کور / خبرتیا او پيغامونه / د اختر په مناسبت دلراوبر د لوستونکو دمبارکۍ پيغامونه

د اختر په مناسبت دلراوبر د لوستونکو دمبارکۍ پيغامونه

 

د لراوبر ويبپاڼي اداره په لراوبره پښتونخوا او ټوله نړۍ کي خپلو ټولو درنوکارکوونکو ، قدرمنو قلمي همکارانو ،، ټول قام او د نړۍ ټولو مسلمانانو ته د نېکمرغه کمکي اختر د رارسيدلو په مناسبت د زړه له کومي مبارکي وړاندي کوي .

لوی او سپېڅلي خدای جل جلاله ته لاسونه کچکولوو چي د روژې د مبارکي مياشتي او اختر د سپېڅلو ورځو په برکت  زموږ د بې شمېره يتيمانو ، کونډو معيوبو او مظلومو هيوادوالو څخه د جګړې او بدبختيو څخه نجات ورکړي او تلپاتې خوښې يې په برخه کړي . ( آمين  ُثمَ  آمين )

په درناوي

د لراوبر ويبپاڼي اداره


 

تبصره نسته

  1. دا اختر لکه سپرلى، د حنا په رنګ رنګين **
    ګرانه تاته مبارک! د دوعا په رنګ رنګين **

    درنو ملګرو سلامونه او هيله ده روغ او جوړ وئ ،
    د مسلمانانو د دې مبارکې او درنې ورځې د رارسيدو له امله د زړه له تله مبارکي درته وايم ،
    په دې هيله چې روژه مو ښه تېره شوې وي او د اختر په خوشالو کې مو، خندا او موسکا په شونډو خوره وي .

    لوى الله دې د دغې ورځې په برکت په ټولو مسلمانانو ورحميږي
    او دا ورځ دې د مسلمانانو او ځانګړي ډول پښتنو له پاره د سولې پيلامه وي ((
    آمين ))

    په ټوله مينه او ادب * نورا جان بهير

  2. د وردګو کلتوري یون مشرتابه پلاوی د لروبرو د وزینې بریښناپاڼې مسوول چلوونکي ګران ورور عبدالله احسان او اداري پلاوي او د دې بريښنا پاڼې له لارې د لر وبر د ننه او بهر ټولو افغانانو او ګرانو لوستونکو ته د نیکمرغه کوچني اختر د رارسیدو له امله د مبارکۍ مراتب وړاندې کوي او د لوی خدای (ج) له دربار څخه هیله من یو چې د زوند دغه مبارکې او رنګینې لحظې د خوښۍ په شیبو کې تیرې کړی. همدارنګه هیله من یو چې لوی خدای ( ج) دې د ټولو لمونځونه، روژې او عبادتونه پخپل دربار کې قبول او تاسو ټول د حاجیانو او غازیانو له ډلې څخه حساب کړي.

    هره ورځ مو اختر او اختر مو بختور

    مینه او مننه
    ګل آغا احمدي وردګ

  3. د جغتو مدني او کلتوري بهیر مشرتابه پلاوی د لروبرو د وزینې بریښناپاڼې مسوول چلوونکي ګران ورور عبدالله احسان او اداري پلاوي او د دې بريښنا پاڼې له لارې د لر وبر د ننه او بهر ټولو افغانانو او ګرانو لوستونکو ته د نیکمرغه کوچني اختر د رارسیدو له امله د مبارکۍ مراتب وړاندې کوي او د لوی خدای (ج) له دربار څخه هیله من یو چې د زوند دغه مبارکې او رنګینې لحظې د خوښۍ په شیبو کې تیرې کړی. همدارنګه هیله من یو چې لوی خدای ( ج) دې د ټولو لمونځونه، روژې او عبادتونه پخپل دربار کې قبول او تاسو ټول د حاجیانو او غازیانو له ډلې څخه حساب کړي.

    هره ورځ مو اختر او اختر مو بختور

    مینه او مننه
    د جغتو مدني او کلتوري بهیر

  4. اختر نژدې دی روژه لاړه — ليلا بۀ چاتهسرې منګلې ښکاروينه ——
    اختر چې تېرشي بيا بۀ راشي — دا د ځوانۍ عمر پۀ بېرته نه راځينه
    سلامونه او د كوچني اختر مباركۍ !
    په نړۍ كې ټولو مسلمانانو او په ځانګړي توګه ټولو افغانانو ته د زړه له كومې د كوچني اختر مباركۍ وړاندې كوم او هيله منديم چې دغه اختر په ګران هيواد د سولې ، امنيت او وروروالۍ اختر وي ، د يوه سر لوړې او سمسور افغانستان د جوړيدو په هيله …..
    سمسور مندوزى – خوست

  5. اختر مو مبارک شه
    هر روزتان عيد وعيد تان سعيد

    خلک وايي چې راغلی بيا اختر دی داپه چا باندي اختر دی خداي خبردی
    درنو دوستانو ،فرهنگيانو اوفرهنگپالو!
    تاسو اوستاسو درنې کورنۍ ته دلوي نيک مرغه اختر درارسېدو له امله دزړه له کومی مبارکي اونيکې هيلې وړاندي کوم .
    دلو ي څښتن له دربارنه تاسو ټولوته نېکمرغه اوله خوشيو ډکې ورځې اوشپې غواړم .
    پدې هيله چې يوه ورځ افغان ولس هم داخترپه سهارسترگي را روڼې کړی .
    پدې هيله چې دامحروم اوکړېدلۍ ولس له زورېدو اوکړېدونه خلاص شي.
    ستاسو اوټول افغان ولس دښېرازی اوخوشحالۍ په هيله . سید الرحمان بهیر

  6. دمهربان اوبدله اخستونکي منتقم ذات په نوم
    ټولو ته د کوچني اختر مبارکي او یوه غوښتنه :
    ټولو درنو، زړه ورو ، سرشارو، باتوره، په دین ، هیواد ، ولس او استقلال مینو افغانانو ،ښځواو نرو ، کوچنیانو او ِغټانو ته ، که په هیواد کې میشت دي او که د هیواده بهر په نورو هیوادونو کې د لیږد او مسافرت شپې او ورځې تیروي ، د زړه له کومي د کوچني اختر دمبارکو ورځو مبارکي وایم .
    درنو افغانانو:
    • دغه کوچنې اختر د تیرو درې لسیزو د نورو اخترونو په څیر یو ځل بیا د خوښیو او خوشحالیو په ځاې د ډیرو زیاتو ناورینونو او غمونو سره یوځاې راغلې.
    • دغه اختر به یو ځل بیا په داسې وخت کې لمانځل کیږي چې په سلونو کورنۍ یا خو په پوره ډول د ډیموکراسۍ دبیرغچیانو د خرواري بمونو لاندې ټوټې ټوټې شوې او یا یې پاته ژوندې کسان په ویر کې شپې او ورځې تیروي .
    • دا اختربه په داسې وخت کې لمانځل کیږي چې دهیواد استقلال ، ازادي، ځمکنې تمامیت او پولې د پردیو اشغالګرو ځواکونو په لاسو کې دي ، او یوڅو وطن پلورونکي یې د هیواد په ګدیو سپاره کړي چې پردیو ته دغوړه مالۍ او دهغوې په لاسو دخپلو افغانانو د وژلو د تایید پرته بله کومه دنده نه لري.
    • دا اختر په داسې وخت کې راغې چې په هیواد کې د زرګونو میلیاردو ډالرو بهرنيو او کورنيو غلو او د هیواد د لویشت لویشت پلورونکو ګیډې لا ډکې شوې نه دي ، په داسې حال کې چې هم د هیواد په شمال ، جنوب ، ختیز او لویدیز کې هیواوال یا خو په ارزګان او بادغیس کې د لوږې له لاسه ګیاه خوري ( چې اوس هغه هم د وچکالیو په خاطر نه ترلاسه کیږي )، یاد غذا د نشتوالي په خاطر خپل کوچنیان پلوري اویا د پکتیکا او د قندوز د خلکو په څیر خپل کوچنیان د بازارونو او جوماتونو تر څنګ پریږدي او خپلې سترګې ترې پټوي.
    • دا اختر به په داسې حال کې بیا لمانځل کیږي چې د هیواد بدمسته ، لاس پوڅې واکمنان د هیوادوالو په وژلو باندې د خپلو بهرنیو انډیوالانو د خوښۍ په خاطر لاسونه پړکوي او د هغوې دغه کار ته قانوني او اصولي بڼه ورکوي. د کوچنیانو ، ښځو او عمر خوړلو وګړو وژل ورته د تروریستانو د ملاتړو په نوم روا ګڼي.
    • دا اختر په داسې وخت کې راغې چې په هیوادوالو د لیږد او تیښتې دروازې هم د ډیموکراسۍ د پلي کونکو لخوا تړل شوې او خپل کورونه یې ورته سور تنور ګرځولې دې
    • دا اختر په داسې وخت کې لمانځل کیږي چې د ګاونډیو لخوا په هغه هیوادو کي میشت مهاجرین په زور دغه اور ته را ټیل وهل کیږي . د ایران داخوندانو افراطي رژیم خو د افغان نوم هم نشي هضمولاې او پاکستاني چارواکو خو پرې دخپلو غربي بادارانو په حکم کوڅې او بازارونه هم را تنور کړي دي .
    • دا اختر به په داسې وخت کې لمانځل کیږي چې را ستانه شوي مهاجرین په خپل هیواد کې د امن د اعاده کولو په خاطر داویا زره اشغالي ځواکونو په موجودیت کې هم خپلو کورنو ته نشي ستنیدلې او همدا اوس هم د تخار ، قندوز ، مزارشریف ، شبرغان …….. ولایتونو مهاجرین یا خو دهرات او قندهار په دښتو کې او یا د پخوا نیو رژیمو په زړو محبسونو کې د ګوانتانامو د زندانیانو په څیر شپې ا و ورځې تیروي .
    زمونږ د ولس ګناه څه ده ؟
    • زمونږ ګناه داده چې مونږ ازاد قوم او ولس یو او د خپل هیواد استقلال ، ازادي ، او ځمکنې تمامیت را ته دخپل ځان څخه هم ډیر اهمیت لري .
    • مونږ هغه سرلوړې قوم یو چې تل مو لوږه منلی خو خپل استقلال او ازادي مو نه ده پلورلې او نه د پردیو د سلطي لاندې ژوند کولو ته حاضر شوي یو. همدا علت دې چې د پرون مات او تښتیدلې دښمن نن یوځل بیا د خپلو نورو انډیوالانو تر څنګ دخپل غچ د اخستلو له پاره زمونږ تر مخه زمونږ د خویندو ، میندو او لوړنو د کالیو تالاشي اخلي ، بربنډوی یې ، او یا یی له خپله ځانه سره بیایې .
    • زمونږ ګناه داده چې مونږ دخپل هیواد دپولو نه اخوا د چا په مخ کله هم څپیړه نه ده ورکړې او نه په راتلونکي کې ددې اراده لرو خو نور زمونږ پسې د زرګونو کیلومتره لرې واټن څخه راغلي ، جیبونه یې د تورو او سپینو ټاپو ډک دي ، خپل هیواد یې راته ستر زندان ګرځولې ، او څه ډول نخرې او لوبې چې غواړي ، څنګه یې چې غواړي او څه وخت یې چې غواړې پرمونږ یې کوي ، لاسونه یې د ډیموکراسۍ په نوم ازاد او توره یې د ټروریسټ په نوم تیره ده .
    • زمونږ ګناه داده چې د شلمي پیړۍ د روسې زبرځواک دکمونیزم سور طوفان مو د خپلو وینو په سیلاب د غربیانو له مخې هیسته لاهو کړ او ډګر مود دې زبیښونکې بلاک لیونیو او په سر اخستو اوښانو ته بربنډ پریښود.
    • زمونږ ګناه داده چې زمونږ ولس او د ولس روڼ اندي هغه و خت د هغو څو وطن پلورونکو په مقابل کې پټه خوله پاته شول چې له پردیو سره یې د بن د کانفرنس تر نامه لاندې د وطن دپلورلو او دخپلې لاس پوڅې واکمنۍ تړونونه لاسلیک کول.
    • زمونږ ګناه داده چې زمونږ د ولس خلکو ددوې د فوځې برید په مقابل کې ډیر سطحي قدم واخست او دهغوی په خیالي وعدو یې باور وکړ او هغوې ته یې د ریښتونو میلمنو په څیر خپلې غیږي پرانستې .
    • زمونږ ګناه داده چې مونږ د پردیویرغلګرو ځواکونو شتون په خپله ځمکه نشو زغملاې .
    او ………..
    مونږ ته یې څه راکړل :
    د هیواد استقلال او ازادي یې راڅخه واخسته ، زمونږ برخلیک یې په خپلو لاسو کې واخست ، خپل هیواد یې را ته زندان و ګرځاوه ، د یوه ځواکمن ولس په څیر یې زمونږ د له منځه وړلو تکل وکړ ، یو څو لاس پوڅې او خاین وطن وال یې په مونږ مسلط کړل ، ځوان کهول یې د فرهنګ ، کلتور او مذهب څخه خلاص کړ او د غربي کلتور ، فرهنګ او صلیبي مذهب په لور یې د هغوی د ورتللو ټولې هلې ځلې پیل کړې . دصلیبیت په لور بلنه عامه شوه ، د ایډز ناروغتیا په چټکۍ سره وده وکړه او د نشه ایې توکو استعمال بې دریغه زیات شو …………
    څه په کار دي :
    ټولو کلتورې ، فرهنګې او مذهبي ټولنو ته په کار دې چې تر هغې چې په هیواد کې سوله او ټیکاوې نه وې راغلي او د پردیو سلطې ته د پاې ټکې نه وې ایښول شوې خپل هیواد( لکه څنګه یې چې اشغالګران پخپله اشغال شوې هیواد ګڼې ) یو اشغال شوې هیواد اعلان کړي او تر څنګ یې په خپلو ټولو غونډ و او جشنونو کې د خپلو لیکنو ، ویناو او شعرونو له لارې خپل هیوادوال د هیواد د اوسني کرغیړن حالت نه خبر کړی. د موسیقي په پروګرامونو د خرڅ په ځاې د خپلو لاسو تڼاکې را ټولې اود هیواد یوې برخې ته یې د مرستې په ډول ور واستوي.
    د هیواد دهرې برخې وګړي دې دخپلو خپلو ځایو د شهیدانو ،د یتیمانو او کونډو د مالي بسپنې دندې په غاړه واخلي او هغوې ته دې کومکونه ور ورسوي .په یاد لرئ چې ددې هیواد هر وګړې پرتاسې همداسې حق لري لکه څنګه یې چې پرتاسې ستاسې خپلې کورنۍ لرې.
    د ډیموکراسۍ د هرې بمبارۍ اوعام وژنې په مقابل کې دې عکس العملونه و ښئې او په دې هکله داسې مظاهرې او غونډې ترتیب کړئ لکه څنګه چې په دې تیرو ورځوکې د اروپا په یو شمیر هیوادونو کې پخپله د اروپایانو لخوا تر تیب شوې وې .
    ټول باید یو شعار او غږ و لرو اوهغه داچې [ یرغلګر فوځونه دې سمدستي د افغانانو ټاټوبې پریږدي ، دخپلو اشغالي فوځونو د ویستلو پلان او مهال ویش دې په ډاګه کړي او د ویاړلي افغان ولس ازادۍ او استقلال ته دې درنښت ولري .]
    د ستر مفکر او سیاستپوه سیدجمال الدین افغان خبره چې «ازادي اخستل کیږي ورکول کیږی نه !»
    ستاسې ورور
    مبصر رودوال

