کور / سياسي / پاکستان:د امريکاوروستي بريدونه،شنني،ارزوني اوغبرګونونه

پاکستان:د امريکاوروستي بريدونه،شنني،ارزوني اوغبرګونونه

پر پاكستان د امريكايي ځواكونو وروستي بريدونه، شننې، ارزونې او غبرګونونه


له څو اوونيو راهيسې د پاكستان د قبايلي سيمو پر بېلابېلو  برخو د امريكا د پوځي ځواكونو څو ډوله ييزه راكټي، هوايي او ځمكني بريدونه، روان دي.


د پاكستان پر خاوره په ځانګړې توګه قبايلي سيمو باندې د امريكا د پوځونو دا ډول بريدونه څه نوې خبره نه ده، امريكايانو له دوو درې كلونو راهيسې پر قبايلو سيمو غلچكي ته ورته بريدونه پيل كړي، چې په ترڅ كې يې د القاعده جنګياليو په ګډون، ګڼ شمېر ملكي وګړي هم وژل شوي، خو  وروستي بريدونه له دې امله، چې پراخه او په عين حال كې پرلپسې دي، ډېر د ارزښت وړ بلل كېږي. بل خوا، له دې څخه مخكې د پاكستاني پر خاوره باندې د امريكايي ځواكونو بريدونه يوازې، په راكټي ډول ترسره كېدل، خو اوسني بريدونه، د راكټي بريدونو تر څنګ، د پوځي الوتكو  او چورلكو په وسيله هوايي بمبارۍ او همدارنګه كوماندويي حملې، چې د پاكستان هوايي او ځمكنى حريم هم ماتوي، په څنګ كې نيسي.


په هر صورت، په افغانستان كې مېشتو امريكايي ځواكونو ددې وروستيو بريدونو په ترڅ كې، د شمالي او سويلي وزيرستان په ګډون په قبايلي سيمو كې څو بېلابېلې موخې په نښه كړې دي، چې په لړ كې يې د څو تنو محدودو جنګياليو برسېره، ګڼ شمېر غيرپوځي كسان هم وژل شوي دي. ويل كېږي، په قبايلي سيمو باندې نوي بريدونه، د هغو نويو ستراتېژيو يوه برخه ده، چې په دې وروستيو كې د امريكايي چارواكو له خوا له تروريزم سره په جګړه كې اعلان او په كار اچول كېږي.


د پاكستان د سويلي وزيرستان انګوراډې سيمې ته د امريكايي پوځونو وردننه كېدل او د ۲۰ په شاوخوا كسان يې وژل، همدارنګه د بې پېلوټه پوځي الوتكو او چورلكو په وسيله څو نور بريدونه او په دې وروستيو كې سيمې ته د امريكايي ځواكونو پلي پوځ د ورننوتو هڅې، د نړۍ په ځانګړې توګه په سياسي غونډو او كړيو كې د زياتو او تودو بحثونو لامل ګرځېدلي.


د روان كال د اګست له ۱۳ مې راهيسې د پاكستان پر خاوره باندې د امريكايي ځواكونو له خوا تر شلو زيات هوايي او راكټي بريدونه ترسره شوي، همدارنګه په سيمه كې د څو پراشوټي او كومانډويي عملياتو رپوټ هم وركړل شوى. د پاكستان پر خاوره د امريكايي پوځونو د وروستيو عملياتو له امله، ډېرى پاكستانيانو له امريكا سره د خپل هېواد ملګرتيا تر نېوكې لاندې راوستې او دا يې په پاكستان كې د تاوتريخوالو او ناامنيو په زياتېدو كې يو مهم او اغېزمن لامل ګڼلى، دا په داسې حال كې ده، چې امريكايي چارواكي بيا له دې وېره لري، چې ګواكي اسلام اباد په پټه توګه له القاعده او نورو اسلامپالو جنګياليو سره مرسته كوي.


