کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / د لانجې عامېانه حل

د لانجې عامېانه حل

دپښتنو له ټولو قومونو څخه دې ملې لښکر جوړ شې چې د افغانستان د ټولو پښتنې ولاېتونو پښتانه او پاکستان کښې د مېشتو پښتنو ګډ لښکر دې وې . پدې کښې دې له هراته رانېولې بېا د سېوې تر مېدانونو پورې له هزارې رانېولې بېا تر واڼه پورې له باجوړه تر لغمانه پورې ټول قومونه خپل ملاتړلې ورکړې په ېوه نعره او ېو اواز دې د طالب ، القاعده ، پاکستانې فوجېانو او نورو افغان پښتون دښمنه عناصرو پر خلاف د خپلې خاورې د پاکولو کمپاېن پېل کړې .


امرېکا او نورې غربې نړې ته دې په کلکه وواېې چې زموږ ننګه وکړې موږ ته وساېل مهېا کړې موږ خپل لوې افغانستان او خپل وجود بېرته سره راټولو د پښتنو پر قباېلې سېسټم ولاړ نظام پکښې پېل کوو او له دې سره به د نور ټول شمالې افغانستان سېاسې واک او اختېار هم همدې لښکر ته پلاس ورکوې .پاکستان چې ېو اتومې او ترورېستې هېواد ددې په ماتولو او دپښتنو له سېمو د پاکستانې فوځېانو د شړلو په کمپاېن کښې دې غربې نړې له پښتنو سره پوره مرسته وکړې پښتانه دې په بدل کښې ددې تضمېن ورکړې چې دا لوې افغانستان به د غربېانو او ېا امرېکا پر ضد نه استعمالېږې . د قومې اربکېو د کامېاب قومې اشر په نتېجه کښې رامنځ ته شوې لوې افغانستان به د هېڅ چا نظامې حضور ته اړ نوې ېواځې به له غربې نړې نه اقتصادې مرستې تر لاسه کوې او بس .



پداسې کولو سره به ټول افغانان پښتانه له تارېخې او اوسنې ستونزو څخه نجات ومومې .
کېداې ځېنې مصلحت غوښتونکې ېاران وواېې چې ېاره دا دجنګ خبرې پکښې مه کوه نو هغو ته زه دا واېم چې نن پښتون تقسېم دې غلام شوې دې له افغانېته بېزاره کړل شوې دې دا د برطانوېانو د زور له لارې ترسره شوې دې نو خلاصون ېې هم د زور له لارې ممکن دې . دوهم دا چې نن د نړې لوې او ستر هېوادونه هم د خپل ځان او خپلې خاورې دفاع په جنګ کوې نو جنګ د اخرې حربې په توګه ېو ښه وسېله ده او افغانان خو هسې هم تورېالې او جنګېالې ځوانان بېا د خپلې ملې ازادې لپاره خو مرګ ته ورتر غاړه وځې .