کور / تازه خبرونه / پنتاګون د خپلو ۳ پوځیانو وژنه ومنل

پنتاګون د خپلو ۳ پوځیانو وژنه ومنل

د امریکا د دفاع وزارت نن رسمأ ومنل چی د دوی درې پوځیان د سپټمبر پر ۲۹ مه ( یعنی دوې ورځی مخکی ) د افغانستان په یخچال کی پر یو ماین باندی د هغوی د نقلیه وسیلې د ختلو له امله ووژل سول . ( لر او بر افغانستان ویب پاڼی پرون دا خبر خپور کړی و ) پنتاګون د هغوی درو واړو نومونه اعلان کړل . پدې سره په افغانستان کی د امریکایی پوځیانو د تلفاتو شمېر ۶۰۹ ته ورسېد . امریکا په افغانستان کی تقریبأ ۳۴۰۰۰ پوځیان لری .