کور / نوميالي / استاد شاه زار ،،ليوال ،، د ښكلي ګل عمر لنډ وي

استاد شاه زار ،،ليوال ،، د ښكلي ګل عمر لنډ وي

(( زه اوس د هو او نه پرته د اوږدو خبرو نه يم ، كه خداي (ج) په پښو كړم ، بياهغه وخت اومصلحت )). دا زموږ سره په ليدو،كتو كي دمرحوم شاه زار ليوال وروستي خبري وى ،چي دانډيوال دخبرو په ځواب كى يي وكړي . له هغه ځايه چى موږ دډاكترانو خولى بوى كړي وى اوپوهيدو چى د ليوال صاحب ژر اويا ورو دمرګ او ژوند ترمينځ پوله په ړنګيدو ده ،نو بي اختياره مو په سترګو كي اوښكى راغلى ، خو ددي لپاره چى نوموړى شك من نه شى ، له توئيدو مو مخنيوي وكړ،ځكه دۍ دژوند تر وروستۍ شيبې پورى په همدى يا نى بيا په پښو كيدو په تمه و.

په سبائي دساعت ستنې د يولسو شميرې خواته په چټكۍ نيږدى كيدى ،خوتر رسيدود مخه ليوال مخكى له وخته له دي فانى نړۍ سترګى پټى كړى .

په داسى حال كى چى ځينى چاپير وو، ګلالى فولاد ( زوى ) يي مخ لوڅ كړ د نوموړي دنورانى مخ اوپه ابدى خوب دويدو څرې په ليدو سره نور نو هيچا په سترګو كى د راغلو اوښكو د توئيدو مخه ونه شواى نيولاى ، په رښتيا فولاد چى كله موږ او كله هم پلار ته كتل ،نوبه هك ،پك شو . داشيبى لنډې وى . موږ چى نور دكتو زغم نه درلود ،ورو ،ورڅيرمه خونى ته واوښتو. لږ شيبه وروسته فولاد هم زموږ كړۍ ته چى د پتمنې ميرمنى چاپير مو جوړه كړى وه راګډ شو . موږ ته په كتو ، كتو كى يي وويل : ژباړه (( پلار مى موسكا غوندى كوى )).

هو ! دزياتي پرته په ابدى خوب د ويده شوى په شونډو ، لكه په ژوندونى چى و ،همغسى موسكا تر سترګو كيده .

د فولاد ددى خبرى د اوريدو سره مى نا ببره په زهن كى هغه بيت چى په كوچنيوالىكى اوريدلى و (( چى پيدا شوى تا ژړل ،خلكو خندا كړه ،داسى مړ شه چى ته خاندى،خلك ژاړى ))راوګرزيد .

زموږ خبره د خداى بښلى ،ستر علمى اوسياسى شخصيت او لوړ رتبه كادر استاذ شاه زار ،،ليوال ،،په هكله ده چى دتير كال دكب په  (۲۷ ) نيټه د ( ۲۰۰۸ م دمارچ ۱۷ ) له دى فانى نړۍ سترګې پټې كړى .

شاه زار د سيداكبر زوى په ۱۳۲۶ هه.ل كال دخوست دمركز د لټكو په كلى كى زيږيدلى دى . په  ۱۳۴۸ كال د غرغښت ليسى څخه په لومړى درجه تر فارغيدو وروسته ددى كال دكانكور په آزموينه كى بريالى اود كابل

پولى تخنيك په انستيتوت كى شامل شو . ديوه بااحساسه او فعال ځوان په څير يي دهيواد او هيوادوالو سره

د بى سارى مينى په لرلو سره دټولنيزو ناخوالو په وړاندي د ډغرو وهلو په موخه دسياسى مبارزى ډګر ته

ور ودانګل او د ( ا خ د ګ ) ليكو ته شامل شو . په ( ۱۳۵۱ هه ل ) كال له انستيتوت څخه په لوړه درجه فارغ اوهمدلته د كادرى هئيت دغړى او استاد په توګه وګومارل شو .په ( ۱۳۵۵ هه.ل ) كال دهمدى انستيتوت له خوا د لالوړو  زده كړو لپاره شوروى اتحاد ته واستول شو اوپه برى سره د دوكتورا پروګرام تر بشپړولو وروسته هيواد ته راستون شو . په ( ۱۳۶۱ هه.ل ) كال كى ( ا خ د ګ ) دمركزى كميټى غړى شو.د وزارت د معين او زون د د مسؤل تر كچى په لوړو پوستونو كى كار كړى دى . د يادولو وړ ټكى دادى چى نوموړى د ژوند په ټوله لنډه موده كى د اخلاقو ،كارى وړتيا ،كړو ،وړو،صداقت …….تل بيلګه پاته شوى دى .

