د ملگرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ غونډه
هر کال د سپټمبر په مياشت کي، د ملگرو ملتونو د عمومي اسمبلې د غونډې په خاطر د نيويارک ښار ته د نړۍ د ټولو ملکونو جمهورريسان، صدراعظمان، مشران، او استازي رارسېږي. په نيويارک کي، خدايي گڼه گوڼه زياته وي، خو پدې موسم کي لا زياته سي. د نيويارک لوى او ښکلى ښار دلته او هلته بند وي، او د نيويارکيانو بدخلقي، خوشکه، او مشهور او بربنډه ښکنځل لا زيات سي.
سږکال، د نيويارک ښار ته له سيمي څخه درې واړه مشران راغلي وه. لمړى، جمهورريس حامد کرزى، دوهم د پاکستان جمهورريس اصف زرداري، او درېيم د ايران د اسلامي جمهوريت جمهورريس محمود احمدي نژاد په ترتيب را ورسېدل. د درو واړو جمهورريسانو پاليسۍ او تاريخ د سيمي د سياسي او اقتصادي بحرانونو، بد بختيو او نا امنيو سره نښتى دى. همدا پرابلومونه دم گړى د سيمي د خلکو ژوند، شتون، او امنيت تهديدوي. دغه راز، په سيمه کي د مزمنو بې امنيو او سياسي ناکراريو تر څنگ، جدي اقتصادي مشکلات، فقر، بې سوادي، د اوبو نشته والى، د چارپېريال جدي بحران، د نفوس ډېرېدل، ايډز، او نوري گلوبلاز ستونزي هم زياتي سويدي.
د بوش د “مارشال پلان” او اروپايي ټولني د ټولو مرستو او توجه سره سره افغانستان بيا هم د ملگرو ملتونو د انکشافي اينډيکس په شاخصونو کي د پاى لخوا اول نمبر دى. په بل عبارت، د نړيوال سټينډرډ او انکشافي معيارونو په اساس، افغانان د صحت، تعليم او تربيې، سواد، او ملي عايد کي د نړۍ تر گردو هېوادونو وروسته پاتي دي. اووه کاله را وروسته، امريکا، ناټو، بين المللي ټولني، او د کرزي د حکومت پلويانو د افغانستان په عمومي اقتصادي او امنيتي شرايطو کي دونه بدلون را نه وست چي افغانستان د ملگرو ملتونو د انساني انکشاف په اينډيکس کي اقلا د نړۍ د څه نا څه ٢٠٠ هېوادونو په لست کي ١٠٠ نمبر ته خو ورسوي. هله به واقعا موږ څه خوشحاله واى. مگر د پاى د خوا اول نمبر پاته کېدل سړى هک پک کي. څرنگه امکان لري چي وروسته له بيلونهاوو ډالرو له مصرف څخه بيا هم افغانستان_ البته په بنيادي لحاظ_ په ټپه ولاړ وي او يو گام مخته نه ځي؟ په يوه جنگ ځپلي او وروسته پاتي ملک کي چي عامه انکشافي پروژې او داخلي توليدات په ټپه و درېږي، په هغې ټولني کي د ثبات، سولي، او پرمختگ هيله درلودل لويه غلطه فهمي او ذهني لټي ده.
اوه کاله را وروسته، د دغو سوالونو مطرح کول يقينآ د شرم خبره ده. خو واقعيت همدا دى. په افغانستان کي، د بوش د ادارې ستراتيژيکه ناکامي تر بل هر ځاى همدلته ښه را څرگندېږي. پوره اوه کاله ضايع سول. که چيري په افغانستان کي ددغو بيليونونو ډالرو فقط يوه ډېره کمه برخه په مناسبو ځايونو باندي لگېدلې واى، که چيري د دغو بېشماره پيسو يوه وړه برخه د زراعت او کليوالي تواليداتو په تقويه کولو کي په معقوله طريقه اچول سوې واى، که چيري په تعليم او تربيه کي ترې گټه اخيستل سوې واى، که چيري د برق او اوبو په ساحو کي لگېدلې واى، او که چيري د ښارونو په ابادولو کي ترې فايده اخيستل سوې واى، زه يقين لرم چي نن به افغانستان بل راز رنگ او خوند درلوداى. د طالب او القاعده نوم او نښان به نه واى. سوله به ټينگه واى. امنيت به قايم واى. اقتصاد به پرمختگ کړى واى. او د يوه عصري او مډرن افغانستان جوړېدو ته به ډېر نژدې سوي واى. خو له بده مرغه داسي و نه سوه. لازمه نده چي يو ځل بيا همدا اشتباه تکرار سي.
