کور / تازه خبرونه / برتانوﺉ سفیر : افغان جګړه بایلونکې ده !

برتانوﺉ سفیر : افغان جګړه بایلونکې ده !

فرانسوۍ ورځپاڼه ( لو کنرد انشاین ) په چهارشنبه لیکی چی په کابل کی برتانوي سفیر ( شررډکاوپر کولز ) په کابل کی د فرانسې د سفیر د مرستیال ( فرانکوس فیتو ) سره د خبرو اترو پر مهال هغه ته ویلی چی په افغانستان کی د طالبانو پر ضد د لویدیځ دا جګړه بایلونکې ده او نړیوال ایًتلاف باید په ۵- ۱۰ کالو کی دلته یو « منونکی دیکتاتور » تر شا پریږدي . ده زیاته کړه چی « موږ بېله دې چی د امریکا ملاتړ وکړو بله چاره نه لرو ، لاکن باید ورته ووایو چی غواړو د یوې بایلونکي تګلاري برخه نه بلکی د ګټونکي تګلاری برخه اوسو . » پاریس ته د دې لېږلي پیغام له مخی د انګلستان سفیر وویل چی په افغانستان کی « امنیتی وضع خرابه او پسی خرابیږی . افغان ولس پر فعلی حکومت خصوصأ د فساد په اړه خپل ټول باور د لاسه ورکړی دﺉ . پدې هېواد کی د بهرنیو پوځونو شتون د دې ستونزي یوه برخه ده ، هغه اوسنی رژیم ساتي ، او ځکه نو د یو ښه اغېزمن حکومت په رامنځته کولو کی د افغانانو وړاندی تګ د ځنډ سره مخامخ کوي . افغانستان ته به د نورو تازه دمه عسکرو راوستل د هېواد پر ثبات او راتلونکې یو انحرافی اثر وکړي او دا پیغام به ورسوي چی د هیواد کنټرول د یو اشغالګر قوت په واک کی دﺉ . دا کار به د ښورښیانو لپاره د حملو اهداف نور هم زیات کړی . » د فرانسې مرستیال سفیر هم د خپل هېواد صدراعظم او خارجه وزیر د دې موضوع څخه خبر کړل . هلته په لندن کی خارجه وزارت د غبرګون په توګه ډېر ژر څرګنده کړه چی : « د دې نظر اقتباس زموږ د نظریو صحیح نمایندګی نه کوی . » څېړونکی وایی چی لویدیځوال دا مشکلات مني خو بهر کوي یې نه .