بې باورۍ او د استراتېژۍ بدلون:


ويل كېږي همدا اوس په سيمه كې له القاعده او طالب جنګياليو سره د جګړې په ډګر كې، د امريكايانو ستراتيژۍ ژور بدلون موندلى، چې د دې بدلون په لړ كې، لومړى په پاكستان كې وروستي سياسي بدلونونه رامنځ ته او په ترڅ كې يې ولسمشر مشرف څنګ ته او پرځاى يې زرداري راډګر ته شو او په دويم ګام كې پر قبايلي سيمو د امريكايي پوځ په ښكاره او بربنډه توګه بريدونه پيل شول، چې لړۍ يې لا تراوسه هم روانه ده. امريكايان په تېرو څو كلونو كې په سيمه كې د امريكايي جګړې د لا غوړېدا په خاطر، له پاكستاني دولت سره زياتې پوځي او مالي مرستې كولې، خو د پاكستان  پوځي حاكمانو نه يوازې دا مرستې پر ځاى و نه لګولې، بلكې په بې ساري كچه درغلۍ يې هم پكې وكړې. د روان كال د جنوري په مياشت كې يوې امريكايي ورځپاڼې (( نيويارك ټايمز)) په دې اړه يو رپوټ هم خپور كړ، چې په كې ويل شوي و، د دې جګړې لپاره له پاكستان سره د امريكا له خوا په شويو مرستو كې، د پوځيانو د پراخې درغلۍ له امله، يوازې ۲۵ سلنې يې پرځاى لګول شوې او پاتې نور يې د جنرالانو او پوځيانو د شخصي ژوند او بانكي حسابونو پر رغولو لګول شوي دي. د نيويارك ټايمز په حواله، له ۲۰۰۱ كال څخه را وروسته، امريكايانو د څه له پاسه ۱۰ ميليارډه ډالرو په اندازه، له پاكستان سره مالي مرسته كړې،خو د دې ټولو مرستو په بدل كې، پاكستان دوه ګونې لوبې په لاره اچولې وي، هغوى د طالبانو په ژوندي ساتلو سره، هڅې كولې، چې د لويديځ له دې بې ساري تسليحاتي او مالي مرستو څخه هم برخمن شي او له بلې خوا كله ناكله، پر قبايلي سيمو هم عمليات په لاره واچوي، ترڅو امريكايان له ځانه خوښ وساتي. په واقعيت كې له طالبانو سره د پاكستان پېچلې اړېكې، يوه ستراتېژيكه لوبه ده.


بل پلو، لكه څرنګه چې د تېرو څو كلونو په لړ كې په څرګنده توګه ثابته شوه، د پاكستان تګلارې په ځانګړې توګه د خپلو سيالانو ( هند او افغانستان ) په وړاندې د نوموړي هېواد د څارګرې ادارې او پوځي كړيو په لاس كې دي، نو له همدې امله يې چارواكو تل د دې دوو هېوادونو په وړاندې له دوه مخې سياست څخه كار اخيستى. پر دې بنسټ، له ترورېزم سره په جګړه كې هم د پاكستاني واكدارانو كړنې او هڅې رښتينې نه بلكې دوه مخي وو، له يوې خوا يې، له ترورېزم ضد ټلوالې او افغان دولت سره سر ښوراه او په دې لاره كې يې ځان د هغوى كلك ملګرى باله، بل خوا يې، بيا په خپله خاوره كې القاعده او طالب جنګياليو ته د پټنځايونو او روزنځايونو په برابرولو سره، له افغانستان سره خپله دښمني مخته وړله او په دې هېواد كې يې تاوتريخوالو او ناامنيو ته لمن وهله. په دې توګه امريكايي دولت خپل ډاډ او اعتماد د پاكستان په وړاندې له لاسه وركړ او بالاخره دې ته اړ شو، چې له ترورېزم سره په جګړه كې په خپله روانه ستراتيژۍ له سره غور او دا ځلې پاكستان تر دباو لاندې راولي. اوسمهال امريكايان هڅه كوي، چې په سيمه كې خپلو موخو ته د رسېدو په لپاره په نېغ ډول، د افغانستان له پولو واوړي او د پاكستان پر خاورې د بريد تابيا ونيسي. د اتريشي (( اشتاندارد)) ورځپاڼې د رپوټ پر بنسټ، په پاكستان كې د امريكا د ستراتېژيو او تګلارو بدلون له هغو لانجمنو موضوعاتو څخه وو، چې د روان كال له جولاى نه را وروسته په واشنګټن كې تر كار لاندې و. د دې ورځپاڼې په وينا، پر امريكايي پوځ باندې د CIA د پرله پسې فشارونو له كبله، بالاخره سپينه ماڼۍ دې ته چمتو شوه، چې خپلو ځواكونو ته د پاكستان د واكمنو له هوكړې پرته د دې هېواد پر خاورې د پوځي عملياتو امر وركړي.


