کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / د کوچني اختر ورځ احکام او اداب د کافورو بڼ (۳۰) برخه

د کوچني اختر ورځ احکام او اداب د کافورو بڼ (۳۰) برخه


د کوچني اختر ورځ، احکام او آداب
مخکې لدې چې د اختر د ورځې د ځینو احکامو په هکله خبرې وکړو لازمه بولم چې خپلو ټولو افغان وروڼو ته که د هیواد په داخل او یا بهر کې وي د نیکمرغه کوچني اختر د را رسیدو له کبله د رړه له کومي مبارکي وایم. خدا دې وکړي چې د رمضان د مبارکې میاشتې روژې، عبادت، دعاګانې او لمونځونه مو د لوی خدای (ج) په دربار کې د قبول وړ ګرزیدلي وي.
د اختر یا عید مانا
اختر ته په عربي ژبه کې عید وایي او عید د یوه داسې موسم نوم دی چې د هر ښه مناسبت لپاره په کار وړل کیږي خو کوچنی اختر له هغه عید څخه عبارت دی چې د رمضان د میاشتې له تمامیدو او د شوال د میاشتې له رابره کیدو سره جوخت اسلامي نړۍ ته د خوښیو ځولۍ راوړي. یا په بله مانا کوچنی اختر د شوال د میاشتې لومړۍ ورځ ده. باید وویل شي چې د نړۍ د انسانانو هره ټولنه که هغه اهل کتاب وي، مجوسي وي، بودایي وي، هندويي او داسې نور وي خپل خپل ځانګړي عیدونه  لري چې د هغوی د عقایدو او مناسبتونو سره سر لګوي خو د غیر اسلامي ټولنو عیدونه غالبا د دنیوي چارو او اشخاصو سره تړاو لري.
همدارنګه اهل کتاب لکه یهود او نصاری هم ځانته ځانته خپل عیدونه لري لکه د نصاراوو د پنجشنبې د ورځې اختر دوی فکر کوي چې ګواکي عیسی علیه السلام ته په دې ورځ باندې د خدای (ج) له لوري دسترخوان نازل شوی او یا هم د میلادي کال په لومړي سر کې د کرسمیس اختر چې په زیاترو اروپايي، امریکایي او یو لړ نورو داسې هیوادونو کې نمانځل کیږي چې اوسیدونکي یې د عیسوي دین پيروان دي.
مجوسان په خپلو ورځو کې اختر نمانځي لکه د مهرجان ورځ چې د ځینو ټولنو له خوا نمانځل کیږي او ځینې اسلامي پوهان د نوروز ورځ هم د دې ډول عیدونو له جملې څخه ګڼلې ده چې د هجري لمریز کال په لومړۍ ورځ نمانځل کیږي.
په همدې توګه ځینې شیعه ډلې هم د غدیر په نامه باندې ځانګړی عید لري او داسې فکر کوي چې ګواکي پیغمبر (ص) په همدې ورځ له حضرت علي کرم  الله وجهه سره بیعت کړی او وروسته له هغه ورسره دولس نوور امامانو هم بیعت کړی دی او شیعه ګان د یوم الغدیر په نامه کتاب او ګڼ نور مصنفات لري.
خو اهل سنت والجماعت مسلمانان په کال کې دوه دیني عیدونه لري لکه عید سعیدالفطر (کوچنی اختر) او عید سعیدالاضحی (لوی اختر).