  7. ټولو ویرجنو او درمنو پښتنو او افغانانو ته د کوچنی اختر مبارکی د زړه له کومې وایم. هیله کوم چې دا اختر پر افغانانو ددې روانو ناخوالو پای وی. په درنښت

  8. د زړه له کو مې سلا مو نه نيکې هيلې او د کو چنې اختر د را رسيدو سره په سر کې ښا غلې عبد اله احسان د لر او بر ويب پا ڼې مسول د دې پا ڼې ټو لو کا ر کو ونکو د ا فغا نستان زو ريدلې و لسو نو او د نړ ۍ ټو لو مسلمانا نو ته مبا رکې عر ض کو م . په دې هيله چې ورور وژنه زمو نږ په هيواد کې پاې ته ور سيږې او پوره امنيت ټينګ شې بمبارې ودريږې ځان وژنې بندې او مکتبو نه مو وران او ونه ڼا ڼيږې . \ مير عر ب شاه چمتو په ډنمارک کې د وا يله د ولا يت د افغا نانو د کلتورې ټو لنې مشر .

  9. دنېکمرغه کوچني اختر درارسېدو له امله د ميدان وردګو دپخواني والي الحاج عبدالجبار نعيمي دمبارکۍ پيغام \

    دنېکمرغه کوچني اختر درارسېدو له امله ټول اسلامي امت او په ځانګړې توګه دافغانستان داسلامي جمهوريت جمهوررئيس جلالت ماُ ب حامدکرزي ، دکابينې او ملي شورى غړيواو دافغانستان مسلمان او مجاهد اولس ته دزړه له کومې مبارکي وايم.
    الله ج دې دټولو طاعات ، عبادات رياضتونه، روژې ، تراويح ، فرائض اونوافل قبول کړي .
    امين
    ددې مبارکو ورځو شپو له برکته چې الله ج پکې دخپلو بنده ګانو ددعا او زاريو دقبلېدو ژمنه کړېده دعا کووچې الله ج دې زموږ ګران افغانستان له جنګ او جګړو خلاص ،پرمختللى ، اباد، هوسا او سوکاله وګرځوي ، الله ج دې موږ ټولو ته ملي يووالى سرلوړي،دورورۍ او وحدت په فضا کې ارام ژوند ، بشپړ امنيت اوښېرازي راپه برخه کړي .
    موږ نن سبا په ډېرو حساسو شېبو کې قرار لرو او له ډېرې سختې ازموينې سره مخ يو راځئ چې دزړه له اخلاصه دعا وکړو چې الله ج دې له رحمت، مغفرت او له دوزخ څخه دخلاصون اودقرآن دنزول ددې مبارکو شپو چې ليلة القدرهم پکې ده په خاطر زموږ پر حال ورحمېږي اودخپل لطف اوکرم له مخې دې په دې ستره ازموينه کې موږ بريالي کړي .
    الله دې زموږ ولس ته دټوپک او باروتوپرځاى علم ، عرفان، پرمختګ سوکالي اومينه او محبت نصيب کړي . اوالله دې توفيق راکړي چې په ګډه دخپلو شهيدانو، کونډو،يتيمانو او بېوزلوارمانونه پوره، ارزوګانې ترسره،اويوپرمختللى اسلامي هېواد جوړکړو.
    ورونوراځئ چې ددې شهيدانوله کورنيو ، معيوبينو او بېوزلو سره په خپلې مرستې دوى ته هم په اخترکې دګډون زمينه برابره اود شهيدانوارواوې مو په قبروکې خوښې کړو.
    دهمدې ورځې په هيله
    الحاج عبدالجبار نعيمي د ميدان وردګو پخوانى والي

  10. سلامونه، د کوچني اختر مبارکۍ او ښې هيلې! هغو ته، چې د پښتون ځپنې سيمه ييزې او نړيوالې توطئې له مخې د نکريزو پر ځاى په وينو سره شوي.
    هغو ته چې له دې شره يو څه په امن کې دي.
    هغو ته، چې د اختر له پاره نوي کالي خو لا څه، چې د خوراک له پاره هم څه نه لري.
    هغو ته، چې مسافر دي.
    او هغو ته چې د يار په څنګ کې دي.
    او ټولو هغو ته، چې د اختر راتلو ته يې ورځې شمارلې دي.
    روژه او نور ټول عبادتونه مو قبول شه او اختر مو مبارک!

    نور دې لوى څښتن پښتون او ټول مسلمان امت د جګړې له شره په امن او د جبراييل په وزرو پټ کړي. (امين)

    ورور مو
    نقيب الله متونوال
    له خوست (افغانستان) نه.

