کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / د اریانا تلوېزیون په یوې خپرونې دوستانه نیوکه او وړاندیز

د اریانا تلوېزیون په یوې خپرونې دوستانه نیوکه او وړاندیز

 



عبدالغفار صدیقي  د کابل پوهنتون د دریم کال محصل


ښایي چې په ډله ییزو خپرونو او رسانیو کې دا دود وي چې یو څوک کوم څېړنیز مطلب خپروي نو هرمرو به  د هغه لیکوال معلوم وي چې ګنې دا مطلب چا لیکلی دی او یا له کوم کتاب څخه اخستل شوی دی …؟
په تېره اونۍ کې د یوه پروګرام چلونکي یو علمي څېړنیز مطلب خپور کړ او د دپروګرام په پای کې وکښل شول د مطلب ویاند فلانی او لیکوال  فلانی … چې دواړه یو تن وو…!؟
نوموړي پخپله لیکنه  کې داسې ښودلي وو چې ګنې د دې مطلب لیکوال پخپله دی دی  حال دا چې له کوم کتاب څخه چې ده دغه مطلب را اخستی وو هماغه کتاب ما یومیاشت د مخه مطالعه کړی وو چې رښتاهم یو علمي او اکاډمیک کتاب دی او د هغه پوهاندصاحب خبره چې پدغه کتاب یې سریزه کښلې ده دا کتاب پخپل نوښت کې بېساری دی .
زما وړاندیز دادی چې د تلوېزیون  ډایرکټر باید د هر پروګرام پرودیوسر پدې وپوهوي چې کوم علمی او څېړنیز مطلب خپروي باید د کتاب نوم ،د کتاب لیکوال، ګڼه او عنوان باید په ډېرې امانت داري ولیکل شي ځکه چې پدې کار سره که له یوې خوا د تلوېزیون باور زیاتیږي خو له بلې خوا د لیکوال لپاره یو معنوي ارزښت هم دی . خو له بده مرغه چې داسې نه وو شوي…!؟ که څه هم  دیوتن دوه تنو بهرنیو لیکوالو نومونه اخستل شوي وو خو دا ټکی پکې نه وو چې نوموړو څېړونکو دا خبره په کوم کتاب کې کړې ده…؟ دا نومونه یې هم د دې لپاره یادکړل چې ګنې دی د بهرنیو لیکوالو له څېړنو سره هم اشنا دی… ولې زما وړاندیز نوموړي ته دا ده که غواړي چې لیکنه او خپرونه یې وړباور ترلاسه کړي پرته له ځان ستاینې نه پکار دی چې د هرلیکوال د لیکنې حق خوندي کړي .
که چېرې زمادغه دوستانه وړاندیز ته څوک دشک په سترګه ګوري په راتلونکي کې حاضر یم چې د خپرونې نوم ،د خپرونې مسؤل تن، ویاند او لیکوال ، د خپرونې نېټه ، خپور شوی مطلب ، د کتاب نوم، سرلیک ، د کتاب مخ ، د ښکالو مینځپانګه په ډاګه کړم .            
په ډېر درناوي
ستاسو خواخوږی  (صدیقي)