کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / دولت دې دکابل کيلي ( ميدان وردګو ) ته پاملرنه وکړي

دولت دې دکابل کيلي ( ميدان وردګو ) ته پاملرنه وکړي

د ميدان وردګو ولايت چې له پلازمېنې کابل سره تر نورو مرکزي ولايتونو ډير نږدې پروت دى ، مرکزي چارواکيو تراوسه پورې دې ولايت چندان پاملرنه، نه ده کړې او د يوه عادي ولايت په سترګه ورته ګوري ، چې دا يې په حقيقت کې لويه تېروتنه ده او په ناوړه پايلو به يې وروسته وپوهيږي .

که څه هم ددې ولايت چارواکي او امنيتي مسوولين تر خپله وسه پورې د امنيت د ټينګښت په برخه کې هلې ځلې کوي ، خو مرکزي دولت يې  اصلي ستونزو لکه د  امنيتي ځواک زياتولو ، مجهزکولو او د بيارغونې د اړينو پروژو پيلولو ته لازمه  پاملرنه ، نه ده کړې ، چې له امله يې د کابل لمنه ( پغمان ، ارغندي او ان کمپنۍ ) ناامنه شوې ده  .

مرکزي دولت به فکر کوي چې دا ولايت خو هيسې هم دوي ته لنډ پروت دى او دوي هر وخت کولى شي چې د هر خطرناکه حالت په اړه يې ګام پورته کړي ، خو دا فکريې  نيمګړى او ددولت په پوره زيان دى ، تر ټولو لومړى بايد ميدان وردګ د مخالفينو له هرډول فعاليت څخه پاک شي او بيا دغه لړۍ غزني ، زابل او نورو ولايتونو ته وغځول شي ، ځکه چې ددې نورو ولايتونو وسلوال دي ، چې نوموړى ولايت يې په ناامنه ولايت بدل کړى او ددې  ولايت د ناامنى سيور بيا په مستقمه توګه پر کابل خپور شوى دى .

د ميدان وردګو ناامني دکابل د ناامنۍ په مانا ده ، ځکه چې ددې ولايت مرکز ( ميدان ښار ) د کابل په ٢٥ کيلو مترۍ کې پروت دى او دې ښار ته د ننوتو يو زيات شمېر خوندي لارې لري .
ددولت د مخالفينو هڅه هم همدا ده چې خپل ټول زور ددې ولايت د ناامنه کولو په لار کې مصرف کړي ، ترڅو نړيوالو ته وښيي ، چې دغه ده  دوي  خو دکابل تر دروازې پورې رسېدلي دي .

دغه ولايت اوس د پوليسو ، ملي اردو ، وسلې او وسايلو له ښکاره نشتوالي سره مخ دى او په کافي اندازه امنيتي ځواک نلري ، چې ددې ولايت د ټولو سيمو بشپړ امنيت  وساتي .

ددې ترڅنګ مرکزي دولت د بيارغونې په برخه کې هم تراوسه پورې دې ولايت ته  لازمه پاملرنه ، نه ده کړې .

تراوسه پورې ددې ولايت د زيات شمېر ولسواليو سړکونه کنډ او کپر دي ، اساسي او بنسټيز کارونه لکه د چک د برېښنا بند بيا ترميم ، د بېلا بېلو کانونو استخراج او ساتنه ،کرنې ته وده ورکول او ددې ولايت ميووته د بازار موندل  په کې نه دي شوي ، چې ددې ټولو چارو مسووليت مرکزي دولت لري  او د ولايت چارواکي او ادارې نه اکمالوي او د مور او ميرې چلند ورسره کوي .

مرکزي دولت دې  د نوموړي ولايت  ټولې ادارې په سمه توګه اکمال او ددې ولايت بې امنيتۍ او بيارغونې ته دې لومړيتوب ورکړي ، ترڅو په دې ولايت کې ددولت د مخالفينو فعاليتونه له منځه لاړ شي او بې امني دکابل له لمنې کډه وکړي او که جدي پاملرنه ورته ونکړي او ددې ولايت چارواکي په بېلابېلو برخو کې په لازمه توګه اکمال نکړي ، نو ددې لمنې تاو به د کابل تر ګريوان پورې ورسيږي ، چې  بيايې  مخنيوى ډير وخت او لګښت ته اړتيا لري .