هلمند: ۶ تنه انسان تښتونكي او غله و نيول سوه

د لراوبر اداره | اکتوبر 5th, 2008


تيره ورځ دهلمندولايت دپوليسومشر سمنوال اسدالله شيرزاد په يومطبعاتى كانفرانس كى دتيروڅوورځولاسته راوړنوبيان وكړ نوموړى خبريالانوته وويل چى دڅوورځوپه جريان كى دهلمندولايت پوليسوپه مختليفو ساحو كى غله اوانسان تښتونكى ونيول اودقانون منګولوته يي وسپارل شيرزاد وويل چى په نيول سوكسانوكى شپږغله دموټرانو،پيسو ،موټرسايكلانو،او يوكلاشينكوف سره يوځاي ونيول سوه اودوه تنه هغه كسان چى غوښتل يي ديودكاندار زوي چى دحاجى محمد په نوم وه وتښتوى ونيول سوه .

داپه داسى حال كى ده چى دكمكى اختر درارسيدوڅوورځى وړاندى په هلمندولايت كى انسان تښتونى غلاو زور واخيست چى دغلاپرمهال غلوډيري كسان ځينى په چاقو ګانواوځينى په ډزوژوبل كړى هم وه .

ديادونى وړده چى تيره ورځ دامنيي قومندانى مخ ته په هلمندولايت كى ميشتوهندوانو اوسيكانو په دي موخه سوليز لاريون كړى وه چى ګواكى ددوى ژوند نه دى خوندى اوغوښتنه يي داوه چى ددوى امنيت دي په هلمندولايت كى وه نيول سى راټول سوكسانوويل كه چيري وه نه نيول سى نوبه هلمند پريږدى دالاريون په دى موخه سوى وه چى  څوورځى وړاندى يوتن سيك دڅوتنو له خواوتښتول سواودوى ورځى وړاندى دپيسوپه بدل كى خوشى سو.

Copyright Larawbar 2007-2024