ليوال د دوستانو او همكارانو دنظرونو په هينداره كښي :

د كابل پوليتخنيك پخوانۍ استاذ ډاكتررحمان الدين،، سراجى،، وائي :

،، ليوال يو وتلى ،پياوړى استاذ او علمى شخصيت و . نوموړى د داسى ځانګړو صفتونو خاوند و چى هم د

استاذانو اوهم يي د محصلانو په زړونوكى ځاى موندلاى و .دده نيكو اخلاقو،عاطفى چلند ،اولوړو فرهنګى ځانګړونو زما په زړه كى دومره ځاى نيولاى و چى دده په وياړ مى په خپل زوى دليوال نوم كيښود ،،

شاعر ، ليكوال اودوخت دقومونواوقبايلود چارو وزير سليمان ،،لايق ،، :

،، دسولى اوجوړښت په لاره كى د شاه زار صادقانه هڅى اوهاندونه ، دخلكو اوهيواد سره مينه اوځان تيريدنه ستايي اونوموړى دسولى ، صفا ،صميميت ،هيواد پالنى ،انسان دوستۍ اوريښتنولۍ لوړه بيلګه بولى 


 ۲


او زياتوى چى ليوال بلورين انسان و ،، .

ليوال ئي دجرګو اوجوړ جاړى سړۍ باله .ښائي له همدي امله وى چى په ( ۱۳۶۳ هه.ل ) كال ئي د جنوب ختيځ زون دچارو سمون ته استولى و. دده نژدى همراز انجينر صالح خان كيسه كوى چى شازار د زون د مشر اودقومونو اوقبايلو چارو وزارت معين و ،اود دولت دمخالفينوسره د ګډى ژبى دپيداكولوپه لاره كى د

پيسو دويشلو پوره اختيار درلود خو په شخصى جيب كى يي د بيت المال دپيسو اچول حرام ګڼل . يوه پلا چى

د ورته سفر څخه تازه راستون شوى و او ورپاتى شوى پيسى بيرته خزانى ته سپارلى وى په سبائي د مخامخ كيدو په مهال راته وويل : صالح خانه ياره ! راځه چى دا ليلاميو بازار ته لاړشو او يويخن قاق خو واخلو .همداسى مووكړل ، لاړو اويخنقاقونه مو واخيستل ،، .


   دا منو چى ډبرې پوستكى نه لرى او بشريت ابديت )، هيڅوك د تل لپاره ژوندى نه دى پاته شوى ، آن پيغمبران . لوى خداى په خپله بنده ګان خلق اوخپله يي اخلى ، دا دده رضا ده موږ پكى شك نه لرو .

يوازى دومره وايو چى په موږ كى تر ټولو بد دود دادى چى په ژوندونى د لويو شخصيتونو قدر نه پيژنو ، كله جى مړشى نوبيا آخ ، وخ پيل او بى ګټى ، عبث ورغوى مروړو . ښه به دا وائ چى لومړى مو په ژوند

ورته غوره كسان درك اود هغوى اړين درناوى كولاى .

دويم هغه څوك چى دعالى استعداد او وړتيا ، اخلاق او عقيدى ، ترحم ، عاطفى او نيك چلند نه برخمن او ښيګڼى ئي ټولنى اوچاپيريال ته رسى ،د هغو رنځورو كسانو په پرتله چى يواځى د زيان تخم شيندى د زيات

عمر څښتن نان واى ، خو بد بختانه په عملى ژوند كى هغسى نه ده ،بلكى هغسى چى داغيستانى متل دى : (( دښكلى ګل عمر لنډوى )) كټى ،مټى صحنى تكراريږى .

نور نو شاه زار په فزيكى ډول زموږ په مينځ كى نشته ، خو ياد او خاطرى ئئ لكه چى ملنګ جان ويلى :

(( ژوند خو يوڅو ورځى وى،نوم تر قيامت شى پاتى – پس له مرګه چاته شى پيغور ، چاته صفت پاتى )) زموږ سره تل پاتى دى . موږ دده روح ښاد غواړو ، كورنۍ او دوستانو ته ئي تسل وايواو ژمن يو چى د پا ك روح د ښاد ساتلو په موخه به يي په پلونو پل ږدو .

 روح دى ښاد وي .