حضرت انس (رض) فرمایلي دي: چې کله پیغمبر (ص) مدینې منورې ته تشریف یوړو نو ویې لیدل چې خلک په کال کې دوې ورځې اختر کوي نو پیغمبر (ص) ورته و فرمایل: ژباړه ( تاسوه دوه عیدونه لری چې په هغه کې لوبې کوی نو خدای (ج) ستاسو دغه دوه عیدونه په ډیرو بهترینو اخترونو بدل کړل چې کوچنی اختر او لوی اختر دی) رواه اوبو داود و نسایي
د اختر دورځې احکام
کوچنی اختر یو لړ ځانګړي احکام لري چې په دې ځای کې په لنډه توګه اشاره ورته کیږي:
لومړی: په دې ورځ روژه نیول د هغه حدیث شریف په بنسټ حرامه ګرزولې شوې ده چې ابي سعید د پیغمبر (ص) څخه روایت کړی او ویلي یې دي چې د عیدالفطر او عیدالاضحی په ورځو روژه نیول حرام دي) رواه البخاري
دویم: ښه او مستحب کار دی چې د اختر د لمانځه د اداکولو لپاره د مسلمانانو ټولو نارینه او ښځینه اشخاص د خپلې سیمې یوه معین ځای ته ووزي لکه چې ام عطیه (رض) د پیغمبر (ص) څخه روایت کړی دی او وایي: ( موږ ته د خدای (ج) پیغمبر امر کړی دی چې د عید الفطر او عیدالاضحی په ورځو کې ووزو او په دې ډله کې پیغلې، حیض درلودونکې میرمنې، د کور سترمنې میرمنې هم شاملې دي خو حیض لرونکې میرمنې به د لمانځه څخه جدا کښیناستلې او یوازې د مسلمانانو د خیر ښیګڼې په دعاوو کې به یې ګډون کاوه)
نو په داسې حال کې چې حتې پیغلو، د کور سترمنو میرمنو او حیض لرونکو ښځو ته هم د اختر د لمانځه لپاره د وتلو اجازه شوې ده نو ضروري خبره ده چې نارینه خو له یوې مخې ټول د اختر د لمانځه د ادا کولو لپاره ور ووزي او د امام ابي حنیفه (رح) او ځینو نورو مذاهبو کې د اختر د لمانځه ادا کول په مسلمانانو باندې واجب ګرزولي شوي دي او د وجوب لپاره یې د غه آیتونه دلیل ګڼي لکه چې لوی خدای (ج) فرمایلي دي: ژباړه ( نجات پیدا کړ هغه چا چې پاک شو، د خپل پروردګار نوم یې یاد کړ او لمونځ یې وکړ) سوره اعلی ۱۴ او ۱۵ آیتونه
ځینې پوهان په دې آند دي چې له دې آیتونو څخه مقصد د اختر د لمونځ ادا کول دي.
دریم: د اختر په لمانځه کې خطبه له لمانځه څخه وروسته ویل کیږي لکه چې د ابن عمر، ابي سعید او ابن عباس رضی الله عنهم د حدیثونو څخه دغه خبره په ثبوت رسیدلې ده چې پیغمبر (ص) به د اختر د لمانځه څخه وروسته خطبه لوستله.
څلورم: امام به په لومړي رکعت کې څلور رکعته تکبیرات وايي او په دوهم رکعت کې به هم څلور ځلې تکبیرات وايي.
د اختر د لمانځه ترتیب په دې ډول دی چې مقتدي به په امام پسې د دوه رکعته واجب لمونځ نیت تړي سبحانک اللهم په تر لااله غیرک پورې وايي بیا له امام سره یو ځای څلور تکبیره ادا کوي او د هر تکبیر سره سم به خپل لاسونه غوږونو ته رسوي، فاتحه او سوره به لوستل کیږي له رکوع او سجدو وروسته به دوهم رکعت پيل کیږي په دوهم رکعت کې به امام فاتحه او سوره لولي د سورې له لوستلو وروسته به بیا امام او مقتدیان دواړه څلور تکبیره وایي او په هر تکبیر کې په خپل لاسونه غوږونو ته وړي د پنځم تکبیر سره سم به رکوع ته ځي او دوهم رکعت به هم ادا کیږي.