د سياسي چارو د كارپوهانو په باور، د پخواني ولسمشر ((مشرف)) د واكمنۍ وروستۍ ورځې او شپې هم، د دې نوې لوبې په چارچاپېره كې ګڼل كېږي، خو دغې لوبې وروسته، پر نويو واكدارانو د واك لومړۍ شېبې ترخې كړې. په هر صورت د امريكا نوې ستراتيژۍ د پاكستان له نوي حكومت سره، چې اصف علي زرداري يې په سر كې راځي، هېڅ راز مرستې و نه كړې، بلكې هېواد يې نور هم ورته د كشالو او لانجو پر ډګر وربدل كړى. همدا اوس پر پاكستان د امريكايي ځواكونو د څو پرله پسې بريدونو را وروسته، نژدې ده چې د خلكو د كركو او غوسې څپې، د (( صدر )) ماڼۍ د خس او خاشاكو په څېر له ځانه سره راواخلي.


دا په داسې حال كې ده، چې پاكستان هم د جولاى له مياشتې څخه وروسته، د القاعده او طالب جنګياليو په وړاندې خپل پوځي خوځښتونه پراخه او پر اسلامپالو خپلې حملې توندې كړې دي، د همدې مياشتې راهيسې د قبايلي سيمو په بېلابېلو برخو كې د پاكستاني پوځ او طالب جنګياليو تر منځ په نښتو كې، په سلګونو تنه عام وګړي خپل ژوند له لاسه وركوي.


شنونكي په دې باور دي، چې د نوې ستراتيژۍ د پلي كېدو په موخه، امريكا اړ ده، چې سيمې ته نور سرتېري هم واستوي، دا په داسې حال كې ده، چې په عراق كې د امريكايي پوځونو عمومي قوماندان ((ډېوېډ پټرايوس)) په دې هېواد كې د امريكايي سرتېرو په شمېر كې له هر راز لږوالى سره مخالف دى، خو دلته د امريكا نوې تګلارې دا ښيي، چې دغه هېواد بايد وكولاى شي، چې له افغانستان پرته، په پاكستان كې د پوځونو احتمالي اړتيا ته هم ځواب ووايي.


چارواكي په هر څه خبر وو:


بله مهمه پوښتنه چې په دې اړه د سړي په ذهن كې راوړلاېږي، هغه دا ده، چې آيا په رښتيا سره د دې حملې په تړاو، پاكستاني چارواكي لكه څرنګه چې يې اوس ځانونه ناګاره اچولي، بې خبره وو او كه يې د واك او ځواك د دې نوې شطرنج ډوله لوبې په ډګر كې هر څه له لاسه وركړي او اوس د دې نوې سودا په لړ كې، چې د خپلو خلكو په وړاندې د بل خيانت او غدارۍ لامل ګرځېدلې، د څه ويلو جرئت نه لري. سياسي كارپوهان په دې اند دي، چې پاكستاني حاكمان مخكې له مخكې په هر څه خبر وو او دغه بريدونه او عمليات د ډيورند كرښې نه اخوا د قبايلي سيمو په محدوده كې د پاكستان د پوځي او حكومتي چارواكو په خبرتيا سره ترسره كېږي. له لندن څخه خپرېدونكې (( سندي تلګراف )) ورځپاڼه، په خپله يوه وروستۍ ګڼه كې ليكي، دغه بريدونه تر پردې شا د دوو اړخيزو تړونونو او درې اړخيزو تفاهماتو په پايله كې صورت موندلى؛ ورځپاڼه څرګندوي، چې دغه تړونونه په (( صدر)) او (( سپېنې )) ماڼيو كې د مېشتو چارواكو ترمنځ ترسره شوي او همدارنګه په دې اړه كابل، اسلام اباد او په افغانستان كې د مېشتو ايتلافي ځواكونو پوځي چارواكو په خپلو منځو كې يو ډول جوړجاړي ته رسېدلي. ورځپاڼه په تېره مياشت كې كابل ته د پاكستان د لوى درستيز  اشفاق كياني ناڅاپي سفر د همدې لوبې د جوړولو بنسټيزه كړۍ بولي.


بل خوا، ((واشنګټن ټايمز)) امريكايي ورځپاڼې هم وړمه ورځ په دې هكله يوه مقاله خپره كړې؛ په مقاله كې راغلي، کله چې د پاکستان نوي ټاكل شوي حکومت يو ناڅاپه په افغانستان کې پر ناټو اکمالاتي لاره بنده کړه، له واشنګټنه رانيولې تر اوټاوا، لندن او هاګه پورې د حکومتونو په دفترونوکې د خطر زنګونه وکړنګول شول.


