کور / نثر / وركه ياره

وركه ياره

وركه ياره په دواړو لاسو مې سلام قبول كړه،ډېر يې په قدر احترام قبول كړه.


د ژوند كيسه هم ستا په نوم پيلوم،ګرانې چې ياد او كه به هېر وم درنه، د ماشومتوب هغه سپيڅلي كيسې،د ماشومتوب هغه خواږه وختونه كله نه كله دې په ياد راځي ،كه درنه هيرې خاطرې د ژوندون له ستانه ليري په پردې وطن كې،قسم خورم ګرانې رانه خوب تللى دى، پوهيږم ته مې هيرولى نه شې،خو ستا له كلې دا راغلي خلك ، راته په زغرده او څرګنده وايي ،چې ستا تصوير ستا له جنانه ورك دى، يو ځلې فكر وكړم داسې وايم،ښايي دا خلك به رښتيا وايي ، زما تصوير به ستا له سترګو ورك وي،خو يې د زړه نه ته ويستلى نه شې، دا خپل مات شوى زړګۍ بيا راټول كړم،په تا مې كلك غوندې باور جوړشي، وايم چې ته ما هيرولى نه شې،


زما تصوير له زړه ويستلى نه شې، منم په ژوند كې مو واټن زيات شو،خو دا واټن مينه خوړلى نه شي، زما باور دى زما كلك يقين دى،زما زړګۍ ستا په زړګي كې پروت دى، په خوب ويده ميلمه هم ګرانې ګوره،څوك له درانه خوبه هم نه پاڅوي، زما دخوږ زړګي ډېر خيال وساته ،هغه خو مينه غواړي تا غواړي، كه دد زړه په اينه كې وليد،ستا د يادونو به كاروان وګورې، هلته به داسې يو انسان وګورې،چې ددنيا له هر يو كاره ليرې، بس ستا د مينې په يادونو ژوندى،ګوره چې هير درنه دا كس نه شي، منم چې ليري يې له مانه ګلې،خو دهغې محل عادت مه اخله، هلته عادت دى خلك زر هيره وي،ګوره چې دا عادت د ځان نه كړې، زه خو د ستا په مينه ژوند تيروم ،هسې نه ژوند سره مې لوبې وكړې، په مينه خدايږو انسانان ژوندي دي،انسانان څه چې ټول مرغان ژوندي دي،


بس د ستا مينه له ما نه هيريږي ،ځكه په مينه كلك باور لرم، دا ځل چې كوم نفر را درومي ګرانې،ورته د مينې يو نشان وركړه، تر څو ددوى ټولې كيسې دروغ شي،چې وايي هلته خلك زر هيريږي، زما زړه وساته د زړه په تل كې،ورته دمينې څو ټالونه وركړه، ګوره چې داسې څه را ونه ليږې،چې خلك وخاندي په مينه پسې، حسينې يو ځل درته بيا سوال كوم،خپله مغروره مينه هېره نه كړې، يو پښتانه هم په پښتو ژوندي يو،ددې تر څنګ په پاكه مينه باندې، ګرانې باور لرو ،يقين لرو،بس يو ځلې بيا زما سلام قبول كړه،ډير يې په مينه احترام قبول كړه،