کور / خبرتیا او پيغامونه / كوچنى اختر، سرسايه او د هغې حكمونه

كوچنى اختر، سرسايه او د هغې حكمونه

 


كله چې د روژې د مياشتې دېرشمه پوره كېږي او دغه مباركه مياشت نور پاى ته رسېږي، نو ورپسې بله مياشت يانې د شوال ( كوچني اختر ) مياشت پيلېږي. د دې مياشتې د سر درې ورځې د مسلمانانو لپاره د ښو، خوښيو او جشن ورځو په ډله كې شمېرل كېږي. د شوال په لومړۍ ورځ ( د اختر لومړۍ ورځ) د اختر لمونځ هم ادا كېږي او يوه ټاكلې اندازه مال د (سرسايې يا د فطر صدقې) تر نامه لاندې بې وزلو او مستحقو كسانو ته وركول كېږي. راځئ چې پر دې پوه شو، چې  سرسايه (د فطر صدقه) څه ده او كوم حكمونه لري؟


لنډه پېژندنه:


سرسايه يا د فطر صدقه د خوړو له هغې ټاكلې اندازې او يا د هغې د بيې له معادل څخه چې د يو واجب حق په توګه وړكسانو ته وركول كېږي عبارت ده. له دې امله يې د فطر د صدقې په نوم يادوي، چې د روژې له پاى ته رسېدو او د كوچني اختر له رارسېدو سره سم واجب ګرځي او بله وجه يې داده، چې ددې صدقې او زكات وركړه د مسلمانانو له فطرت څخه ده. 
د سرسايې حكم:


سرسايه يا د فطر صدقه له زكات څخه وړاندې په دويم هجري كال واجب شوه، د سرسايې په وجوب كې له اجماعو څخه وړاندې اصل، كتاب الله او سنت دي، كتاب الله كې راځي: 
((په تحقيق سره بريالى شو هغه څو ك داخلاص او ايمان له مخې) چې زكات يې وركړ او د خداى نوم يې په تكبير، تسبيح، تحميد او تهليل) سره ياد كړ. او وروسته د اختر لمونځ ادا كړي.)) سورت اعلى – ۱۴ – ۱۵  
خو د سنتو په برخه كې دغه حديث را نقل شوى دى: 
رسول الله(ص) د هر هغه نارينه او ښځينه مسلمان په سر چې حر (ازاد) وي له خرماوو او يا اوربشو څخه د يوې صاع ( د نن ورځې له څلورو كيلو سره برابر) په اندازه د فطر د صدقې (سرسايې) وركړه فرض ګرځولي.  
د سرسايې حكمتونه: 
 له ابن عباس (رض) څخه روايت دى، چې  رسو ل الله ( ص) د سرسايې وركړه، د روژې نيوونكي له بې ځايو خبرو، ښكنځلو د پاك كوونكي او د بې وزلو كسانو د خوړو په توګه فرض ګرځوي، كه څوك يې د اختر د لمانځه له ادا څخه وړاندې وركړي، قبول شوى زكات دى او كه يې د اختر له لمانځه وروسته وركړي بيا د نورو صدقاتو په توګه ده (د فطر د زكات په جمله كې نه راځي) 
سرسايه په كومو كسانو واجب ده؟  
سرسايه په هر هغه چا باندې واجب ده، چې د ځان او د خپلې كورنۍ د يوې شپې او ورځې له خوړو څخه زيات څه ولري، پر نوموړي شخص واجب ده چې د خپل ځان او ټولو هغو كسانو چې نفقه يې دده پر غاړه ده، لكه مېرمن، زامن او خدمت ګار، سرسايه ادا كړي، په دې شرط چې دغه كسان مسلمان وي.  
له ابن عمر (رض) څخه روايت دى: 
رسول الله (ص) تاسې له خپل لوى، كوچني، ازاد او مريي او ټولو هغو كسانو څخه چې د هغوى نفقه ستاسې پر غاړه ده، د فطر زكات(سرسايې) په وركړه باندې امر كوي. 
صحيح البخاري ( الاروا ۸۳۵ مخ ) قطر .  
د سرسايې اندازه: 
د سرسايې د وركړې واجبه اندازه د سړي په سر نيم صاع (خوردكم يو چارك يا دوه كيلو) له غنمو او يا يو صاع له خرماوو او اوربشو او يا نورو شيانو لكه  وريجې او لوبيا او داسې نور…ده، چې د پورتنيو شيانو په څېر د بدن د پياوړتيا لامل ګرځي او د دوى ځاى نيولاى شي. 
پر دې خبره باندې چې له غنمو څخه د نيم صاع په اندازه د سرسايې وركړه واجب ده، د عروه بن زبير حديث د دليل په توګه راوړى شو، چې وايي، د حضرت ابوبكر (رض)لور اسما د رسول الله(ص) په  وخت كې كله چې د خپلې كورنۍد ازادو او مريو غړو د فطر زكات (سرسايه) وركوله نو اندازه يې له  دوه مده غنم (نيم صاع) سره يو صاع خرما وه يوه پيمانه د نن د څلورو كيلو معادل) ده، هغه مد او صاع چې هغه مهال يې خواړه پرې اندازه كول.