 تېره اوونۍ د پاکستان حکومت په خپله خاوره کې د نړيوالو ځواکونو د بريدونو په اعتراض کې، افغانستان ته د تېلو د لېږد لپاره خپله ټرانزيټي لار په تورخم کې بنده کړه، خو دوې ورځې وروسته يې بېرته ورته پرانيستله.


 د واشنګټن ټايمز ورځپاڼې د مقالې ليكونكي په باور، ستونزه دا ده، چې د پاکستان نوى ولسمشر اصف علي زرداري پخوا د امريکا حکومت ته په پټه ويلي وو، چې که دى ولسمشر شو، نو اجازه به ورکړي، چې امريکايي ځواکونه د پاکستان په خاوره کې عمليات وکړي، خو اوس زرداري هغومره واک لري، څومره چې پخواني ولسمشر پروېز مشرف درلود.


 له بلې خوا، بايد ووايو، چې په تېر ( اګست) مياشت كې د امريكا د ځواكونو د نامتو قوماندانانو په ګډون د دې هېواد يو لوړ پوړى پلاوى، اسلام اباد ته څو پرله پسې پټ او ښكاره سفرونه درلودل؛ دغه پلاوي په اسلام اباد كې د پاكستان د لوى درستيز جنرال كياني په ګډون د دې هېواد د پوځ له لوړ پوړو قوماندانانو سره څو ناستې هم درلودې. هغه مهال پاكستاني رسنيو په دې اړه كوم خبر نه وو خپور كړى، خو كله چې وروسته (( واشنګټن پوست )) امريكايي ورځپاڼه له هغې پټې ناستې او جوړجاړيو څخه پرده پورته كړه، چې د هند په سمندر كې مېشت لويې امريكايي جنګي بېړۍ (( ابراهام لينكلن ) پر مخ، د امريكا د پوځ لوى درستيز (( مايك مولن)) او د پاكستان د پوځ قوماندان (( اشفاق كياني )) ترمنځ صورت موندلى و، پاكستاني ورځپاڼې دا خبره را ډګر ته كړه، چې پر پاكستاني پوځ د امريكا دباوونه ډېر شوي. پاكستاني (( جنګ )) نومې ورځپاڼه د اګسټ په ۲۹ مه نېټه وليكل، چې امريكايي پوځي قوماندانانو او جنرالانو له پاكستاني پوځي مشرانو سره، په خپلو وروستيو ليده كاته كې پر دې ټېنګار درلود، چې پاكستاني پوځ دې په قبايلي سيمو كې د القاعدې او قبايلي جنګياليو په وړاندې خپل بريدونه كوټلي او لا پسې توند كړي؛ بل لوري ته بلې پاكستاني ورځپاڼې (( ډان )) په خپل يو نوي رپوټ كې څرګنده كړه، په دې غونډو كې له پاكستاني لوري څخه دا غوښتنه هم شوې وه، چې په افغانستان كې مېشت ناټو او ايتلافي ځواكونو ته دې د اړتيا په صورت اجازه وركړل شي، ترڅو د پاكستان خاورې په دننه كې د اسلامپالو پر ضد پوځي عمليات وكړي؛ ډان په خپل دې رپوټ كې زياتوي، چې پاكستاني جنرالان د امريكايانو د دې غوښتنې منلو ته نه وو حاضر، خو بالاخره د ډېرو فشارونو، دباوونو او ان ګواښونو له امله، د پاكستان د پوځ لوى درستيز (( كياني)) له خپل امريكايي سيال (( مولن)) سره د (( ابراهام لينكلن)) بېړۍ پر سر، پر دې خبره سره سلا شول.


په هر حال، د پورتني لاسوندونو پر بنسټ لكه څرنګه چې، ډېرى شنونكي او د سياسي چارو كارپوهان هم په دې باور دي، ويلاى شو، چې پاكستاني چارواكو مخكې له مخكې د دې عملياتو په اړه، معلومات درلودل او آن موافقه يې هم كړې وه، خو دا چې اوس، ځانونه پورته پورته غورزوي او امريكا ته د بريدونو د نه بندېدو په صورت كې، ګواښونه كوي، دا په واقعيت كې  پاكستاني عامه افكارو ته ځواب ويل دي. اوسمهال د دې بريدونو په وړاندې پاكستاني ولس ډېر سخت په قهر او غوسه شوى، پر دې اساس، واكداران مجبور دي، چې د خپل ولس دې ولولو او احساساتو ته د ځواب ويلو، په خاطر سينمايي اكټونه او د مېړانې خيالي انځورونه نندارې ته وړاندې كړي، هغه څه چې په اور كې تل ختيځ ولسونه لولپه كړي. 


