کور / خبرتیا او پيغامونه / د بارکوال مياخېل د لنډو کيسو لومړنۍ ټولګه چاپ شوه

د بارکوال مياخېل د لنډو کيسو لومړنۍ ټولګه چاپ شوه

 


رنځور کليوال


دا د بارکوال مياخېل د لنډو کيسو لومړنۍ ټولګه ده، چي تازه له چاپه را وتلې ده. دا کيسه ييزه ټولګه د پينځه سوه ټوکه په شمېر په ١٤٤ مخونو کې چاپ شوې او په کوټه کې د “لمر خپرندويې ټولنې” له خوا خپره شوې ده.


په دې کتاب کې د ليکوال پينځلس کيسې راغلې دي، چي اجمل پسرلي او عبدالهادي حيران پرې سريزې کښلې دي. تر دې وړاندې هم د بارکوال مياخېل لاندېني کتابونه چاپ شوي دي:


 


١. د کاڼي اوښکې. (ژباړه: لنډې کيسې)


٢. د لوېديځ دوه مخيتوب (ژباړه)


٣. دود “رواج” (ژباړه: ناول)


٤. د مينې زړى (لومړنۍ شعري ټولګه)