کور / سياسي / د افغانستان لپاره نوې ستراتيژي

د افغانستان لپاره نوې ستراتيژي

 


د نيويارک ټايمز اخبار د سپټمبر د مياشتي پر  ٣٠  ليکي: د متحده ايالاتو ستر قومندان، جنرال ډېوېډ پيتريس، په يوې مرکې کي ويلي دي چي د افغانستان شرايط او وضع ښايي نوره هم پسي خرابه سي. هغه ويلي دي: هر څوک اندېښمن دى، او بايد هم و اوسي. بل واقعيت دا دى چي په افغانستان کي له سيمو څخه به د طالبانو پاکول ډېرگران وي. هغه دغه راز د پاکستان په باب هم اندېښنه وښوده او وې ويل: په دواړو ملکونو کي د پخوا په پرتله وضع خرابه ده. 


ورځپاڼه ليکي: په عراق کي، د جنرال پيتريس نظامي ستراتيژۍ څه مثبت بدلون را وست.  جنرال پتيريس سوال مطرح کوي او وايي: له عراق څخه افغانستان ته کوم د عبرت درسونه انتقالېدلاى سي؟  زه فکر کوم چي هر جنگ خپل خاص شرايط لري. بايد هر حالت پخپل ذات کي مطالعه سي.  هغه زياته کړه: په عراق کي د ياغيانو پر خلاف عمليات د حالاتو په ښه کولو کي ډېره لږه ونډه لرله. په عراق کي د وضع د بهتره کېدو نور دلايل د عراق د ويښي شورا هلي ځلي، د نويو کارونو ټرېنگ او خلقول، د ملي روغي جوړي پروسه، دپلوماسي، او د گاونډو ملکونو سره اړيکي ټينگول دي. 


ښاغلي پتيريس وويل: د افغانستان لپاره د بين المللي قوې زياتول،د ځايي قوې فعالول، د ځايي اقوامو سره  سياسي اړيکي ټينگول، د ځينو مخالفانو سره روغه جوړه کول، او د گاونډي هېوادونو او په تېره بيا د سعودي عربستان نقش د طالبانو په راجلبولو کي ضروري گامونه دي.  هغه دغه راز د نړيوالي ټولني او افغاني حکومت تر مينځ پر نژدې همکارۍ باندي ټينگار وکى. 


هغه وويل: همدا اوس، د عراق ځيني برياليتبونه په افغانستان کي عملي کېږي. په تېره بيا، د ويښي شورا لاره چي غواړي پخواني ياغيان پدې قانع کړي چي وسله په مځکه کښېږدي او سوله غوره کړي. ” په يوه برخه کي چي د افغانستان او عراق په مينځ کي ډېر شباهت سته هغه ملي روغه جوړه ده.  تاسو نه سئ کولاى چي په جنگ او وژولو برى تر لاسه کړى.  همدا، خبره په عراق کي څرگنده سوه، او همدا خبره په افغانستان کي هم صدق کوي.” 


دپلوماتان وايي په افغانستان کي د حامد کرزي هلي ځلي چي غواړي طالبان را جلب کي کاملا ناکامه سوي دي. که څه هم، ځيني طالبان او ياغيان د حکومت سره يوځاى سوي دي، خو د بغاوت او ښورښ لمن لا پراخه سوې ده. حکومت لا کمزورى او بې اعتباره سوى دى. امينت او اقتصاد لا خراب سوى دى. 
 


همدا راز، د نيويارک ټايمز اخبار د سپټمبر پر ٣٠ ليکي:  جمهورريس حامد کرزى وايي څو ځله يې د سعودي عربستان څخه غوښتي چي طالبان دې ته وهځوي چي د حکومت سره د سولي خبرو ته کښېني.  مگر هغه زياته کړه چي تر اوسه پوري سعودي عربستان پدې ارتباط څه ندي کړي.  ښاغلى کرزي وويل افغاني استازي په پاکستان او عربستان کي د حکومتونو سره ږغېږېدلي، خو تر اوسه پوري يې کمه نتيجه نده ورکړې. 


بلخوا، د طالبانو مشر ملا عمر د دوشنبې په ورځ  د خارجي قواوو پر خلاف يو ځل بيا د جهاد اعلان وکئ.  هغه وويل اټکل کوي چي امريکا به د شورويانو غوندي مات سي. 


ښاغلي کرزي وويل: دا دوه کاله کېږي چي زه د سعودي عربستان پاچا ته پيغامونه او ليکونه استوم، او له هغه څخه د اسلامي مشر په توگه  غواړم چي زموږ د امنيت په باب څه وکړي.  مگر زما د پيغامونو او استازو سره سره بيا هم هيځ بدلون ندى راغى. 


د ښاغلي کرزي د سولي او د طالبانو سره د اړيکو د نيولو خبري په داسي وخت کېږي چي افغاني سياسي مشران له ډېره وخته راهيسي د طالبانو سره په مرکو لگيا دي.