يوه لنډه حقوقي ارزونه:


بله بنسټيزه موضوع، چې په دې هكله مطرح ده، هغه د دې بريدونو او عملياتو حقوقي ارزښت دى؛ د پاكستان پر خاورې د وروستيو راكټي او هوايي بريدونو په هكله، بېلابېلې انګېرنې شتون لري. په ټاكلي ډول، په دې اړه دوه بېلابېلې انګېرنې په ګوته كولاى شو؛ لومړۍ دا چې، دا بريدونه په حقيقت كې پاكستاني حاكميت ګواښوي او تر پوښتنې لاندې يې راولي. 


دويم داچې، پر قبايلي سيمو راكټي بريدونه، د ملګرو ملتونو د ترورېزم ضد له قوانينو سره سمون خوري او د امريكا تر قوماندې لاندې ټلوال ځواكونه حق لري، هغه سيمې چې پر ترورېزم شكمنې دي، د خپلو بريدونو موخه وګرځوي. پر دې اساس، دا ډول بريدونه، د پاكستان د ځمكني حاكميت ماتوونكي نه ګڼل كېږي.


دې ډلې څرګندوي، چې له ۲۰۰۱ كال را وروسته له ترورېزم سره د مبارزې په لړ كې كومې پرېكړې چې د ملګرو ملتونو د امنيت شورا له خوا تصويب شوې، ټول پر دې ټېنګار كوي، هغه هېوادونه، كړۍ او ډلې په مستقيم او نامستقيم ډول له ترورېزم او ترورېستانو سره مرستې كوي، بايد چې له دوى سره هم له تروريستانو سره ورته چلند وشي. همدارنګه له ۱۹۴۵ كال څخه وروسته دملګرو ملتونو اعلاميې او پرېكړه ليكونه، كوم چې د جګړې پر بنديز ټېنګار كوي، د هېوادونو په چارو كې لاسوهنې هم تر پوښتنې راولي؛ پر دې بنسټ، پاكستان تل په افغانستان كې ښكاره لاسوهنه كړې او كوي يې او همدارنګه په اصطلاح له ترورېستانو څخه په ملاتړ تورن دي. همد راز د ملګرو ملتونو د ۱۹۴۵ كال پرېكړه ليك په درېيمه ماده كې راغلي، د يو دولت په توګه د بل دولت پر وړاندې او د سختو پوځي كړنو د ترسره كولو په موخه د منظمو او نامنظمو وسله والو ډلو لېږل؛ جرم بلل كېږي بايد تر حقوقي پوښتنې لاندې راشي.


له بلې خوا، د برېټانيې د عدليې وزير جك سټرا په دې اړه څرګندوي، چې د ملګروملتونو امنيت شورا د افغانستان په چوکاټ کې د ده په وينا ترورېستانو پر ضد د عملياتو اجازه ورکوي، خو د عملياتو په ترڅ کې کېداى شي، د اړتيا له مخې کله ناکله د پاکستان خاورې ته هم د ننه شي. خو له دې ټولو سره سره، د ملګرو ملتونو په منشور، امنيت شورا پرېكره ليكونو او نورو نړيوالو ميثاقونو كې په لسګونو ان په سلګونو داسې مادې، متنونه او رسمي سندونه شته، چې د دغه ډول بريدونه قانونيت او حقوقي اړخ چې په ترڅ كې يې د ملكي خلكو ويني بهېږي او ديو هېواد حاكميت ننګول كېږي، په زغرده تر پوښتنې لاندې راولي، چې موږ له هغو نه يوازې دلته د بېلګې په توګه د يو څو مادو په راوړلو بسنه كوو:


د ملګرو ملتونو د عمومي مجمع اعلاميې:


له ۱۹۴۵ كال څخه راوروسته په زياترو اعلاميو كې پر جګړه د بنديز اصل په پام كې نېول شوى او پر دې مسئلې ډېر ټېنګار شوى دى، له هغې جملې څخه:


‪ – ۱‬د دولتونو په چارو كې د لاسوهنو د ناقانونيتوب اعلاميه ۱۹۶۵ .


‪ – ۲‬د ښو اړيكو په اړه د نړيوالو حقوقو د اصولو اعلاميه، ۱۹۷۰ .


