کور / تازه خبرونه / القاعده : پاکستان تر امریکا ډېر مسؤل دﺉ

القاعده : پاکستان تر امریکا ډېر مسؤل دﺉ

اسوشیټډ پریس خبر ورکوی چی د القاعده یو امریکایی غړی په خپله تازه ویډیو کی وایی چی د پاکستان حکومت د امریکایی « صلیبیانو » په نسبت ډېر د مسلمانانو د وژلو مسؤل دﺉ . اډم ګده چی د امریکا د لاس انجلس اوسېدونکی او یهودالاصله و ،او وروسته مسلمان سوی او د لسو کالو راهیسی د القاعده خورا فعال غړی دﺉ ، په خپله تازه ویډیو کی په انګریزی ژبه پر پاکستانیانو ږغ کوی چی خپل اختلافات لیری کړی او یو اسلامی دولت مستقر کړی . ګده امریکایی اقتصادی بحران ته په اشاره سره وایی چی دا هغه ثبوت دی چی د اسلام « دښمنان » د ماتی سره مخامخ کېدونکی دي . مخکی داسی آوازې وې چی ښایی اډم ګده د امریکایی بې پیلوټه الوتکو په بم وریو کی وژل سوی وی ځکه ډېره موده یې ویډیو نه وه راوتلې . خو نننۍ ویډیو ثابته کړه چی هغه ژوندی او فعال دﺉ .