  11. دمهربان اوبدله اخستونکي منتقم ذات په نوم
    ټولو ته د کوچني اختر مبارکي او یوه غوښتنه :
    ټولو درنو، زړه ورو ، سرشارو، باتوره، په دین ، هیواد ، ولس او استقلال مینو افغانانو ،ښځواو نرو ، کوچنیانو او ِغټانو ته ، که په هیواد کې میشت دي او که د هیواده بهر په نورو هیوادونو کې د لیږد او مسافرت شپې او ورځې تیروي ، د زړه له کومي د کوچني اختر دمبارکو ورځو مبارکي وایم .
    درنو افغانانو:
    • دغه کوچنې اختر د تیرو درې لسیزو د نورو اخترونو په څیر یو ځل بیا د خوښیو او خوشحالیو په ځاې د ډیرو زیاتو ناورینونو او غمونو سره یوځاې راغلې.
    • دغه اختر به یو ځل بیا په داسې وخت کې لمانځل کیږي چې په سلونو کورنۍ یا خو په پوره ډول د ډیموکراسۍ دبیرغچیانو د خرواري بمونو لاندې ټوټې ټوټې شوې او یا یې پاته ژوندې کسان په ویر کې شپې او ورځې تیروي .
    • دا اختربه په داسې وخت کې لمانځل کیږي چې دهیواد استقلال ، ازادي، ځمکنې تمامیت او پولې د پردیو اشغالګرو ځواکونو په لاسو کې دي ، او یوڅو وطن پلورونکي یې د هیواد په ګدیو سپاره کړي چې پردیو ته دغوړه مالۍ او دهغوې په لاسو دخپلو افغانانو د وژلو د تایید پرته بله کومه دنده نه لري.
    • دا اختر په داسې وخت کې راغې چې په هیواد کې د زرګونو میلیاردو ډالرو بهرنيو او کورنيو غلو او د هیواد د لویشت لویشت پلورونکو ګیډې لا ډکې شوې نه دي ، په داسې حال کې چې هم د هیواد په شمال ، جنوب ، ختیز او لویدیز کې هیواوال یا خو په ارزګان او بادغیس کې د لوږې له لاسه ګیاه خوري ( چې اوس هغه هم د وچکالیو په خاطر نه ترلاسه کیږي )، یاد غذا د نشتوالي په خاطر خپل کوچنیان پلوري اویا د پکتیکا او د قندوز د خلکو په څیر خپل کوچنیان د بازارونو او جوماتونو تر څنګ پریږدي او خپلې سترګې ترې پټوي.
    • دا اختر به په داسې حال کې بیا لمانځل کیږي چې د هیواد بدمسته ، لاس پوڅې واکمنان د هیوادوالو په وژلو باندې د خپلو بهرنیو انډیوالانو د خوښۍ په خاطر لاسونه پړکوي او د هغوې دغه کار ته قانوني او اصولي بڼه ورکوي. د کوچنیانو ، ښځو او عمر خوړلو وګړو وژل ورته د تروریستانو د ملاتړو په نوم روا ګڼي.
    • دا اختر په داسې وخت کې راغې چې په هیوادوالو د لیږد او تیښتې دروازې هم د ډیموکراسۍ د پلي کونکو لخوا تړل شوې او خپل کورونه یې ورته سور تنور ګرځولې دې
    • دا اختر په داسې وخت کې لمانځل کیږي چې د ګاونډیو لخوا په هغه هیوادو کي میشت مهاجرین په زور دغه اور ته را ټیل وهل کیږي . د ایران داخوندانو افراطي رژیم خو د افغان نوم هم نشي هضمولاې او پاکستاني چارواکو خو پرې دخپلو غربي بادارانو په حکم کوڅې او بازارونه هم را تنور کړي دي .
    • دا اختر به په داسې وخت کې لمانځل کیږي چې را ستانه شوي مهاجرین په خپل هیواد کې د امن د اعاده کولو په خاطر داویا زره اشغالي ځواکونو په موجودیت کې هم خپلو کورنو ته نشي ستنیدلې او همدا اوس هم د تخار ، قندوز ، مزارشریف ، شبرغان …….. ولایتونو مهاجرین یا خو دهرات او قندهار په دښتو کې او یا د پخوا نیو رژیمو په زړو محبسونو کې د ګوانتانامو د زندانیانو په څیر شپې ا و ورځې تیروي .
    زمونږ د ولس ګناه څه ده ؟
    • زمونږ ګناه داده چې مونږ ازاد قوم او ولس یو او د خپل هیواد استقلال ، ازادي ، او ځمکنې تمامیت را ته دخپل ځان څخه هم ډیر اهمیت لري .
    • مونږ هغه سرلوړې قوم یو چې تل مو لوږه منلی خو خپل استقلال او ازادي مو نه ده پلورلې او نه د پردیو د سلطي لاندې ژوند کولو ته حاضر شوي یو. همدا علت دې چې د پرون مات او تښتیدلې دښمن نن یوځل بیا د خپلو نورو انډیوالانو تر څنګ دخپل غچ د اخستلو له پاره زمونږ تر مخه زمونږ د خویندو ، میندو او لوړنو د کالیو تالاشي اخلي ، بربنډوی یې ، او یا یی له خپله ځانه سره بیایې .
    • زمونږ ګناه داده چې مونږ دخپل هیواد دپولو نه اخوا د چا په مخ کله هم څپیړه نه ده ورکړې او نه په راتلونکي کې ددې اراده لرو خو نور زمونږ پسې د زرګونو کیلومتره لرې واټن څخه راغلي ، جیبونه یې د تورو او سپینو ټاپو ډک دي ، خپل هیواد یې راته ستر زندان ګرځولې ، او څه ډول نخرې او لوبې چې غواړي ، څنګه یې چې غواړي او څه وخت یې چې غواړې پرمونږ یې کوي ، لاسونه یې د ډیموکراسۍ په نوم ازاد او توره یې د ټروریسټ په نوم تیره ده .
    • زمونږ ګناه داده چې د شلمي پیړۍ د روسې زبرځواک دکمونیزم سور طوفان مو د خپلو وینو په سیلاب د غربیانو له مخې هیسته لاهو کړ او ډګر مود دې زبیښونکې بلاک لیونیو او په سر اخستو اوښانو ته بربنډ پریښود.
    • زمونږ ګناه داده چې زمونږ ولس او د ولس روڼ اندي هغه و خت د هغو څو وطن پلورونکو په مقابل کې پټه خوله پاته شول چې له پردیو سره یې د بن د کانفرنس تر نامه لاندې د وطن دپلورلو او دخپلې لاس پوڅې واکمنۍ تړونونه لاسلیک کول.
    • زمونږ ګناه داده چې زمونږ د ولس خلکو ددوې د فوځې برید په مقابل کې ډیر سطحي قدم واخست او دهغوی په خیالي وعدو یې باور وکړ او هغوې ته یې د ریښتونو میلمنو په څیر خپلې غیږي پرانستې .
    • زمونږ ګناه داده چې مونږ د پردیویرغلګرو ځواکونو شتون په خپله ځمکه نشو زغملاې .
    او ………..
    مونږ ته یې څه راکړل :
    د هیواد استقلال او ازادي یې راڅخه واخسته ، زمونږ برخلیک یې په خپلو لاسو کې واخست ، خپل هیواد یې را ته زندان و ګرځاوه ، د یوه ځواکمن ولس په څیر یې زمونږ د له منځه وړلو تکل وکړ ، یو څو لاس پوڅې او خاین وطن وال یې په مونږ مسلط کړل ، ځوان کهول یې د فرهنګ ، کلتور او مذهب څخه خلاص کړ او د غربي کلتور ، فرهنګ او صلیبي مذهب په لور یې د هغوی د ورتللو ټولې هلې ځلې پیل کړې . دصلیبیت په لور بلنه عامه شوه ، د ایډز ناروغتیا په چټکۍ سره وده وکړه او د نشه ایې توکو استعمال بې دریغه زیات شو …………
    څه په کار دي :
    ټولو کلتورې ، فرهنګې او مذهبي ټولنو ته په کار دې چې تر هغې چې په هیواد کې سوله او ټیکاوې نه وې راغلي او د پردیو سلطې ته د پاې ټکې نه وې ایښول شوې خپل هیواد( لکه څنګه یې چې اشغالګران پخپله اشغال شوې هیواد ګڼې ) یو اشغال شوې هیواد اعلان کړي او تر څنګ یې په خپلو ټولو غونډ و او جشنونو کې د خپلو لیکنو ، ویناو او شعرونو له لارې خپل هیوادوال د هیواد د اوسني کرغیړن حالت نه خبر کړی. د موسیقي په پروګرامونو د خرڅ په ځاې د خپلو لاسو تڼاکې را ټولې اود هیواد یوې برخې ته یې د مرستې په ډول ور واستوي.
    د هیواد دهرې برخې وګړي دې دخپلو خپلو ځایو د شهیدانو ،د یتیمانو او کونډو د مالي بسپنې دندې په غاړه واخلي او هغوې ته دې کومکونه ور ورسوي .په یاد لرئ چې ددې هیواد هر وګړې پرتاسې همداسې حق لري لکه څنګه یې چې پرتاسې ستاسې خپلې کورنۍ لرې.
    د ډیموکراسۍ د هرې بمبارۍ اوعام وژنې په مقابل کې دې عکس العملونه و ښئې او په دې هکله داسې مظاهرې او غونډې ترتیب کړئ لکه څنګه چې په دې تیرو ورځوکې د اروپا په یو شمیر هیوادونو کې پخپله د اروپایانو لخوا تر تیب شوې وې .
    ټول باید یو شعار او غږ و لرو اوهغه داچې [ یرغلګر فوځونه دې سمدستي د افغانانو ټاټوبې پریږدي ، دخپلو اشغالي فوځونو د ویستلو پلان او مهال ویش دې په ډاګه کړي او د ویاړلي افغان ولس ازادۍ او استقلال ته دې درنښت ولري .]
    د ستر مفکر او سیاستپوه سیدجمال الدین افغان خبره چې «ازادي اخستل کیږي ورکول کیږی نه !»
    ستاسې ورور
    مبصر رودوال