د امريکا د جمهوري رياست د انتخاباتو په لمړۍ تيلويزيوني مناظرې کي، د ديموکرات گوند کانديد سناتور باراک اوباما وويل : د عراق اشغال يوه ستراتيژيکي غلطي وه. د بوش ادارې د عراق د نيولو لپاره دونه په بېړه او تلوسه کي وه چي د القاعدې د ختمولو مهمه دنده يې بيخي هېره کړه. موږ بايد له عراق څخه راووځو. موږ مجبوره يو چي د افغانستان چاره وکو. افغانستان او پاکستان کي القاعده منظمه او راغونډه سوېده. د پاکستان قبايلي سيمي نارامه سويدي. هلته، وضع ورځ په ورځ خرابېږي. موږ مجبوره يو چي د افغانستان د دولت او اقتصاد په بياودانولو کي پوره ونډه واخلو، څو افغانان پرخپلو پښو ودرېږي. او په سيمه کي، ثبات او سوله ټينگه سي.
بلخوا، په يوې ټولني کي دايمي جنگ او سياسي بې ثباتي د يو ملت ملي هويت، روحيې، او يووالي ته صدمه رسوي. د افغانانو تر مينځ اوسنۍ تازه قومي او ايتنکي شخړي او لانجې د افغانستان بنسټ او ژوند ته جدي خطرونه لري. په تخار، مزار شريف، بلخ، مېمنه، هرات، وردگو او کابل کي د قومي، سکتوري، او فرقوي تاوتريخوالي زياتېدل د افغان ملت آډانې لړزوي. مطلب دا دى چي راتکونکى حکومت بايد له نننيو ناکاميو څخه د عبرت درس واخلي او يوه معقوله او عملي د حل لاره غوره کي. ځکه يوه ټولنه په دايمي جنگ او انارشيزم کي ژوندۍ پاته کېداى نه سي. يوه ټولنه امنيت، ثبات او سولي ته اړيتا لري. د يوه عصري او مدني حکومت د جوړېدو لپاره يوه قوي عصري مدني ټولنه، موسسات، اقتصاد، او فرهنگ ضروري دي. د ديموکراتيک نظام تثبت او دوام يوې ازادي او غښتلي مدني جامعې ته اړتيا لري. دا يو مسلم تاريخي اصل دى. لدې نه چاره نسته.
بله جالبه، په نيويارک کي د جمهوري غوښتونکي گوند مرستيالي کانديدي ، سارا پېلن، د حامد کرزي سره وکتل. په امريکايي مطبوعاتو او خلکو کي د سارا پېلن په ارتباط دا اندېښنه سته چي گواکي هغه په خارجي سياست کي ناپوه او بې تجربې ده. داسي برېښېده چي مېرمن سارا پېلن پر حامدکرزي باندي د بين المللي سياست تمرين کاوه. که څه هم، د دواړو د خبرو په باب چندان څه ندي راوتلي ځکه چي د رپبليکن پارټۍ نه غوښتل چي د کرزي او پېلن په ملاقات کي ژورنالسټان موجود وي. خو په هر صورت، دې ملاقات خاص دپلوماتيک او سمبوليک اړخ لاره. سارا پېلن د يوه داسي حزب استازي ده چي د همدغه گوند په دوران کي د افغانستان وضعيت او امنيت نور هم پسي خراب سو. جان مېکن او سارا پېلن د رپبليکن د گوند د محافظه کاري جناح استازيتوب کوي. هغوى غواړي چي د امريکا د مسيحيي ډلو او محافظه کاره او مذهبي سپين پوستو په زور انتخابات وگټي. د متحده ايالاتو په انتخاباتو کي، جان مېکن د جمهوري رياست د مقام د گټولو لپاره مذهبي او نژادي ورقه هم لوبوي. هغه سياسيون چي د امريکا غوندي يوې متنوع او څو قومي، اتنيکي، کلتوري، او مذهبي ټولنو کي د مذهبي او نژادي کارډ څخه استفاده کوي، هغوى ډېرخطرناکه وي. امکان لري چي په امريکا کي يو ځل بيا د نورو بحراني کلونو په شان سکتوري، ايتنکي، او مذهبي ښاري بلواگاني او شخړي را مينځته سي. د متحده ايالاتو لپاره راتلونکي څو مياشتي نهايت بحراني او خطرناکه دي.
