کور / تازه خبرونه / طالبان وایی چی مسود نه دﺉ مړ سوی

طالبان وایی چی مسود نه دﺉ مړ سوی

رویټر او بی بی سی خبر ورکوی چی « تحریک طالبان پاکستان » د خپل مشر بیت الله مسود د مړینی آوازې رد کړې . په سه شنبه د پاکستان جیو ټلویژیون د هغه د مړینی خبر خپور کړی و چی بیا نورو خپرونو هم ترې کاپی کړی و . په خبر کی راغلي وو چی مسود د پښتورګو د ناروغۍ له امله مړ سوی دﺉ . خو د سوات څخه د طالبانو ویندوی مسلم خان وویل چی « ما همدا اوس د بیت الله مسود د نژدې همکار سره خبري وکړې ، چی هغه هیڅ داسی کوم څه ونه ویل . دا ښایی د حکومت پروپاګنډ وی . » دوهم ویندوی مولوی عمر وویل چی « زموږ مشر روغ او ښه دﺉ . هیڅ کومه جدی ناروغي نسته . » د مسود نژدې همکار ابراهیم بُرقی وویل چی مسود څه موده مخکی مریض و خو اوس ښه دﺉ . « تحریک طالبان پاکستان » په ۲۰۰۷ کی جوړ سو او په صرف یو کال کی یې د مسود په مشرۍ امریکایی او پاکستانی پوځونوته ستر سرخوږی ایجاد کړ او هم یې په افغانستان کی ناټو د سخت چلنج سره مخامخ کړې ده .