کور / تازه خبرونه / بیت الله مسود مړ شو

بیت الله مسود مړ شو

د نړيوالو خبري رسنيو په وينا په پاکستان کې د طالبانو مشر بيت الله مسود د ورپېښې ناروغۍ له امله په وزيرستان کې په خپل کور کې ساه ورکړي.
  د سي اين اين خبري ټلويژن خبر په اسلام اباد کې د يوې نامعلومې سرچينې له خولې چې ځان د بيت الله خپلوان بولي ليکلي چې بيت الله بيګا د شپې پر يوه بجه د ورپېښې ناروغۍ له امله په خپل کور کې ومړ.
سي اين اين وايي چې د پاکستان يو پوځي چارواکي د نوم د نه ښودلو په شرط د بيت الله مړينه تاييد کړې، خو پاکستاني طالبانو ر دا مهاله د دوی د مشر د مرګ په اړه کوم غبرګون نه دی ښودلی.
 د يادونې وړ ده چې په دې وروستيوو کې داسې اوازې وې چې په پاکستان کې د طالبانو مشر بيت الله مسود له ډيرې مودې راهيسې د ګُردو له ناروغۍ کړيږي.