  12. haqyar@gmail.com

    هر قوم ، هر ملت ، هردين او مذهب ځانته دديني او ملي خوښيو ځانګړې ورځې لري چې مسلمانان هم له دې له خوښيو ډکو ورځو څخه بې برخې نه دي .
    کوچنى اختر هم دهغو ورځو په ډله کې دى چې اسلام پکې په خوښ اوسېدلو او ددې ورځې په نمانځلو امر کړى دى .
    څرنګه چې دالله جل جلاله په هر کار کې حکمت وي نو داختر په خوښۍ کې هم دالله جل جلاله ډېر حکمتونه او ډېر برکتونه نغښتي دي ،څو مهم يې دادي چې شتمن او په نس ماړه مسلمانان له نېستمنو او بېوزلو سره مرسته وکړي، بې وسه او نيستمن ګاونډيان يې په يادشي، له هغو سره په مرستې کولو هغوى هم په دې خوښۍکې ورګډ کړي .
    داختر غوښتنه داده چې بايد دژوند له ستړ و څو شېبو څخه راحت، نشاطت او روحي او جسمي تفريح ته مخ وکړو ، څوشېبې ددنيا غمونو ته شا او ددينا له مشروعيو خوښيو خوند واخلو.
    خو بايد پام مو وي چې په اختر کې نيستمن او اړ خلک هېر نکړو ، له هغوى سره مرسته زموږ ديني او اخلاقي فريضه ده ، دسرسايې دوجوب حکمت دادى چې چې بايد نيستمنو ته دازمينه برابره شي چې داختر په خوښيو کې ګډون وکړي ، اسلام وايي چې ددې خوښيو له مزيتونو څخه بايد ټول بر خمن شي ، ټول خلک که هغه نيستمن دي ، که شتمن دهرقوم او هرې سيمې چې وي بايد په دې خوښيو کې ګډون وکړي اواسلامي ټولنه دې ورته دګډون زمينه برابره کړي . نوراځئ چې په دې خوښيوکې نادارو او نېستمنو ته هم دګډون زمينه برابره او په دې ډول دالله ج رضا ترلاسه کړو.
    ښه مسلمان هغه دى چې دالله جل جلاله درضالپاره له خپل سر ، اولاد او شتمنۍ هر څه څخه تېر شي .
    همداراز داختر بله فلسفه او غوښتنه داده چې مسلمانان بايد ددې ورځو په خاطر له خپلو نورو مسلمانانو وروڼو سره ددښمنۍ، حسد او کينې په اور ددوستۍ او ورورۍ اوبه وشيندي.
    زړې ترخې خاطرې هېرې کړي او له سره د ورورۍ په فضا کې نوى خوږ ژوندپيل کړي.
    دکوچني اخترپه لومړۍ ورځ دلمانځه داداکولو مهمه موخه داده چې مسلمانان ديوبل له ستونزو ، حال احوال ،دردونو ،خوښيو څخه خبرشي ، وروري اويووالى وښيي .نړيوالو ته خپل وګړنيز قوت او بين الاسلامي وحدت څرګندکړي .
    نو راځئ چې موږ او تاسو هم داختر له غوښتنو سره سم له نيستمنو او بېوزلو سره مرسته وکړو، دلوېدلي لاس ونيسو، هغوى ته هم ترخپله وسه داختر په خوښيو کې دګډون زمينه برابره کړو .
    راځئ چې ددې مبارکو ورځو په خاطر له هر ډول دښمنۍ څخه لاس واخلو هغه که شخصي او کورنۍ دښمنۍ دي اوکه سياسي مخالفتونه.
    راځئ چې نور دخپلو ورونو وينې تويې نکړو، راځئ چې نورې دځوانانو جنازې ونه باسو، راځئ چې نور دادردېدلې او رنځېدلې مېرمنې کونډې ، بورې او بې وروره نکړو .
    راځئ چې نور دنورو په لمسون او دنورو دخوښۍ لپاره له خپلو معصومو کوچنيانو دهغوى دپلرونو له عاطفې او مينې ډک سيوري وانخلو.
    زموږ په اند جنګ او جګړې دروانې جګړې دحل لار نه ده او دقضيې او جګړې دواړه اړخونه بايد دزور او ټوپک له لارې دبلې خوا دحذف کولو او له منځه وړلو هڅه ونه کړي .
    داختر ورځې دخوښۍ ، پخلاينې ا وورورۍ ورځې دي نو دجګړې دواړه خواوې بايد دهمدې ورځو په خاطر له جګړو او دمسلمان ورورله وژنو او دخپل هېواد له کنډر کولو څخه خلاص واخلي.
    نور دې دپرديو دخوښولولپاره دخپل ورور وينې نه تويوي، نور دې دواړه خواوې داسې زمينې نه برابروي چې په نتيجه کې يې زموږ ويجاړ وطن نور هم وران شي، دوينو د تويولوپر ځاى دې له خپلې ستونزې دتفاهم او مذاکراتو له لارې حل کړي ،دجګړې عوامل او پلمې دې له منځه يوسي .
    زموږ په فکر صبر، زغم او تفاهم دروانې جګړې دحل ښه لاره ده او موږ هم بايد همدا وسله وکاروواو که له دې وروسته څوک يواځې په جګړې او وينو تويولو اصرار کوي نو په دې دې پوه شي چې افغان مسلمان ملت به يې هېڅکله هم معاف نه کړي او تاريخ ته به هم سپين مخ ونه لري .
    له دولت څخه هم زموږ غوښتنه داده څرنګه چې افغانستان دټولو افغانانو ګډ کور دى نو دهمدې ا صل له مخې بايد ټولو افغانانو ته له هر ډول استثنا پرته په خپله خاوره کې داوسېدلو او خپل ولس ته دخدمت کولو زمينه برابره کړي .
    دولت بايدپه پرديو هېوادوکې مېشتو مهاجرينو ته خپل هېواد ته دراستنېدو زمينه برابره او اوزګارو خلکو ته چې دکورنۍ او بچيانو نفقه ورپه غاړه ده کار او روزګار ومومي .
    داحقيقت دى چې ښوونه او روزنه ددنيا او اخرت د برياليتوب لپاره ډېره مهمه ده او له زده کړې پرته هوسا ژوند ناشونى دى خو زموږ ډېر کوچنيان تراوسه هم له زده کړې ،ښوونې او روزنې څخه بې برخې دي نو دادحکومت دنده ده چې دهېواد ټولونارينه او ښځينه کوچنيانو ته دښوونې او روزنې مناسب شرايط برابر کړي .
    په پاى کې خپلو ټولوهېوادوالو ته دنېکمرغه کوچني اختر مبارکي وايم . هوسا، ارام ، او په خپل کوراو وطن کې خوښ ژوند ورته غواړم

  13. د نیکمرغه کمکی اختر مبارکی د لر اوبر ویبپاڼی و ټولو لوستونکو او لیدونکو ته وړاندی کوم او دلوی رب له درباره استدعا لرم چی د ټولو مسلمانانو روژی، عبادات او دعاگانی پخپل مرحمت سره قبول اومقبول وگرځوی. همدا رنگه د سپیڅلی څښتن تعالی نه غواړو چی زمونږ په هیواد کی نور افغان وژنی ودروی او زمونږ هیواد د یهود اونصری دسلطی نه خلاص کړی او زمونږ ټول وړونه او خویندی د دین، شریعت او وطن صادقه خادمین وگرځوی.
    آمین یارب العلمین

  14. درنواوقدرمنو هيوادوالو ! اخترمومبارك شه .
    زه فضل الرحمن عمرخيل ددريځ دعلمي اوكلتوري ټولنې دمشرتابه پلاوي غړى ټول لراوبرپښتون ولس ته دنيكمرغه كوچني اختردرارسيدوله امله دزړه له كومې مباركي وايم . خداى ( ج ) دې وكړي چې دغه اخترپه ګران هيواد افغانستان كې دجنګ جګړو دپايته رسيدو اوپدغه خاوره كې ديوې رښتينې خپلواكې افغاني واكمنۍ درامنځته كيدو سبب شي .
    په تل پاتې كليواله پښتني مينه
    فضل الرحمن عمرخيل
    ددريځ دعلمي اوكلتوري ټولنې دمشرتابه پلاوي غړي ، ددريځ مياشتنۍ خپرونې مرستيال مدير

  15. د كوچني اختر د مباركۍ پيغام !
    اختر دې تا ته مبارك شي – چې لاس او پښې دې بې حنا اور لګوينه —
    ډير د خوشحالۍ او وياړ ځاى دى چې زموږ په ګران هيواد كې د كوچنې اختر زرينو وړانګو څرك راخيژي او پر خپلو شندارو او زرينو وړانګو نړۍ راښكلي كوي .
    په همدې مناسبت زه په نړۍ كې ټولو مسلمانانو او په ځانګړي توګه ښكلو افغانانو چې د نړۍ په هر ګوټ كې مېشت دي د نيكمرغه كوچني اختر مباركۍ ورته وړاندې كوم او په همدې هيله يم چې دې اختر دغې اختريزې شيبې په ګران هيواد د سولې ، امنيت او وروروالۍ شيبې وي ، د يو ودان او سمسور افغانستان د جوړيدو په هيله—–
    په ډيره پښتانه او خوستۍ مينه—-
    سمسور مندوزى – خوست ، افغانستان
    Sam.afghan@yahoo.com

  16. د كوچني اختر د مباركۍ پيغام !
    اختر دې تا ته مبارك شي – چې لاس او پښې دې بې حنا اور لګوينه —
    ډير د خوشحالۍ او وياړ ځاى دى چې زموږ په ګران هيواد كې د كوچنې اختر زرينو وړانګو څرك راخيژي او پر خپلو شندارو او زرينو وړانګو نړۍ راښكلي كوي .
    په همدې مناسبت زه په نړۍ كې ټولو مسلمانانو او په ځانګړي توګه ښكلو افغانانو چې د نړۍ په هر ګوټ كې مېشت دي د نيكمرغه كوچني اختر مباركۍ ورته وړاندې كوم او په همدې هيله يم چې دې اختر دغې اختريزې شيبې په ګران هيواد د سولې ، امنيت او وروروالۍ شيبې وي ، د يو ودان او سمسور افغانستان د جوړيدو په هيله—–
    په ډيره پښتانه او خوستۍ مينه—-
    سمسور مندوزى – خوست ، افغانستان
    Sam.afghan@yahoo.com

  17. ټولو افغانانو ته د زړه له کومی د کمکي اختر مبارکي وایم که څه هم مبارکي مي په خوله نه راځي ځکه چې هغه هیوادوال چې په سر،مال،عزت او خاوره یې بهرني ښکیلاکګرو قبضه کړی وي، هغوی به په کومه خوله یو بل ته د اخترمبارکي ووایي.
    په دې هیله چې دهیواد آزادي ، افغاني ورورولي او یو اسلامي قانون مو په نصیب شي.
    اختر دي تاته مبارک وي
    پرما اوریږي شپه او ورځ مرمۍ بمونه

  18. د افغانستان ولسمشر جلالتماب حامد كرزي ته!

    د هلمند ولايت د اوسيدووكي په صفت غواړم چي د اففانستان جمهور ريس او د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت ټولو كاركوونكو او د ادارو رئسانو ته د نيكمرغه كوچني اختر په مناسبت مباركي وړاندي كوي او د پاك خداي (ج) د لوي دربار څخه هيله كوي چي د اختر نيكمرغه ورځي د گران هيواد افغانستان د ټولو خلگو سره يو ځاي د سولي او امن په فضا كي ولمانځي.

    په درناوي

  19. د هلمند ولايت د اوسيدونكو په استازيتوب غواړم چي د اففانستان جمهور ريس ، د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت ټولو كاركوونكو ، د ادارو رئسانو، ټولو افغانانو او د نړي مسلمانانو ته د نيكمرغه كوچني اختر په مناسبت مباركي وړاندي كړم او د پاك خداي (ج) د لوي دربار څخه هيله كوم چي د اختر نيكمرغه ورځي د گران هيواد افغانستان د ټولو خلگو سره يو ځاي د سولي او امن په فضا كي ولمانځي.