او له غنمو څخه پرته له نورو شيانو څخه د يو صاع په اندازه د وجوب دليل هغه د ابوسعيد خدري حديث دى، چې فرمايي: 
مونږ به چې كله د فطر زكات (سرسايه ) وركوله، د هغه اندازه به له خوړو، اوربشو، خرماوو او مميزو څخه، يو صاع وه. 
راځو دې خبرې ته چې ايا د جنس پر ځاى د هغه قېمت د سرسايې په توګه وركولاى شو او كه نه؟  
امام نووي د مسلم په شرح كې وايي: ((عامه فقهاوو د جنس پرځاى د هغه د بيې وركړې ته جواز نه دى وركړى، خو امام ابوحنيفه صاحب دا كار جايز بللى ((امام نووي زياتوي، زه وايم چې د امام ابوحنيفه(رح) وينا مردوده ده، ځكه الله تعالى (ج ) فرمايي: 
((ستا رب هېڅكله هېروونكى نه دى)) پر دې بنسټ كه د جنس پر ځاى د قېمت وركړې جواز درلوداى نو خداى(ج) او رسول به خامخا هغه بيانوله. همدارنګه له تحريف او تاويل پرته د نصوصو پر ظاهرو باندې توقف واجب دى.    
د سرسايې د وركړې مهال: 
له ابن عمر (رض)څخه روايت دى چې رسول الله(ص)  امر وكړ چې مسلمانان دې خپلې  سرسايې د اختر لمانځه ته له تللو څخه د مخه وركړي. 
دا هم روا ده چې سرسايې له اختر څخه يوه او يا دوې ورځې د مخه هغه چاته چې اخلي يې وركړاى شي. له نافع څخه روايت دى: ((ابن عمر خپله سرسايه هغو كسانو ته چې يې قبلوله وركوله او هغه يې نوموړو كسانو ته له اختر څخه يوه او يا دوې ورځې مخكې وركوله. (متفق عليه)  
له عذر څخه پرته په خپل وخت د سرسايې نه وركول حرام دي. 
دلته بيا د حضرت ابن عباس(ص) هغه پورتنۍ حديث را اخلو چې د سرسايې د حكمت په بحث كې مو ياد كړ ى و.   
له ابن عباس (رض) څخه روايت دى: 
 رسو ل الله ( ص) د سرسايې وركړه، د روژې نيوونكي له  بې ځايو خبرو، ښكنځلو د پاك كوونكي او د بې وزلو كسانو د خوړو په توګه فر ض ګرځولې، نو هغه څوك چې د اختر د لمانځه له ادا څخه مخكې وركړي، قبول شوى زكات دى او كه يې د اختر له لمانځه څخه وروسته وركړي بيا د نورو صدقاتو په توګه دى (د فطر د زكات په جمله كې نه راځي) 
سرسايه پر هغه مسلمان چې منځنى او آرام ژوند ولري او د هغه د كورنۍ پر ښځينه وو، نارينه وو كه بلوغ ته رسېدلي وي او يا نه وي رسېدلي، واجب ده، همدارنګه هغه څوك چې له خپلو اصلي اړتياوو څخه زيات څه ولري، د سرسايې وركړه ورباندې واجب ده، بله مهمه خبره چې دلته يې يادول اړين ښكاري، هغه داده چې د زكات په ډول د سرسايې د وجوب لپاره دا اړينه نه ده، چې د شخص پر شتمنۍ دې كال تېر شي، بلكې كه يوازې د لمر ختو نه څو شېبې وړاندې هم خداى تعالى(ج) څوك د شتمنۍ خاوند وګرځوي نو سرسايه ورباندې لازمه او واجب ده. 
د سرسايې مستحقين: 
سرسايه يوازې بې وزلوته وركول كېږي، هغه كه هر څو ك وي، خو دا اړينه ده چې مسلمان دې وي. رسول الله(ص) په هغه حديث كې چې له ابن عباس (رض) روايت دى، فرمايي: 
د فطر زكات (سرسايه) د بې وزلو او مسكينانو لپاره خواړه دي. (حسن، ابن ماجه) 
نو مسلمانو وروڼو ته اړينه ده چې كه پر دوى باندې سرسايه لازمه وي، مستحقو او اړو كسانو ته يې په وركولو سره اداكړي، ترڅو يې له يوې خوا د خداى فرض او د پيغمبر سنت پر ځاى كړي وي او له بلې خوا د خپلو بې وسو او مظلومو مسلمانو وروڼو په لاسنيوي سره د خپلې اسلامي ټولنې لپاره د خدمت مصدر ګرځېدلي وي. 
ياددښت : هر صاع برابرله څلورو منځنيو موټو سره برابره ده.