پنځم: د  اختر د لمانځه د ادا کولو پر مهال لدې دوه رکعته واجب لمونځ پرته د لمانځه د مخه او وروسته نفل لمونځ نشته بلکي هغه څوک چې د اختر د لمانځه د ادا کولو په نیت ووت نو په دې محل کې به یوازې د اختر دوه رکعته لمونځ ادا کوي. روایت چې: ( کله پیغمبر (ص) د اختر د لمانځه لپاره ووت نو نه یې د هغه لمانځه څخه د مخه او نه وروسته نفل لمونځ ادا کړ) رواه البخاري
د اخترا آداب
د اختر ورځ یو شمیر ځانګړي اداب لري چې مسلمانان د هغه مراعات وکړي او د دې آدابو ځینې یې په لاندې ډول دي:
۱. د اختر په ورځ غسل کول سنت دی او دغه کار پیغمبر (ص) هم کړی دي. ابن عمر (رض) فرمایلي دي: ( مخکې لدې چې پیغمبر (ص) به د اختر د لمانځه لپاره ووت نو غسل به یې کاوه) سعید بن جبیر (رض)  ویلي دي: ( د اختر سنتونه درې دي: لمانځه ته تلل، غسل کول او د لمانځه د مخه څه خوراک کول). الموطا
۲.مخکې له دې چې مسلمانان د عید سعیدالفطر یا کوچني اختر لمانځه ته ور ووزي نو باید یو څه وخوري او افطار وکړي د انس (رض) څخه روایت دی چې پیغمبر (ص) به تر هغه لمانځه ته نه ووت څو به یې یو څو خرماوې نه وې خوړلې) رواه البخاري
مانا دا چې د لمانځه د مخه به یې افطار کاوه خو په لوی اختر یا عید الاضحی کې بیا غوره خبره د ا ده چې مسلمان تر هغه افطار و ځنډوي چې قرباني وکړي او له هغه څخه کوم خوراک پوخ او بیا پرې افطار وکړي یانې دا چې د لوی اختر په ورځ دې له لمانځه څخه وروسته دې افطار کوي.
۳. د لمانځه د ادا کولو ځای  ته تر رسیدلو د مخه د تکبیراتو ویل لکه: الله اکبر الله اکبر، لااله الاالله و الله اکبر الله اکبر و لله الحمد څومره ډیر وویلی شي نو هومره ثوابونه به یې ګټلي وي او دا کار پیغمبر (ص) هم کړی دی.
۴. مسلمانان به یو بل ته د اختر مبارکي وایي او زموږ په خوږه پښتو کې د اختر د مبارکۍ الفاظ دا دي چې اختر دې مبارک شه، لمونځ او تراویح مو خدای قبول کړه، داخل د حاجیانو او غازیانو شې. همدارنګه هره ژبه خپل خپل الفاظ لري.
۵. د نوو، ښایسته او پاکو جامو اغوستل په دې ورځ مستحب کار دی نو که یو څوک نوې جامې لري هغه دې واغوندي او که یې نوې جامې نه وي نو کړې نو خپلې پاکې پخوانۍ جامې دې واغوندي. بخاري شریف روایت کوي چې ابن عمر (رض) یوه نوې چپنه اخیستې وه چې ډیره ښکلې وه او وایې غوستله نو د پیغمبر (ص) حضور ته یې تشریف راوړو نو هغه مبارک ورته و فرمایل: ( دغه ښایسته چپنه د عید د ورځې او له استازو سره د ملاقات لپاره وساته) رواه البخاري. همدارنګه جابر (رض) فرمایلي دی: ( چې پیغمبر (ص) یوه چپنه درلوده چې د اخترونو او جمعې په ورځو کې به یې پوښله) رواه ابن خزیمه نو له دې احادیثو څخه ښکاري چې د نوو او ښایسته جامو پوښل که چیرې یې څوک ولري ښه کار دی. د میرمنو لپاره بیا غوره خبره دا ده چې کله د لمانځه لپاره وزي نو د داسې جامو له اغوستلو دې ډه ډه وکړي چې د لیدونکو پام په زیاته پيمانه خپلې خوا ته جلبوي یا داسې عطر استعمال کړي چې بوی یې تر ډیرې ساحې پورې سرایت او خدای مه کړه د ثواب په ځای پرې ګنهګاره شي ځکه ښځې هم په دې ورځ د خدای د عبادت او اطاعت لپاره وزي نو ضروري ده چې داسې مسایل په پام کې و نیسي چې عبادت یې خراب نه شي.
۶. ښه خبره ده چې که نارینه له لمانځه څخه د مخه داسې خوشبويی استعمال کړي چې ډیر توند بوی و نه لري او د نورو لمونځ کوونکو د تکلیف باعث نه شي.
د پام  وړ ټکي:
ځینې ټکي د زیاتې پاملرنې وړ دي چې زموږ د ټولنې وګړي ورته متوجه وي هغه دا چې:
۱. د اختر ورځ د خوښۍ ورځ ده نو که چیرې هغه مسلمانان چې له یو بل څخه یې زړونه بد شوي وي باید چې سره پخلا شي او له یو بل سره د اختر مبارکي وکړي او یو د بل کورونو ته ورشي.
