کور / تازه خبرونه / امریکایی بې پیلوټه طیارې ۶ کسه ووژل

امریکایی بې پیلوټه طیارې ۶ کسه ووژل

اسوشیټډ پریس د اسلام آباد څخه خبر ورکوی چی امریکایی بې پیلوټه الوتکی پرون د شمالی وزیرستان په میر علی کی لږ تر لږه شپږ کسان ووژل . دوو استخباراتی افسرانو وویل چی دا د یو محلی طالب قوماندان کور و خو دا معلومه نه ده چی وژل سوي کسان طالبان وو که ملکی کسان . د یو بل خبر له مخی د بیت الله مسود ډاکتر عیسی خان اسوشیټډ پریس ته وویل چی « ما همدا نن سهار پر نهو بجو په تلیفون کی د هغه سره خبري وکړې او هغه د خپلي مړینی د آوازو په باره کی حیرانتیا وښودله . » ډاکتر عیسی خان زیاته کړه چی مسود د پښتورګو ناروغي لری مګر نور جزیًات یې ور نه کړل .