‪ – ۳‬د تيري د تعريف قطعنامه ۱۹۷۴‬ . 
‪همدارنګه د ملګرو ملتونو د عمومي مجمع د همدې قطعنامې په لومړې ماده كې، د تيري د تعريف په اړه راغلى، تيرى ( تجاوز) د بل هر دولت د سياسي حاكميت او ځمكنۍ بشپړتيا په وړاندې د زور له كارولو څخه عبارت دى. همدا راز د دې قطعنامې په دويمه ماده كې يادونه شوې، هر هغه دولت، چې په لومړې ځل په زور زياتۍ لاس پورې كړې، تيري كوونكي بلل كېږي. د دې قطعنامې په درېيمه ماده كې، څو كړنې د تيري په حكم كې راځي؛ چې له: بريد يا حمله، د يو دولت ټوله خاوره او يا يوه برخه نېول او يا يې ضميمه كول، بمبارۍ، كلابندۍ، د يو دولت په خاوره كې  د پوځي ځواكونو كارول په داسې توګه، چې په يوه ټاكلى تړونليك كې نه وي راغلى. په دې بنسټ، د ملګرو ملتونو د منشور مقررې او د تيري ( تجاوز) د تعريف له قطعنامې سره سم  ترسره شوى عمل، د زور پر كارونې باندې ټېنګار  او تيري ( تجاوز ) بلل كېږي؛ چې د نړيوال حقوقي بنسټونو له مخې بې له شكه يو نړيوال جرم دى. 
 
 


غبرګونونه او ليدلوري:


د پاكستان پر قبايلي سيمو باندې د امريكا د پوځي الوتكو بمبارۍ او راكټي بريدونو، په دې هېواد كې خلك ډېر سخت په غوسه كړي. د پاكستان د پوځ لوى درستيز اشفاق کيانی، لومړى كس و، چې د دې بريدونو په وړاندې يې تر ټولو تند غبرګون وښود او د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره يې، په خپله خاوره باندې د امريكا بريدونه په كلكه وغندل، هغه ټېنګار وكړ، چې په هره بيه چې وي، د خپل هېواد له خپلواكۍ څخه ننګه كوي.


د پاكستان لومړي وزير يوسف علي رضا گيلاني، دا بريدونه په كلكه وغندل او د نه منلو وړ يې وبلل، هغه همداراز زياته كړه، چې امريكايان دې بايد د پاكستان ځمكنۍ بشپړتيا او خپلواكۍ ته درناوى ولري. همدا راز د پاكستان د دولت د اپوزېسيون مخالفې ډلې هم، غوښتنه كړې، چې پاكستان دې د امريكا په مشرۍ له ترهګرۍ ضد ټلوالې څخه ووزي.


د پاكستان د پارلمان استازو هم ددې بريد د دې د غندلو تر څنګ يې، له پاكستاني دولت څخه غوښتي، چې په ورته عمل لاس پورې او له خپل هېواد څخه دفاع وكړي.


د مسلم ليګ نواز پورې اړوند د پاكستان د پارلمان يو تن غړي احسان اقبال په دې اړه وويل: « په دې ورځو كې موږ بايد بهرني هېوادونه پر دې پوه كړو، چې پاكستان تر هېڅ نامه هېچاته د داسې ناوړه ګټو اخيستنو اجازه نه وركوي. او كه دا رنګه پېښې بيا هم تكرار شي، نو پاكستان هم به په كراره كښېنني.» په برېټانيا كې مېشت پاكستاني سفير واجد شمس په دې هكله څرګنده كړه، دا ډول بريدونه په لندن كې مېشت مسلمانان په ځانګړي توګه پاكستاني وګړي په غوسه كړي، چې دا لړۍ كېداى شي د دې ښار امن او ټېكاو ته زيان ورسوي.


په همدې حال، د پاكستان د پارلمان استازي، دې بريدونو ته د ځواب وركولو پر څرنګوالو د بحث په خاطر، د يوې بېړنۍ ناستې غوښتنه هم كړې. بل خوا، پر قبايلي سيمو د امريكا د وروستيو بريدونو د غندلو په موخه د پاكستان په زياترو لويو ښارونو لكه پلازمېنه اسلام اباد، كراچۍ، ملتان او  پنجاب كې پراخ لاريونونه شوي، لاريوون كوونكو په داسې حال كې، چې مرګ پر امريكا نارې يې وهلې، د امريكا بېرغ ته يې اور واچاوه.


همدارنګه، خيبر دره کې کوکي خېلو قبايلو حکومت ته خبردارى ورکړى، چې که پر قبايلي سيمو د امريکايي حملو مخه ونه نيول شوه، دوى به د خيبر درې لار بنده کړي. 


