کور / تازه خبرونه / کريکټ :افغانستان سينگاپور ته ماتې ورکړه

کريکټ :افغانستان سينگاپور ته ماتې ورکړه

  
 
افغان لوبغاړي په کويت کې تر بري وروسته هيله من دي چې نور بري به يې په برخه کيږي
د اسيا د کريکت شورا د ١٥ کلنو لوبغاړو په سيالۍ کې افغانستان سينگاپور ته په ماتې ورکولو نيمه پايلوبو ته د رسيدو هيلې وغوړولې .
دغه سيالۍ چې د اسيا د ١٠ هيوادونو ترمنځ په نيپال کې پيل شوي دي يوازې د ١٥ کلنو يا تر هغو د کمو عمرونو لوبغاړو لپاره دي .


د دوشنبې ( د نومبر ٢٦ ) په ورځ افغانستان لومړى سينگاپور ته د منډې جوړولو بلنه ورکړه چې هغوى د نهو لوبغاړو په سوځېدو يوازې ١٦١ منډې وکړې .


په ځواب کې افغان لوبډلې د دوو لوبغاړو په سوځېدلو دغه هدف تر لاسه کړ او په پرله پسې دويمه ورځ يې برى ترلاسه کړ .


د سياليو په لومړۍ ورځ افغانستان سعودي عربستان ته په اسانۍ ماتې ورکړې وه .


په دغو سياليو کې برخه وال ١٠ هيوادونه په دوو گروپونو کې ځاى پر ځاى شوي چې افغانستان يې په بي گروپ کې دى .


له افغانستان سره سعودي عربستان ، سينگاپور ، کويت او متحد عرب امارات دي .


په اې گروپ کې کوربه هيواد نيپال ، عمان ، هانگ کانگ ، تايلنډ او ماليزيا يو بل ته مخامخ دي .


د اسيا د کريکټ شورا په ٢٠ اوريزو سياليو کې چې د روانې ميلادي مياشتې په پيل کې په کويت کې ترسره شوې افغانستان عمان ته په ماتې ورکولو لومړى مقام ترلاسه کړى و .


هغۀ بري ته په پام سره ډير افغانان په دې باور دي چې د ١٥ کلنو لوبغاړو لوبډله به هم ښه وځليږي .


په تيرو کلونو کې افغانستان د ١٥ کلنو لوبغاړو په سياليو کې يو ځل پايلوبه بايللې ده .