    په درناوي
    سميع الله (رحيمي) هلمند

  20. دکوچین اخترمبارکی ته به نن ډیردوستان خوشحاله وی خودهغوچی دقدرت دجګړونه بچیا ن قربانی سویدی هغوی به اخترپه اوښکوتیروی خدای پا ک دی دزړه صبرورکړی خدای پا ک دی دهمدی نیکمرغه اخترپه برکت موږ ددی وطن فروشانونه چی دیریش کاله کیږی زموږ اخترونه یی په وینورالړلی دی خلاص کړی خدای پا ک دی ددی مبارکی روژی په برکت افغانستان ته یو پا ک ِغښتلی زړور دینداره اوپروطن مین مشرورپه برخه کی خدای پا ک مودی ډیرژرددی غلو اوبی همته دولتمندانو نه خلاص کړی امین ثم امین حاجی مهاجر

  21. Kozeeny Akhtar mo Mobarek, Bary aw sehat deer te ghwarem.

  22. سلامونه قدرمنو هيواد والو:
    كوچينۍ اختر تاسو او ستاسو ، قدرمنو كورنيو ته د زړه له كومي مباركي وايم ، هيله من يم چي ټول هيواد وال نيكمرغه ، سو كاله او له خوښيو ډك اختر ولري.
    په پښتني مينه
    روح الله سمون
    د پكتيا د والي وياند

  23. ټول هیوادوالو اود نړی ټولو مسلمانانو ته دکوچنی اختر مبارکی وایم او بیا د لراوبر ویبپاڼی کارکوونکو ته د عید مبارکی وایم او له الله ج څخه دمظلوموافغانانو دشهیدانوکورنیوته دصبرجمیل غوشتونکی یم

  24. ټولو ګرانو هیوادوالو او مسلمانانو ورونو ته دی د الله سبحان وتعالی څخه د اجر اخیستلو او د ښایسته دری ورځو اختر دی ورته مبارک وی ، او هغو افغانانو چی خپل ګران بچی د ترهګرو له ظلم په لاس له لاسه ورکړی هغو ته دا ویل غواړم چی شهیدانو ځای جنت وی او هغه ځای ډیر کمو خلکو ته ورپه برخه کیږی، هیڅ کله دی دا خلک د هغو د ګلالیو په غم نشی ، مونږ د ستاسو بچی یو او انشا الله مونږ افغانانو به د هر یو څاڅکی بدله د دغو خلکو څخه اخلو. او الله دی وکړی چی د زمونږ مرسته لا زیاتی شی د لر او بر ویبپاڼه چلونکو سره ، ډیر زیات ورنه خوښ یو ، هیله مند یم چی یو تیلویزونی چینل یی را ښکاره شی او شایسته ورځپاڼی او مجلی هم راووځی . په الله مو سپارم . وسلام

  25. کلى خاموش و ، په خالي کوڅو کې يې تش باد لګېده ، ډېر وګرځېدم ، هيڅوک مې پيدا نه کړل چې د اختر مبارکي ورکړم .
    يو ناڅاپه مې مخامخ غونډۍ ته پام شو ، ټول کليوال هلته راغونډ شوي وو ، په منډه – منډه ولاړم .
    د ( اختر مو مبارک شه! ) ، جمله مې په لاره تکراروله ، ور ورسېدم ، کليوال مې ټول غلي وو ، په لوړ غږ مې مبارکي ورکړه ، خو هيچا هم ځواب را نه کړ .
    په سترګو مې توره شپه شوه ، سر مې وګرځېد او ځاى پرځاى کېناستم .
    يو وخت چې په خود شوم د قبرونو منځ کې ناست ووم او د وژل شويوو کليوالو جنډې مې په سر رپېدې .

    د تلې ٨ مه

  26. دکوچنی اختر درارسیدلو په مناسبت ډیرې قدرمنې دلر او برافغانستان په زړه پورې ویبپاڼې کارکونکو ته دزړه له کومې مبارکۍ او نیکې هیلې وړاندې کوم او دلوی خدای پاک څخه ګران لر او برافغانستان ته اودګران وطن کړیدلواو ځوریدلو خلکو ته د خدمت په لاره کې درته دبریالیتوبونو او کامیبیو همیش همیش لپاره غوښتندویه یم٠
    همدارنګه ستاسو له لاری غواړم خپلې نیکې هیلې اودکوچنی اختر د رارسیدلو په مناسبت د پښتنې مینې او محبت نه ډکې مبارکۍ د لر او بر افغانستان ټولو وروڼو او خویندو ته او په خاصه توګه استاد اقبال وزیری او د هغه شریفې پښتنې کورانۍ ته،زما ګران او غزتمند ملګری هیواد دوست او د هغه شریفې کورانۍ ته او ټولو میشتو افغانانو ته وړاندې کوم هیله ده چې قبولې او منځورې وګرځی٠
    د مسکو څخه منتظر وزیری٠
    په درانښت ستاسوبریالیتوب او سرلوړی زما ارزو وسلام٠

  27. دنېکمرغه کوچني اختر درارسيدله امله دميدان ځوانانودټولنې دمبارکۍ پيغام!

    دنېکمرغه کوچني اختردراسيدوله امله ټولوهېوادوالو،لروبروپښتنوخويندوورور اودنړۍ مسلمانونونه مبارکي وايو ، اوپه دې هيله يوچې داخترنېکرغه شپې او ورځې دخوښۍ په فضاکې تېرې شي ، نوله همدي امله هيله لرو او پکارده چې ټول هېوادوال ددغو مبارکو ورځو ښه لمانځنه وکړي اوپه دې ورځوکې ښه اومثبت کارونه وکړي ترڅو دالله تعالي رضايت اودټولنې خوښي خوشحالي ترلاسه کړي.

    په تل پاتې پښتنۍ مينه

    دميدان ځوانانودټولنيزې ، ادبي اوکلتوري ټولنې مشرتابه

  28. ډیرو قدرمنو او زړه ته رانږدې دوستانو!

    د حلیمی ګیډۍ ګیډۍ او ځولۍ ځولۍ سلامونه ومنئ. هیله من یم روغ جوړ او د ژوندانه په ټولو چارو کې بریالی اوسئ.

    زه د دې ترڅنګ چې تاسو ټولو قدرمنو ته د کوچني اختر د رارسیدو له امله خپلې نیکې هیلې او مبارکۍ وړاندې کوم، د لوی خدای(ج) له دربار څخه هیله من یم چې تل مو د ژوند نیکمرغۍ او سوکالۍ په برخه وي. هره ورځ مو اختر او هره شپه مو برات.

    تاسو ټولو قدرمنو ته د نیکو هیلو او د اختر د مبارکۍ په وړاندې کولو، تاسو ته له خوښیو څخه ډکې شیبې غواړم.

    په ډیر درنښت

    محمد حامد حلیمی

  29. د لوى كندهار د زدكوونكو د ټولني او ښوونځى مجلې د مباركۍ پيغام

    نېكمرغه كمكى اختر مو مبارك سه

    د لر او بر ويبپاڼي درنو چلوونكو ، د ټولي نړۍ مسلمانو وروڼو او خويندو ، په هيواد كي مېشت او له هيواد څخه د باندي زړه ته راتيرو او پتمنو افغانانو د نېكمرغه كمكي اختر مباركۍ مو له سلامونو نيكو هيلو او ښو پېرزوينو سره جوخت ومنئ .

    په دې هيله سره چي د اختر دا نېكمرغه ورځي به په خير او خوشالي سره در باندي تيري سي .

    د اختر د رارسېدو په مناسبت د لوى خداى ج دربار ته خواست كوو چي له هيواد څخه مو د جنګ جګړو كمبله ټوله كړي او يو تل پاتي سوله د افغانانو په برخه كړي .

    د شتمنو او بدايه هيوادوالو څخه مو هيله دا ده چي د بېوزلو ، كونډو او يتيمانو لاس ونيسي ځكه چي اختر يوازي او يوازي د بډايه خلګو لپاره نه بلكي د ټولو مسلمانانو اختر دى .

    يو ځل بيا له نړيوالو او په جګړه كي دخيلو افغانانو څخه هيله كوو چي له جنګ جګړو لاس واخلي او د يو سرلوړي او اباد افغانستان د جوړولو په موخه يو بل ته لاسونه وركړي .

    جنګ جګړو زموږ هر څه وران كړي زموږ ښوونځى ، ږ كلنيك ، كورونه او زموږ خوشالي يې له منځه وړې .

    زه د لوى كندهار د زدكوونكو په استازيتوب پر نړيوالو دا ږغ كوم چي افغان كوچنيان او ځوانان د ټوپك پر ځاى قلم غواړي ، هغوى غواړي ژوند وكړي ، غواړي چي د اختر نېكمرغه ورځي له خپلو پلرونو او نورو خپلوانو سره يو ځاى تيري كړي هغوى له جنګه كركه كوي او هيله ترې كوي چي نور دي د دوى له سره دا افت ليري كړي .

    په ټول افغانستان كي د تل پاتي سولي په هيله

    عبيدالله تسل د لوى كندهار د زده كوونكو د ټولني او ښوونځى مجلې مشر

  30. بسم الله الرحمن الرحيم
    په اروپا کی د افغان ځوانانو د پيوستون موسيسی د مباره کی پيغام د نيکمرغه کمکي اختر درارسيدو په وياړ

    دا اختر لکه سپرلى، د حنا په رنګ رنګين
    ګرانو هيوادوالو تاسوته مبارک! د دوعا په رنګ رنګين

    په اروپا کی د افغان ځوانانو د پيوستون موسيسه په هيواد د ننه او بهر ټولو هيوادوالو او دنړې ټولو مسلمانانو ته د نیکمرغه کوچني اختر د رارسیدو له امله دزړه له کومې مبارکۍ او د نيکو هيلو مراتب وړاندې کوي، او د لوی خدای (ج) له دربار څخه هیله مند یو چې د ژوند دغه مبارکې او رنګینې لحظې د خوښۍ په شیبو کې تیرې کړی. همدارنګه هیله مند یو چې لوی څيښتن ( ج) دې د ټولو مسلمانانو لمونځونه، روژې او عبادات پخپل دربار کې قبول او منظور کړې٠ دالله (ج) له دربار ځخه غواړو چی دټولو هيوادوالو په ټندو اوشونډود اختر د خوشالی موسکا خوره وي . لوىڅيښتن (ج) دې د دغې ورځې په برکت پÙ
    ‡ ټولو مسلمانانو ورحميږي او دا ورځ دې د مسلمانانو اوپه ځانګړي ډول افغانانو له پاره د سولې او يوالې پيلامه لرونکي ورځ وګرځوې٠هره ورځ مو اختر او اختر مو بختور٠

    دټولو هيوادپالو هيوادوالو دسوکالی او بريا په هيله
    په اروپا کی د افغان ځوانانودپيوستون موسيسی دمشرتابه او ټولو غړو په استازيتوب
    اجمل شينواری
    هالنډ ٢٠٠٨ د سپتمبر ٣٠

  31. دنیکمرغه کوچني اختردرارسیدوپه مناسبت

    دعالیقدرامیرالمؤمنين پیغام

    بسم الله الرحمن الرحيم

    الحمدلله رب العالمین وصلوت وسلام علی رسوله الکریم وعلی اله واصحابه اجمعین

    امابعد:قال الله تعالی {یاایهالذین امنوا ان تنصروا الله ینصرکم ویثبت اقدامکم }

    ټول مسلمان امت، دافغانستان مجاهد ملت او په ځانګړي توګه دامريکاپه مشرۍ دناروا يرغل په وړاندي جنګيدونکو مجاهدينوته، د مبارکي روژي داداکولواو دنیکمرغه کوچیني اخترپه مناسبت مبارکي وایم الله (ج) دي داورځ په مسلمان ولس په سرلوړي او خوښي تيره کړي .