دا په داسې حال كې ده، چې امريكايي جنرال او د دې هېواد لوى درستيز ( مايك مولن) د امريكا د پارلمان په يوه فرعي كمېټه كې څرګنده كړه، چې له دې وروسته به د پاكستان د سرحدي سيمو كنټرول هم له تروريزم سره په جګړه كې د امريكا د نوې ستراتيژۍ د كار په دستور كې قرار نيسي.


نوې جګړه پيلېږي:


د كار پوهانو په نظر، اوس امريكا پر قبايلي سيمو د عملياتو د ترسره كولو په موخه خپله وروستنۍ او غوڅه پرېكړه نيولې، دا چې پاكستاني سياستوال، چارواكي او پوځيان به تر كومه بريده دا حملې وزغمي، دا د فكر وړ خبره ده؛ ځكه پاكستاني چارواكي كه څه هم د دې پېښې په وړاندې په ظاهر كې ډېر غوسه ناك ښكاري، خو تر پردې شا بيا هر څه سم دي. د دوى توند او له زغم وتلي غبرګونونه يوازې عامه ذهنيتونو ته د ځواب ويلو او د هغوى سترګو ته د خاورو دې ورشېندلو په موخه صورت نيسي. په اصل كې دا په سيمه كې د يوې نوې لوبې بله كړۍ ده، چې دوى يې فرعي لوبغاړي دي، خو په لوبې كې كله ناكله ټكرونه هم راځي، يانې كه پر پاكستاني خاورې د امريكايانو بريدونه توند او پراخه شي، نو طبعي ده، چې په هغه صورت كې به د خلكو د زغم شېبې هم نور پاى ته ورسېږي، نو په داسې يو حالت كې چارواكي هم ځانونه نه شي ټېنګولاى.


پورتنيو ټكيو ته په پام سره، اسوشېټېدپرېس خبري آژانس وړمه ورځ د پاکستان د پوځ د ويندوى اطهر عباس له خولې وليكل، چې د دغه هېواد پوځ ته امر شوى، چې که چېرې د امريکايي ځواکونو له لوري د افغانستان له خاورې په پاکستان کې بل بريد وشو، نو په ډزو به ځواب ورکړي.


هغه ټينګارکړى و، چې هېڅ راز يرغل بايد ونه زغمل شي. همدا راز د پاکستان ځينو چارواکو د امريکا د بهرنيو چارو د مرستيال وزير (ريچارد باوچر) پر هغو څرګندونو هم سخت غبرګون ښودلى، چې ويلي يې دي، د پاکستان څارګره اداره ( آى. اېس. آى) بايد تصفيه شي. باوچر په (آى ايس آى) کې د بدلون د راوستلو د غوښتنې په ترڅ کې زياته کړې وه، چې د پاکستان نوي حکومت ددې ادارې د اصلاح کولو په برخه کې هېڅ هم نه دي کړي.


له دې ټولو سره سره، هغه څه چې په دې هكله، تر ټولو نوې پرمختيا ګڼل كېږي، د يو امريكايي جنرال څرګندونې دي. په افغانستان كې د امريكايي ځواكونو يو جګپوري قوماندان (جفري شلويسر) له يوې امريكايي اونېزې سره د مركې په ترڅ كې ويلې، چې كه پاكستان له ترهګرۍ سره په مبارزه كې خپل اخلاص ونه ښيي، كېداى شي، په سيمه كې يوه نوې جګړه پيل شي. دا چې دا جګړه چېرې او څرنګه پيلېږي، ټولو ته څرګنده ده، چې ډګر يې هغه سيمې وي، چې همدا اوس كله نا كله د امريكايي ځواكونو د هوايي پوځ بمباريو او راكټي بريدونو د باروتو تر اور او لوخړو پوښل شوي دي.


ارزونې او شننې:


په پاى كې بايد ووايو، چې د پاكستان پر خاوره د امريكايي ځواكونو عمليات په داسې حال كې پيلېږي، چې د پاكستان د ولسمشر په توګه، د آصف علي زرداري له واك ته رسېدو څخه يوازې يوه اونۍ پوره كېږي. د كارپوهانو په اند، دا بريدونه، تر ټولو د مخه د زرداري مقام ته يوه ضربه ده. د سپېنې ماڼۍ نوې تګلاره د دې لامل ګرځېدلي، چې زرداري له امريكا سره د پاكستان د اړيكو او همدا راز له ترورېزم سره د جګړې د ملتيا په برخه كې، د خپل كار په لومړيو ورځو كې د مخالفو ګوندونو تر سختو دباوونو او فشارونو لاندې راشي.


