کور / تازه خبرونه / امریکایی جنرال : افغانستان ته نور ۱۰ زره پوځیان غواړو

امریکایی جنرال : افغانستان ته نور ۱۰ زره پوځیان غواړو

اسوشیټیډ پریس خبر ورکوی چی په افغانستان کی د امریکایی ځواکونولوی قوماندان جنرال ډیویډ مک کایرمېن ( چی په عین حال کی هلته د ناټو عمومی قوماندان هم دﺉ ) وویل چی موږ د افغانستان لپاره څومره ژر چی ممکنه وی لږترلږه لس زره نور پوځیان او نوره مرسته غواړو . ده وویل چی د افغانستان د ثبات لپاره او هم د افغان حکومت د استحکام ، د اقتصادی ودي ، او د هغه د اردو او پولیس د جوړښت په خاطر دغو پوځیانو ته اړتیا لرو . ده ادعا وکړه چی د پاکستان څخه ګڼ شمېر جنګیالي را اوړي چی په هغو کی چچنیاوال ، ازبکان ، سعودیان او اروپایان هم شامل دي ، نو ځکه موږ د افغانستان په جنوب او ختیځ کی د خپلو عملیاتو لپاره ۱۰ زرو نورو پوځیانو ته بېړنۍ اړتیا لرو . ده زیاته کړه چی « موږ په یو سخت جنګ کی قرار لرو … او مخکی له دې چی هغه نور هم خراب سی باید سم یې کړو . » څېړونکي وایی چی امریکا په افغانستان کی د خپلو شدیدو پوځی عملیاتو سره سره د کلک مقاومت سره مخامخ ده .