    زه لمړى ددې ستري ديني ورځې په اړه دخپل پيغام په ترځ کي ټولو هغو کورنيوته چې غړي يې دنړيوال وحشي يرغل په ظالمانه بريدونو کي شهيدان شوي خپل تعذيت او تسليت وړاندي کوم

    په ځانګړي ډول هغو سلګونو کورنيوته چې دهيواد په شرقي سيمو ،هلمنداو دهرات ولايت دشنډنډ په ولسوالي کي دوحشي او ظالم دښمن په بې رحمانه هوايې بريدونوکي په ډله ایزشکل له خپلو سلګونو قريبانو بې برخي شول .

    دوى ته دالله رب العزت له ستردربارنه دجميل صبر او اجر غوښتنه کوم او ځان ورسره په دې وير او ماتم کي شريک ګڼم .

    زه دهيواد ټولو غمجنو کورنيوته ډاډ ورکوم چې ستاسي بي ګناه ويني به ضرور رنګ راوړي،ستاسي دعزيزانو مظلومې ويني که زموږ او ستاسي مغرور او بي رحمه دښمن ته هرڅومره بې ارزښته دي،خو دالله ج په حضورکي يې ډيرزيات قدرشته او الله به دهمدې وينو په بدله کي زموږ يرغلګر دښمن ناکام او شرمنده کړی اوالله رب العزت به مودهمدي سپیڅلیوقربانیوپه بدله کي په سپيڅلي عادلانه اسلامي نظام ونازوي۰وماذالک علی الله بعزیز

    خوټول افغانان او دسيمي مسلمان ولسونه بايد په دې حقيقت وپوهيږي چې زموږ دخاورې او عقيدې ګډ دښمن ترهغو له موږ او تاسو څخه نه راضي کیږي ترڅو چې په پوره ډول ددوۍ غلامي قبوله نکړو

    د دوۍ له غلامي نه دخلاصون يوازنۍ لاره قران کريم ښودلې ده، چې هغه دخپل حريم او دين دساتني په موخه دوسلوال جهاد او مبارزې حکم دی .

    زموږ په هيواد کي اوسني حالات دالله تعالى دنصرت څرګنده شاهدي وايې،

    هغه امريکا چې دخپلې پرمختللې ټيکنالوژي په مټ يې دماتي تصور هم نه کولو اوس هره ورځ دخپلو عسکرو جنازې استقبالوي او له سختو ځاني او مالي تلفاتو سره مخامخ دي، څوکاله وړاندي چا داسي فکر هم نشو کولاى چې امريکا او ملګري به يې په افغانستان کي له دومره شدیدمقاومت سره مخامخ کیږی چي نن دامریکاجمهوررئیس اووزیران یي دسوال کچکول په غاړه پرهیوادونوګرځي اودافغانستان دپاره
    دپیسو،وسلواوپوځونودرویزه کوي ۰ښه لاداچي څوک مثبت ځواب هم نه ورکوي .

    داحقيقت موږ ته ددې الهام راکوي چې که موږ په خپل دريځ ټينګ ودريږو، پرخپل رب بروسه ولرو او پخپلو منځوکي متحد او يو اواز اووسو نو ډير ژربه يرغلګر له سيمي نه تيښتي ته اړشي چې دا پړاو اوس ډير رانژدې ښکاري

    يرغلګر چې زموږ خاوري ته دمجاهدینودله مینځه وړلو،داسلامی قایدینودنیولو،په اسیاکي دځان دپاره دیوي خوندي اډي دپیداکولو،دمرکزي اسیاپه زیرمودخیټي اچولو،باطلوادیانوته درشدورکولواو۰۰۰په هیله راغلي واو په تيرو(٧) کلونو کي په خپلو اهدافو کي بريالي نشول نو سل کاله نورهم نشي بريالي کيدلاي ،ځکه چې اوس ولسي مقاومت يوه رښتينې بڼه غوره کړې او ددې مقاومت مخنيوى دهري ورځي په تيريدو ناممکن ګرځي چې پدې حقيقت پخپله يرغلګرو هم باربار اعتراف کړي دى .

    موږ يرغلګروته وايو چې تاسو چې لمړي دخپلي ټيکنالوژي په زور مغروره وۍ او پرته له کوم تفاهم او معقول دليل نه مو مخامخ زموږ پرحريم يرغل وکړ اوس دحالاتو نزاکت ته په کتلوسره دخپل ناروا يرغل پر ناسمه پريکړه نظر ثاني وکړئ او دخپلو قواوو دويستلو لپاره مصئونه لاره ولټوئ .

    که تاسو زموږ خاوره پريږدۍ نوموږ تاسوته دوتلو لپاره معقوله زمينه برابرولاى شواوخپل هغه دریځ یواربیاتکرارووچي موږپه نړۍ کی چاته ضررنه یو ترڅو ستاسي هغه جعلي انديښنوته هم دپاي ټکي کيښودل شي چې تاسو يې ديرغل لپاره بهانه ګرځوۍ او زموږ سيمه او خاوره هم ستاسي له بريدونونه په امان شي او که تاسو بياهم پرخپل يرغل ټينګار کوۍ نوله يوې خوابه په راتلونکي کي داسيمه له تاريخي ستونځو سره مخ وي،بل پلوته به تاسوهم دافغانانو دګزار په پايله کي دپخواني شوروي اتحاد په څير دنړۍ په ټولو برخوکي له ماتي سره مخ شي او ستاسي ديرغل د دوام تاريخي جنايت به په راتلونکي کي دنړۍ نورو نسلونوته هم دمنلو وړنه وي.

    داوخت زموږ بي چاره هيواد دناروا يرغل له امله د"شهرناپرسان" بڼه غوره کړې

    دلسګونو هيوادونو فوځونه او په زرګونو داخلي وسلوال دپوليسو او اردو په نامه په هيواد کي ګرځي خوپه هيواد کي جينايي پيښو،بي عفتي، لوټ مار او دخلګو بې باوري هيواد په يو وحشي ځنګل بدل کړى چې نه دچا سراو مال خوندي دي او نه هم دچا عزت او ناموس خوندي دي .

    داځکه چې خارجي ځواکونه زموږ دفرهنګ، عقيدې، ځمکنۍ بشپړتيا او طبعي زيرمو غله دي او داخلي پوليس او عسکر دهيواد والو دمال،عزت او ناموس غله دي نودملي او بين المللي غلو په واکمني کي به څوک څنګه دامن او ارامي توقع وکړي؟

    دکوم دولت پوليس يا دامن ساتونکي چې دسيمي بداخلاقه،بي دينه، په نشو او تماشو ککړ اوله کورنيو شړل شوي خلګ وي نوهغه به دخلګود مال، عزت او عفت حفاظت څه ډول وکړي؟ پداسي حال کي چې دلوټ مار او بې عفتي په سلګونو پيښو کي دپوليسو پر ککړتيا او لاس لرلو پخپله دکابل موجوده ادارې باربار اعتراف کړي

    زموږ ولس به له داسي نظام نه دخپلي خاوري دخپلواک هويت،ځمکنۍ بشپړتيا او دسرحداتو دساتني څه تمه ولري چې وزيران او واليان يې دشوکمارو ډلو مشران، نړيوال قاچاقبران او دنړيوالو مافياوو ايجنټان وي او يا هم ديرغلګرو هيوادونو داستخباراتو غړي وي؟

    يرغلګرو چې په تيرو(٧) کلونو کي کوم نظام ټينګ نکړاى شو، نوربه يې هيڅ کله هم ټينګ نکړاى شي اونه به هم نور هغوۍ دخپلو مطبوعاتي تبليغاتو له لاري پرافغانانو په شربتو کي زهروڅښلاى شي .

    ځکه اوس حالات مکمل بدل شوي چې پردغه بدلون يرغلګر پخپله هم اعتراف کوي.ټول مسلمان ولسونه داناري پورته کوي چي دى سیمي ته امن اوسوله هغه وخت راتلای شي چي يرغلګراواستعمارګرخپل ځواکو نه له دي سيمي وباسي اوس بايدله دغه ناورين څخه دنجات اوددي محکوم ولس دازادۍ دپاره نړيوال اوپه خاص ډول ګاونډي اودسيمي هيوادونه اخلاقازموږدمشروع اوبرحقي مبارزي ملاتړوکړي اونوردي په پټوسترګودام
    ريکادسرزوري اوسرچپه سياست تايدنه کوي ځکه دنورودغلطوپالسيوتايدپه خپله يوه غلطي ده

    په پاي کي زه د روان مقدس جهاد ټولو غيرتمنو او ميړنو مجاهدينو ته پخپله روانه مبارزه کي داستقامت او وحدت بلنه ورکوم:

    زما درنو مجاهدينو ورڼو!

    ستاسي دشپې او ورځي دستونځمن ژوند په برکت
    ددښمن غرور مات شوى او ستاسي دسخت مقاومت له امله مسلمان امت نن په ځان کي دانتقام وړتيا احساسوي

    دا ډيره دوياړ او فخر خبره ده چې نن په نوره اسلامي نړۍ کي خلګ رنګارنګ نوې جامې اغوندي خو تاسو په سنګرونو کي دمرميو او بارودو په واسکټونو ځانونه ښايسته کړي، ځکه چې پرمسلمان امت د روانو حالاتو له تقاضا سره سم ديو خپلواک مؤمن لپاره ترټولو ښکلې او عزتمنده جامه هم داستاسي جامه ده .

    زه يوځل بيا خپلې هميشنۍ توصيې تکراروم چې ددښمن په وړاندي دفولادو په څير ټينګ ودريږئ!خو دعامو خلګو او خپلوبې ګناه هيوادوالو په وړاندي له پوره احتياط نه کار واخلئ! په کومه پيښه کي چې عامو خلګوته زيان رسيزي ورنه صرف نظر وکړئِ!