د پاكستان نوى دولت اوس په يو حساس موقعيت كې قرار لري، د دې بريدونو په وړاندې د كياني غبرګون هغه مهال توند شو، چې د نيويارك ټايمز رپوټ خپور شو، په دې رپوټ كې ويل شوى و، ولسمشر بوش، امريكايي ځواكونو ته پر پاكستان باندې د پوځي عملياتونو اجازه وركړې ده.


د دغه رپوټ په اساس، بوش د روان كال په جولاى كې، په محرمانه او پټه توګه هغه سند لاسليك كړ، چې له مخې يې امريكايي ځانګړي پوځونه كولاى شي، د پاكستان له هوكړې پرته، خپل ځمكنې بريدونه په لاره واچوي، په اصل كې دغه سند، امريكا او پاكستان سره ښكر په ښكر كوي. د پاكستان نوي رهبران كېداى شي، د واشنګټن له نظره، منځ لاري او لويديځ پلوي وي، خو هغوى د خپلو خلكو د قهر او غوسې په وړاندې ان نه شي كولاى، دغه يو اړخيزه او نامتعادلې اړيكې ته هم دوام وركړي.


د پاكستان نوى ولسمشر اصف علي زرداري، له دې سره سره چې يې ويلي، له ترورېزم سره په جګړه كې د امريكا ملګرى دى، خو دا هم بايد له پامه و نه غورځوو، چې د هېواد خلكو يې په دې خاطر ده ته رايې وركړې دي، چې پياوړى او غښتلى رهبر وي، نه دا چې د پاكستان د خلكو د ګټو پر خلاف، د امريكا لاروى.


په هر صورت، كه څه هم دا بريدونه په ظاهر كې د يو شمېر پاكستاني چارواكو له توندو غبرګونونو سره مخامخ شوي دي، خو بايد ټېنګار وكړو، چې دې ډول بريدونو، پخوا هم صورت موندلى وو، او كومه نوې پېښه نه ده.


خو دا چې په اوسنيو شرايطو كې، ولې دا موضوع د سياسي محفلونو د خبرې او بحثونو پر بنسټيز محور بدل شوى، له يوې خوا د پاكستان د نوي دولت په وضعيت پورې اړوند كېږي، او له بلې خوا، د امريكا كورني بدلونونه په ځانګړې توګه د دې هېواد د راتلونكو ولسمشري ټاكنو هم پر دې لړۍ، خپله اغېزه لرلاى شي.


په بل عبارت، هم امريكايي او هم پاكستاني چارواكي، د دې موضوع له طرحې او په لاره اچولو څخه، خپلې جلا جلا ګټې او لوبې تعقيبوي.


دا هم نشو منلاى، چې د پاكستان پوځ داسې دريځ خپل كړى، چې ستراتېژي يې د امريكا د ګټو پر ضد خوځښت ولري. لږ تر لږه دا هم نشو منلاى، چې جنرال كياني هڅه كوي، د پاكستان د پوځ ستراتيژي بدله او له تروريزم سره په جګړه كې د پاكستان د پوځ پر ونډه له سره غور وكړي، خو د امريكا له وروستيو حالاتو او اوضاعو څخه د پاكستان د پوځ او چارواكو درك، ددې لامل شوى، ترڅو هغوى د امريكايانو په وړاندې يوه رواني جګړه په لاره واچوي، داسې يوه جګړه، چې د زرداري په فورمول پر سياسي ستراتيژيو سره به حل او فصل شي. 


سياسي ستراتېژۍ كه څه هم د پوځ او كياني له اعلان شوي سياست سره په ټكر كې واقع كې دي، خو بيا هم د پاكستان د ملكي دولت د پلانونو په سر كې راځي.


د ګيلاني دولت په باوري توګه، نه غواړي چې له امريكا سره ښكر په ښكر شي، هغه څه چې د اوونۍ په سر كې د عامه افكارو د غولونې په موخه ډېر ډېر ځله مطرح كېدل، يانې جګړه د جګړې په وړاندې، خو دې ته لېواله دي، كومه ونډه او رول چې يې مشرف د امريكايانو لپاره د يو لوبغاړى په توګه ادا كولي، له څو بدلونونو سره خپل كړي.


دغه رول له اسلام آباد سره د امريكا مالي او پوځي مرستې په بر كې نيسي، هغه رول چې كولاى شي، د پاكستاني چارواكو په باور، په سيمه تر يوې كچې د دې هېواد تعادل وساتي.