو به پرې شور شي 



بس چې کومې خواته مخ کړﺉ نو باور دی


د یار مخ به په جلوو کې را انځور شي


چې بدلون تر کومه را نه ولو ځان کې


ابته ده چې خواري کړو په جهان کې


خدایه دغه د جذبې وطن مو خپل کړې


د ابا او د ادې وطن مو خپل کړې 



دا جنت مو له دوزخه په امان کړې


دا د خپلې مور شیدې وطن مو خپل کړې 



دا د مینې او حیا وطن مو خپل کړې


دا د ستر او پردې وطن مو خپل کړې 



ساتندوی مو ته د لوړو دنګو غرونو


دغه پاک چینې چینې وطن مو  خپل کړې 



د سرشارو زمریانو دغه ځاله


د هوسیو د غرڅې وطن مو خپل کړې


الله موږ ته برکت را په ایمان کې


چې بدلون په مینه را ولو په ځان کې 



خدایه داسې امن غواړو چې د کار وي


چې هر څوک مشغول په کسب وي او په کار وي 



د جنګونو د مرګونو ډرامه کې


نه له چاسره مو کار نه د چا کار وي 



بس چې مینه وي او ګل وي ګلستان وي


دا وطن د ټولو خپل ګل ګلزار وي 



له کالامه تر کابله شور د مینې


هر افغان چې بس د سولې پرستار وي 



زمانه د ناپوهۍ کړې له موږ تېره


داسې ژوند را چې د پوهې خدمتګار وي


الله دومره قوت راکړې په پیمان کې


چې شي امن په دا ټول افغانستان کې