کور / تازه خبرونه / ملى اردو:دولسووسلوالوطالبانوته مومرګ ژوبله واړوله

ملى اردو:دولسووسلوالوطالبانوته مومرګ ژوبله واړوله

دغه عمليات دوسلوالوطالبانوپه وړاندى تيره ورځ پراته بجى دهلمندولايت نادعلى ولسوالۍ دلوى باغ په سيمه كى ترسره سوى چى دعملياتوپه ترځ كى اته تنه وسلوال طالبان وژل سوى اوڅلورتنه ژوبل سوى دى دغه خبره په هلمندولايت كى دملى اردو ددريمى ليوا دنهم كنډك قوماندان عبدالودود نجرابى وكړه نوموړى وويل چى په دغه عملياتوكى سپكى اودرنى وسلى هم ترلاسه سوى دى .

خودوسلوالوطالبانوويندويانودغه خبره ردكړه چى ګواكى په نادعلى ولسوالى كى ددوى اته تنه ملګري وژل سوي قاري يوسف احمدي چى ځان دوسلوالوطالبانووياند معرفى كوى ديونامعلوم ځاى څخه دټيلفون په ليكه كى وويل چى دوي ورځى وړاندى ددوى ملګرو په نادعلى ولسوالۍ كى دبهرنيوځواكونويوټانك په ريمونټ كنترول ماين الوزولى چى دده په وينا نهه تنه داخلى اوخارجى سرتيري وژل سوى دى .

خوپه هلمند ولايت كى دايساف ځواكونووياند دوژل سوسرتيرو په هكله څه نه دى ويلى .