۲. لکه څنګه چې د رمضان میاشت د رحمت، سولې او خوښۍ میاشت ده نو په همدې توګه اختر هم د سولې، خوښۍ او ورورګلوۍ مناسبت دی نو څومره به ښه وي چې هغه ډلې د یوې دایمي سولې اعلان او اوربند وکړي چې له خپلو مسلمانو وروڼو سره په جګړه لګیا دی او خپل هیواد ورانوي.
۳. د اختر په ورځ که له زیات خوراک څخه ډه ډه وشي نو ښه به وي ځکه چې د روژتي مسلمان معده ناببره د یوې میاشتې له تیریدو وروسته له یوه بیل نظم سره مخ کیږي نو په دې لاره کې یوازینی اختیاط کم خوراک کول دي.
۴.   د اختر په ورځ له داسې لوبو او نورو څیزونو ډه ډه کول پکار دي  چې سړی د ګناه سرحد ته ور نږدې کوي خو مناسبې لوبې، تفریح او ساعت تیري بیا ښه کار دی چې مسلمان خپلې د اختر ورځې پر خوښۍ سره تیرې کړي.
۵. د هیواد نږدې تاریخ او روانو حالاتو ته په پام کې نیولو سره ضروري ده چې خبري رسنۍ او بیا په ځانګړې توګه تلویزیوني خپرونې داسې خپرونې وکړي چې د ترحم، شفقت او مهربانیو له درسونو څخه ډکې وي. باور مو وشه دا څو تیرکلونه چې اختر راځي نو هغه تلویزیوني خپرونې چې په افغانستان کې یې تازه په خپرولو پیل کړی دی د اختر په ورځ یوازې وینې خپروي. مانا دا چې داسې پوچ او بې مانا فلمونه د دې جګړه ځپلي هیواد خلکو او نوي نسل ته خپروي چې یوازې د جګړې، انتقام، وینو تویولو، فحش او ناروا بربنډو څیرو له تمثیل څخه ډکې صحنې چې لیدل یې د دې جګړه ځپلو خلکو لپاره د هراړخیز پلوه خطرناک دي. نو په دې هکله زیاته پاملرنه په کار ده ځکه تر بل هر وخت څخه زیاته زموږ ملت، خلک او هیواد د داسې سولې، مینې، شفقت، ترحم او د درناوۍ څخه ډکو صحنو لیدلو ته اړتیا لري چې د یوې فعالې مدني ټولنې د جوړښت درسونه پکې خوندي وي.
۶. که د اختر خوښي د دې لپاره وي چې یاره څومره ښه وشول چې موږ یو ستر او عظیم عبادت ادا کړ چې خدای (ج) پر مسلمانانو باندې فرض ګرزولی وو نو مسلمان به د خپلې خوښۍ له کبله هم ثوابونه ګټي. خو که خوښي د دې لپاره وي چې یاره د رمضان د میاشتې څخه څومره په تکلیف وو ښه شوه چې مخ یې ورک شو او تیره شوه نو خدای مه کړه چې دغه راز فکر انسان د ګناه لوري ته ورسره کش نه کاندي په دې هکله هم عبرت په کار دی.



ضروري یادونه: د رمضان په هکله د یوه داسې کتاب کمی زموږ په ټولنه کې په جدي توګه احساسیږي چې د دې مبارکې میاشتې زیات اړخونه یې په نظر کې نیولي نو له همدې کبله غواړم چې دغه سلسله چې دیرش برخې لري د یوه کتاب په بڼه چاپ شي او زموږ هغه وروڼه او خویندې ترې ګټه واخلي چې انټرنیټ ته لاس رسی نه لري. د دې کتاب د چاپ په موخه د مالي مرستې لپاره له لیکوال سره په دغه انټرنیټي پته تماس نیولی شي: gulaghaa89@gmail.com
یو ځل بیا هم ټولو قدرمنو لوستونکو ته د کوچني اختر مبارکي وړاندې کوم او هر اړخیزه بریا او خوشحالي مو غواړم.
دکافورو بڼ ټولي برخي له دې ځايه ولولئ