غزې ته تر ننوتلو وروسته ۵ اسرائيلي سرتيري وژل سوي دي
اسرائيلي هوايي قواوي تر اتوورځو سختو پر له پسې بمباريو وروسته د ځمکي او بحر د لاري هم پر غزې د يرغل او هجوم ور وړلو په حال کښي دي .
د وروستيو راپورونو له مخي د اسرائيلو د د فاع وزارت تائيد کړه چي ددوی ځمکني قواوي هم غزې ته ور داخل سوي دي .
د الجزيرې په يو تازه خبر کښي د اسرائيلو د ځمکني قواوو غزې ته د داخيلېدو سره سم د پنځه اسرائيلي سرتيرو د وژل کېدو ادعا هم سوې ده.
د حماس ډلي مشر خالد مشعل اسرائيلو ته پخپل خبرداري کښي ويلي وه،که چيري اسرائيلي پوځونه غزې ته ور داخل سي نو ددوی جنګيالي به يې انتظار باسي .
د يو بل تازه خبر له مخي د اسرائيلو يو ميزايل د غزې د شمال په بيت لاهيا نومي سيمه کښي د ماښام لمانځه مهال يو مسجد هم په نښه کړئ ، چي ددوو ماشومانو په ګډون پکښي لس تنه وژل سوي اوپه لسګونونور لمونځ کوونکي ټپيان سوي دي .
په غزه کښي د تلفاتو شمېر ۴۶۰ تنو ته رسېدلئ او ټوله ۲۳۰۰ تنه ټپيان او زخميان سوي دي .
ټاکل سوې ده چي د ملګرو ملتونو د امنيت شورا به نن يکشنبه (د افغانستان په وخت د ماپښين ۴:۳۰ بجې) په نيويارک کښي د غزې د خونړي بحران په اړه خپله خاصه غونډه جوړه کړي،چي پکښي به د عربي متحده اماراتو د بهرنيو چارو وزيران هم برخه واخلي.
خو د عربيه ټولني رئيس امير موسی د امنيت شورا پر دې غونډي انتقاد وکړ او ويې ويل چي دی نه سي کولائ چي د منځني ختيځ د تشدد پر سر کومي پريکړي ته غاړه کښېږدي؛ ځکه چي اسرائيل خو هسي هم عربو ته احترام نه لري .