    ستاسي ټول عمليات بايد دالهي ارشاداتو او نبوي تګلاري په رڼا کي وي له شخصي، بيړنيو او جذباتي پريکړو نه دتل لپاره ډډه وکړئ! هرهغه عمل چې داسلامي احکامو سره سم نه وي اويا داسلامي تهذيب او مسلماني ټولني له شان سره مناسب نه وي اوستاسي دښمنان يي ستاسي په جامه کي ترسره کوي لکه په مساجدواوګڼ ميشته سيمو کي چاودني ،له لويولارودعامه خلکومالونه راګرځول،دمخالف په نامه دچاپوزه اوغوږونه پريکول چي اسلام ورته مثله اونارواعمل ويلي اوياهم ددیني کتابونه سوزول او دې ته ورته کارونو بايد په کلکه مخنيوي وکړي اوهرځوک چي زموږ له تشکيلاتو دباندي داسي بي مسئوليته حرکات کوي نوهغوۍ دي خپله څيره څرګنده کړي او زموږ مجاهدين دي نه بدنا موي .

    ډيرځله پداسي کارونو کي زموږ ددښمنانو لاس وي ځکه خو مجاهدينوته دپوره احتياط او هوښياري نه کار اخستل پکار دي.

    بله ضروري خبره داده چي زموږدښمن
    ددسيسوجوړولوابليسي استعدادلري اودخپل تاريخي فطرت سره سم دتيښتي په مهال يولړشيطاني دسيسي په کاراچوي چي مسلمانان له بري ورسته ډيرځله دداسي دسيسوښکارګرځي،تاريخ شاهددى چي مسلمانان هيچادتوري په زورندي مات کړى خوددښمن دسيسواوفريبونوډيرځله اسلامي نړئ له تاريخي ستونځوسره مخ کړي اوس هم دښمن کوښښ کوي چي مجاهدين په خپل مينځ کي اومجاهدين اوولس سره بيل اومخالف کړي .دوي داحربه په فلسطين کي وکاروله اونن يي فلسطيني مقاومت عملاتقسيم کړ. په عراق کي يي دشعيه اوسني اختلاف ته لمن ووهله دولس اومجاهدينوترمينځ يي دبدګمانۍ اوبي اعتمادۍ شديدي هڅي وکړي اواوس غواړي چي هغه حربه په افغانستان اوسيمه کي هم په کارواچوي . تاسوبه په خپل ټول توان سره ورته متوجه کيږي . خپلوملګرواوخپل ولس ته په خپلوزړونوکي ځاي ورکړي ترڅومو دښمن په خپلوشومواهدافوکي بريالۍ نشي .ددښمن هڅه داده چي مجاهدين په مختلفوځايونوکي په کوچينيواوغيرضروري اهدافومصروف وساتي ترڅودمجاهدينو اقتصادي اوپوځي توان مصرف اوبي ځايه اوبه شي . دي نقطي ته هم ښه ځيراوسۍ اوکوښښ کوۍ چي په دښمن باندي پريکنده اوکاري ګزارونه وکړي اوخپل اصلي ،بنيادي اوازلي دښمن ته زيات متوجه سۍ . دمومن اومجاهد ولس ديني عالمان اودرانه مشران دي کوښښ وکړي اوتيروتلي ځوانان دي له خپل مجاهدولس سره له جنګيدونکي غلامي مليشي اوغلامي اداري څخه راوباسي اوټول خلک دي پوه کړي چي په دي ناکامه اوغلامه اداره کي کارکول داسلام او وطن پرضددريدل دي. هسي يي دولس دتيراستلوپه خاطرپه اجيرو مليشودملي اردو،ملي امنيت اوملي پوليسونومونه ايښي دى .
    په حقيقت کي دادملت اواسلام ضدلاس پوڅي اجيري مليشي دي چي نه ملي بڼه لري اونه هم اسلامي .

    هغه مشران چي ځانونوته مجاهدين وايي اولاتراوسه هم دامريکايي اداري په څنګ کي ولاړدي زه يوځل بيابلنه ورکوم چي نوردي دخپل مجاهد ملت په مقابل کي دپرديو ترڅنګ نه دريږي .
    دالله تعالى خاطردي وکړي اوپه خپله غلطه تګلاره دي دوام نه کوي نوردي دجهاد اومجاهد سپيڅلي کليمه دشخصي ګټواوجاه طلبي په خاطرنه بدناموي .رادي شي اودخپلومجاهدوورڼوپه څنګ کي دي ودريږي،دمخالفت اودمخالف صف له ډيرولودي لاس په سرشي اوځانونه دي ځيني جلاکړي .

    په پاى کي دافغانستان له مجاهد ولس سره په څنګ کي دفلسطين اوعراق له شريفو ولسونوڅخه هم په کلکه غوښتنه کوم چي په واعتصموابحبل الله دي کلک عمل وکړي ،خپل مينځي اختلافات دي شاته وغورځوي. دبهرني، ظالم، مکار اوبي ر حمه دښمن په مقابل کي متفق اومتحدواوسي .

    ديرغلګرو دبشپړه ماتې او دمجاهدينو دبشپړه بري په دعا

    والسلا م

    داسلام خادم اميرالمؤمنین ملامحمدعمرمجاهد

  32. داختر مو مبارک شه

  33. دكوچني نيكمرغه اختر درارسيدو له امله دلر اوبر دپاڼي درنو كاركونكو،ټولو درنواوميړنيو هيوادوالو ،اودنړي مسلمان امت دزړه له كو مي مباركي اونيكي هيلي وړاندي كوم ، دلوي ځښتن تعالي نه غواړم سي دكوچني نيكمرغه اختر وړځي پرټولو هيوادوالو په خوښي اودهر ډول وير اوغم نه لري تيري اوداورځي دكورني په توده غيږه كي دعزيزانو سره په پوره هيله اوخوښي سره تيري كړي ، په هيوادكي دسراسري سولي ملي يوالي اوپوره خپلواكي په هيله، په درناوي

  34. د اختر مبارکي ومنئ

  35. za khpal tolo lar ao bara pukhtano wrono ka pa watan ke di ao ka da watan na bahar da nekmargha kochni akhtar mubaraki wayam ao heela laram che mong tol pukhtana pa gada da khpal watan pa bya wadanai ao da yewwali pa khatir kokhakh okro
    khushala ao abad osai
    Lar ao bar yew Afghan
    manana

  36. بسم الله الرحمن الرحيم

    د اختر مباركي

    گرانو هېوادوالو!

    زما د ايمان او عقيدې وروڼو او خويندو! السلام عليكم و رحمة الله و بركاته

    د كمكي اختر د رارسېدو په مناسبت مباركي وايم، دعا كوم چي الله تعالى زموږ روژې، لمونځونه، دعاگاني، هجرتونه، جهادونه، شهادتونه او نور عبادات قبول كړي، زموږ هېواد د پرديو له اشغاله آزاد كړي، له بهر نه تپل شوې جگړه، د پرديو سلطه، زموږ په كورنيو چارو كي د پرديو لاسوهني، بې امني، فقر، لوږه او د وېري او خوف حالت د تل لپاره پاى ته ورسوي او په آزاد او سرلوړي افغانستان كي د ملت د خوښي اسلامي حكومت قائم او تلپاتې سوله تأمين شي.

    له دې فرصته په استفادې سره خپل خداى پال او مؤمن ولس ته څو عرايض لرم:

    · له دې دردناك حالت نه د وتلو لپاره يوازي يوه لار په مخكي لرو او هغه دا چي ټول ملت د يوه ستر اسلامي پاڅون لپاره ملا وتړي، صليبي اشغالگران د كمونيستو اشغالگرانو په څېر له خپل هېواده وتلو ته اړ كړي، د پرديو د لاس پوڅو، ملي خائنينو، وطن پلورونكو او جنايتكارانو سلطه د تل لپاره پاى ته ورسوي.

    · بايد دې ته متوجه وو چي مخكنۍ ترخې تجربې بيا تكرار نشي، داسي نه چي بهرني ځواكونه وباسو خو د دوى لاس پوڅي په اقتدار كي پاتې شي او يا د اشغالگرانو په ضد د آزادۍ جنگ د كورنۍ جگړي بڼه غوره كړي، همغسي لكه چي د شوروي ځواكونو له وتلو وروسته وشول، دښمنان په دې وتوانېدل چي د مجاهدينو په لاس د يوه اسلامي حكومت د جوړېدو د مخنيوي لپاره شمالي ائتلاف جوړ او د بهرنيو فوځونو پرونى جنگي مأموريت د وطن پلورونكو دغه ائتلاف ته وسپاري.

    · كه هغه مهال ټول ملت خطر ته متوجه شوى وى، د حزب اسلامي د هغه اسلامي دريځ او كلك مقاومت ملاتړ ئې كړى وى چي د دغي بين المللي توطئې په ضد ئې غوره كړ او شمالي ائتلاف ئې داسي پړاو ته ورساوو چي نور نو د حزب اسلامي په وړاندي له مقاومت نه عاجز شو، كه هغه مهال طالبانو د كابل له ائتلافي ادارې سره ملگرتيا نه وى كړې او له شا نه ئې پر حزب بريد نه وى كړى؛ بلكي د حزب اسلامي د مخلصو مجاهدينو په ليكو كي تنظيم شوي وى، نو د شمالي ائتلاف ټغر به د تل لپاره ټولېدو او جگړه به تل لپاره پاى ته رسېده، نه به وروستۍ خونړۍ پېښي رامنځته كېدې، نه به جگړي دوام كاوو او نه به د صليبي ځواكونو راتلو ته لار آوارېده.!! دا په داسي حال كي چي حزب اسلامي د شمالي ائتلاف په ضد د طالبانو د جگړي په دوران كي نه يوازي له طالبانو سره د جگړي لار غوره نه كړه؛ بلكي خپلو مجاهدينو ته ئې وويل چي د دوى مرسته وكړي، د امريكايانو د يرغل په مهال حزب اسلامي د جهاد اعلان وكړ، له ټول ملت نه ئې وغوښتل چي جهاد ته ملا وتړي، طالبانو ته ئې وويل چي راشئ د دښمن په ضد گډه متحده جبهه پرانېزو، خو متأسفانه د دوى مشرانو په داسي حال كي له دې وړانديز سره توافق ونه كړ چي د دوى د كابل شورى او په شمال كي د دوى د قومندانانو شورى د آراوو په اتفاق سره دا غوښتنه كړې وه او د متحدي جبهې په اړه ئې د حزب اسلامي له طرحي سره موافقه ښودلې وه!!

    · موږ نن هم ټولو هغو خواوو ته چي د هېواد خپلواكي او آزادي غواړي وايو چي راشئ د دښمن په ضد گډ دريځ غوره كړو، په گډه مقاومت ته دوام وركړو او متحده اسلامي جبهه جوړه كړو، داسي چي هم مو د دښمن په ضد موقف يو وي، هم د بحران د حل په اړه زموږ طرحه او هم د افغانستان د راتلونكي نظام په ارتباط زموږ نظر يو وي، ملت ته اطمئنان وركړو چي د بهرنيو ځواكونو له ايستلو وروسته به ستاسي د خوښي اسلامي حكومت قائمېږي، قدرت به هغه چا ته سپارل كېږي چي ملت پرې اعتماد كوي، اسلام ته متعهد وي، له خدايه وېرېږي، پر ملت ترحم او زړه سوى لري او د پرديو د وسلو او پيسو په زور پر ولس د حكومت كولو هڅه نه كوي.

