کور / شعر / ژمی

ژمی

لرګي مې ډیر اخیستي
لاندی مې هم کړی دی
ځان او اولاد ته مې وړینې جامې ډیرې کړې
بخارۍ تل ګرمه وي
که ژوند و، سږ ژمی به ګرم تیر شي
سږ کال به یخ په مخه هم رانه شي
خو څه فایده،چې دکور خواته مې یوبل انسان له یخه ریږدي!!!


 ۱۴/ ۱۰/ ۱۳۸۷
کابل – څارندوی مینه