کور / شعر / بدگمان

بدگمان

 

 

بدگمان 
زه د ميني كور يم دجانان     جانان يې نه مني
زړه ته يي ټكور يمه ارمان     جانان يې نه مني
كله چې په حسن يې نظر دبد ولگئ


دود دسپيلنوشمه پريمان    جانان يي نه من
اوړمه را اړومه نظر خو په چا نه لگي
گرزي به په ده پسي چشمان    جانان يې نه مني
څومره شم اوتره كړيدلي او خفه غوندي
كله چې وي ده سره خفگان    جانان يې نه مني
زړه كې عجيبه غوندي احساس مي په څپو راشي
كله چې راياد شي تير دوران     جانان يې نه مني
وكړمه وزري اسمانونو كي ځان ووينم
كله چې يې وگورم خندان    جانان يې نه مني
كوم وخت چې وي مانه مرور او يا غصه غوندي
ځان سره مي شمه پښيمان     جانان يې نه مني
زه چي همدرد دي نه دا وينا ورته غزل كي كړم
هسي راته گوري بد ګمان    جانان يې نه مني


دشنبي ورځ دروژي دمباركي مياشتي ۲۷


ر،ه، همدرد