    · دا د ملت او د ملت په درد د ټولو دردمندو افغانانو ديني وجيبه ده چي د صالح او مؤمنو مجاهدينو ملگرتيا وكړي، ناپاك، بدديانته، وطن پلورونكي، جنايتكاران او ملي خائنين تجريد كړي، له دوى نه د الله تعالى په وړاندي خپل قطعي او دائمي برائت اعلان كړي، هغه څوك په كلكه ورټي او خپل ټول تعلقات ورسره وشلوي چي د دغه لاس پوڅي حكومت ملگرتيا كوي، هغه كړۍ د خداى، دين، وطن او ملت دښمنان وگڼي چي د پرديو په خدمت كي دي، پرون د روسانو په خدمت كي او نن د امريكايانو تر قومندې لاندي له خپل ولس سره جنگېږي، افغانان بايد د هغه چا له ملگرتيا ډډه وكړي چي د مجاهدينو د يووالي او وحدت مخالفت كوي، او اقتدار ته د رسېدو لپاره حتى له مسلمان سره هم له جگړي ډډه نه كوي،

    · ملت بايد په دې پوه شي چي كه پر الله تعالى توكل وكړي، د جهاد لپاره ملا وتړي او د يوه واقعي اسلامي حكومت د جوړولو لپاره پاڅي؛ نو قدير خداى به دغو سپېڅلو موخو ته د رسېدو توفيق وركوي، امريكا به د شوروي په برخليك اخته كېږي، هېواد به ئې آزادېږي او د دوى د خوښي اسلامي حكومت به جوړېږي، نه بهرني ځواكونه د دوى د مقاومت په وړاندي تر اوږدې مودې تم كېدى شي او نه د دوى ذليل مزدوران او هغه كړۍ چي د پرديو د وسلو او پيسو په زور او له ولس سره د جگړي له لاري غواړي پر افغانستان حكومت وكړي.

    · د اسلام د لاري مخلصو مجاهدينو ته په كار ده چي خپله ټوله توجه اصلي دښمن ته واړوي، په چريكي جنگونو، كمينونو، د دښمن گزمو او كاروانونو ته په بمونو اېښودلو تركيز وكړي، نه په نورو جبهو كي ځان مصروف كړي او نه په نورو كارونو كي خپل امكانات ضايع كړي، بايد مطمئن وي چي په همدې سره كولى شي دښمن له پښو وغورځوي او له ماتې سره ئې مخامخ كړي. دوى بايد له هغو كسانو نه د خداى او ولس په وړاندي په مكرره توگه او په واضح الفاظو خپل برائت اعلان كړي چي بې گناه خلك وژني، په جوماتونو كي انفجارات كوي، مدرسې او مكتبونه ورانوي، ملايان او معلمين وژني او د پيسو لپاره خلك او د دوى زامن تښتوي، ملت بايد پوه شي چي دا كار مجاهدين نه بلكي دښمن، د دوى افغاني مزدوران، جنايتكاران، غله او مفسدين كوي، په دې موخه چي مجاهدين بدنام كړي.

    · إن شاء الله د بري ورځ نږدې ده، الله تعالى به زموږ د شهيدانو، غازيانو، مجاهدينو، مهاجرينو، كونډو، يتيمانو، مجروحينو او ربړول شوو بنديانو آرمانونه ترسره كوي، مقاومت به بري ته رسي، او په آزاد او خپلواك افغانستان كي به د مجاهدينو په لاس اسلامي حكومت قائمېږي، د هغي ورځي د رارسېدو په هيله؛

    ژوندي دي مجاهدين

    سرلوړي دي وي افغانان

    آزاد او خپلواك دي وي افغانستان

    مړه دي وي د اسلام دښمنان او د دوى ذليل لاس پوڅي

    ( حكمتيار)

    افغانستان

    عيدالفطر 1429هـ ق

  37. ټولو افغانانو په ځانګړې توګه پښتنو ته د نيکمرغه کوچني اختر مبارکي وايم .

  38. KAMKAI AKHTAR DE TOOLO AFGHANANO MUBARAK SHA!

  39. زه هم د ستاسو له دعاسره آمین ثمه آمین وایم او له پاک الله څخه په ټوله پښتونخوا کشی صلح او امنیت غواړم الله دټول پښتانه یولاس اویو موټی کړی او د ټولو خارجیانو لپاره ئی تندر کړی ترڅوچه نور زموګ پاکی خاوری ته بیاپه سپکه سترګه ونګوری.

  40. د کوچي اختر د رارسیدو په اړوند د مبارکی پیغام!
    د کوچني اختر د رارسیدو په مناستب ټولو لر او بر افغانانو ته،چی د نړۍ په هره برخه کی د مرګ له پاره شپې سبا کوي، د مبارکی مراتب وړاندي کوم.او همداسې ورته له رنګنیو ډک ژوند غوارم.

    رحمن الله رسا،خوستی

  41. salam
    eid mubarak to all afghani people around the world and i hope this year bring to us peace and good time in life and stop bloooding Afghanistan.
    Thanks
    fahimullah hayat

  42. .To Afghannano ta Ahkter Mubarak

  43. سلام ،نيكې هيلې اوداخترمباركۍ دنړۍ ټولومسلمانانووروڼوخويندوپه تېره افغانانوته وړاندې كړم .
    خداى دې وكړي چې نورافغانان لدې اور ورينوحالاتوڅخه په خلاص اوپه امن كې ژوندوكړي .
    shams_khostai@yahoo.com

  44. Fisrt of all salam and Eid Mubarak to all Larawbar staff and reporters around the world then EID MUBARAK to all Afghan and pashtoons and muslims people around the world and i wish the LARAWBAR have a very nice year because they way larawbar publish the news it is best.ALLAH BLESS YOU.
    Many Thanks
    Fahimullah Hayat

  45. دبښونکی او مهربان څښتن په نامه

    د المان دمونشن په ښار کی دکوچنی اختر دلمانځه دادا کولو خبرتیا

    د مونشن په ښارکی اسلامي او کلتوری نوئ مرکز ټولو خویندو ،وروڼو ،ګرانو ماشومانو او دنړۍ ټولو مسلمانانو ته دکوچینی نیکمرغه اختر رارسیدل مبارکی وایی او له پاک الله څخه ټولو مسلمانانوته خوشحاله او نیکمرغه اختر غواړی

    دمونشن / بایرن ایالت او ګاونډوسیمو افغانانو ته په ډېر درناوي سره خبر ورکول کېږي چي ، داختر لمونځ داختر په لمړۍ ورځ دسهار په نهو ۹ بجودمحترم صدیق الله فدایی په امامت سره پّه لاندی پته کی اداء کیږ ی

    پتـــــــــــــــــــــــــــــه : مونشن ښار سوهیلی برخه د دریم اوبان تم ځای ماختل فینګر

    Machtlfinger – Straße .10,
    81247 München, ( Haltestelle U-3 )

    دزیاتو معلوماتو لپاره په لاندي شمیرو اړیکې نیولای شئ:
    ۰۱۵۱۵۰۴۱۳۵۹۴
    ۰۱۷۳۵۷۸۵۴۷۶

    دوشنبه د ١٣٨٧ لمريز کال د تلې ٨،د سیپټیمبر د۲۰۰۸ کال ۲۹ نیټه

    نیازئ

  46. د نړۍ ټولو مسلمانانو ته ، ټولو افغانانو ته ټول پښتنو ته او ټول کړيدلي اولس ته د زړه له کومي د اختر مبارکي او د دايمي سولي غوښونکى يم
    ګوچنيوالي د ژوند تر ټولو په زړه پوري موده ده او د کوچنيوالي اخترونو يوازي خوښۍ را مهار کړي وي
    لوى څښتن دي وکړي چي نيک مرغه کوچنۍ اختر مو زما د کوچني والي د اخترونو په څير سي

    په اختريزه مينه
    احمد شاه پاڅون

  47. نيكمرغه كوجني اختر دي .. د نري تولو مسلمانانو او بيا تولو افغانانو ورونو او خويندو ته مبارك و ي الله تعالى دي د تولو روزي عبادت اواطاعت قبول كري.. او ددي عبادتنو او نيكمرغه اختر به بركت دي نور د افغانستان دا مظلوم او كريدلي ولس له دي سختيو او بدبختيو خلاص كري او د يوي سبخلي صلحي به نيعمت دي ونازوي

  48. ټولو مؤمنو هيوادوالو ته سلام او اختر مبارکي وايم
    په مينه

  49. ګرانو، زړه ته راتيرو لوستونکو او په دين ا و هيواد مينو وطنوالو،
    سلامونه او نيکې هيلې مې ومنۍ !
    دټولو څخه مخکي الله تعالي دي وکړي چي روغ اوجوړ وۍ او اختر مو ښه تير شوي وي او پاتي ورځي هم لاپسي خي تيري شې .
    محترمو ! همداتاسي باغيوره او باهمته افغان ، مؤمن او پرهنګ پاله ليکوالان ياست چې د هيواد دښمنانو ته مو سنګرونه کلک نيولي او د هر ظلم او تعدا جواب يې په زغرده سره وايي او شوم پلانونه يې رسوا کوۍ .
    په همدې چوپړ کې يوه پاڼه په ليکه شوې ده چې له تاسې نه يې د نشر او له هغې سره د هرراز مرستې هيله کيږي ! په خورا مننه !
    پاڼه په لاندې ادرس وګورۍ
    http://www.toorabora.com

  50. زه عبدالمتين كرانوهيوادوالوته سلامونه اوداخترمباركي وايم

  51. دلراوبر افغان د خپرېدونکـــــی وېب ساېټ درنو اومحترمو کارکوونکو
    سلامونه او ګلونه . دکوچنـــې اختر مبارکې درته واېم . سرلوړې او پېاوړې اوســــــــــې . واېې (دانســـان مېنه دې ژونــــــــــــــــــــــد او ابادې ده )
    (د وحشـــې حېوان دې مرګ او بربـــــــــادې ده )
    (چې مذهب دې اســتعمار دمار خــــــــــادم شــــې )
    (دوطن په بر خـــه څــــــه سخــته تــــــــــــادې ده )
    تل دې وې سوله چې دې ټولوانســـانانو غوښتــــــنه ده .درود اوسلام دې وې دلر او بر پر شــــهېد انو
    په امـــــــان دې وې لر او بر له پټو بلاؤ. علې خېل له غمجنې پکتېا نه