له اوو کالو پر له پسې اشتباگانو او مرگ ژوبلي را وروسته، په افغانستان کي، اوسنۍ ستراتيژي ناکامه ده؛ او بلي نوي او موثري ستراتيژۍ ته اړيتا سته. په افغانستان کي، د يوې خوا خارجي مداخلې ډېري دي، او د بلي خوا افغاني حکومت کمزورى او خوړين دي. د امريکا،ناټو او گاونډي هېوادونو پر له پسې مداخلې د افغان حکومت د ملي حاکميت او حيثيت لپاره زيانمن دى. د کرزي حکومت بېکاره او لټ دى. عسکر يې خوار او ډارن دي. پوليس يې بدنامه او کمزوري دي. قاضيان يې رشوتخوره او بې واکه دي. مامورين يې خوار خو لټ او دوراغجن دي. او بالاخره، د کرزي د حکومت خارجي حاميان هم هغه سحطي او ناکامه غربي سياسيون دي چي ښايي د ختمېدو وخت يې ډېر را لنډ سوى وي.
د اصف زرداري په باب بايد و ويل سي چي” ښاغلي لس فيصده” له بوش څخه غوښتي وو چي په پاکستان کي امريکايي پوځي مداخلې بندي کي ځکه په پاکستان کي وضع نوره هم خرابه وي. خو ښاغلي بوش په جواب کي ورته ويلي وو امريکا غواړي چي له پاکستان سره “مرسته” وکي. اصف زرداري ددې جرات نه لاره چي بوش ته ووايي زه دي “مرسته” نه غواړم. په هر صورت، په امريکايي مطبوعات کي، د پاکستان په باب اندېښنې زياتي سوېدي. ځيني وايي زرداري د موجوده مشکلاتو د حلولو جوگه ندى. پاکستان د جدي خطر سره مخامخ دى. په اسلام اباد کي د مېريياټ هوټل مرگانۍ ټروريسټي حمله د پاکستان سياسي بې ثباتي نوره هم راڅرگنده کړه. زرداري مجبوره دي چي له يوې خوا امريکا خوشحاله وساتي، او له بلي خوا پخپل ولس کي محبوب او نېک نامه پاتي سي. اصف زرداري په نيويارک کي د امريکا، سعودي عربستان، او هغو بسپنه ورکونکو هېوادونو د استازو سره وکتل چي غواړي د پاکستان لپاره ٥ بيلونه ډالره نوي پورونه برابر کړي، څو پاکستان په بين المللي معاملاتو کي ډېوالي نه سي.
متحده ايالاتو ته د ايران د جمهورريس محمود احمدي نژاد ورتگ هر کال څه نوي جالبي حادثې او خبري سرليکونه د ځان سره لري. ښاغلي احمدي نژاد هر کال يوه يا دوې جگړې خامخا کوي. سږ کال يې رنگ او شکل څه ښه ښکارېده. د پطرولو جگ قيمتونو د احمدي نژاد لپاره د رحمت او برکت علامې دي. بلخوا، که څه هم امريکا د ايران په دړاوو گاونډو هېوادونو کي عسکر لري، خو امريکا په دواړو ځايونو کي راگېره ده. او بده لا دا چي ايران پدې ښه پوهېږي. تهران پوهېږي چي د بوش فقط څو مياشتي پاتي دي، او د امريکا نوى جمهورريس مجبوره دى چي په عراق او افغانستان کي د ثبات او سولي د راوستلو لپاره د تهران سره خبرو ته کښېني. تهران ارام پاته کېدل پخپله گټه ويني. په بل عبارت، وخت د تهران په گټه دى. که چيري روسيه ننني مخالف او مرور دريځ ته ادامه ورکي_ سياسي قراين ښيي چي ښايي دوام هم ورکي_ د روسيې او ايران تر مينځ به روابط وروسته له څه ځنډ او خپگان څخه بېرته گرم سي. روسيه او ايران دواړه د تيلو د جگو قيمتونو له برکته تر پزې پوري په ډالرو کي ډوب دي او خپلي مزې او چړچې کوي. روسيې خو همدا اوس لا مستقل او څه جنگي دريځ غوره کړى دى. د گرجستان سمدستي نيول، د وينزويلا د جمهورريس چاويز سره دوستي او نژدېکت، او د چين او هند سره پراخي او مخ پر زياتېدونکي اقتصادي اړيکي د يوه نوي بين المللي سياست، د قدرت د انډول، او نويو نړيوالو ايتلافونو د را سپړېدو نښي او نښانې لري. والسلام.