کور / سياسي / دامریکا دستراتیژی تاثیر د افغانستان پرامنیت

دامریکا دستراتیژی تاثیر د افغانستان پرامنیت

دڅومودی راهیسی اوروچی امریکا غواړی دافغانستان په هکله په خپله تګ لاره کی بدلون راولی ترځو وکولی سی دامنیت په ښه کولودملی اردواوملی پولیسوپه تکړه کولوکی مرسته وکړی امریکا نوری لښکری افغانستان ته راولیږی  اودکابل رژیم ته ورکونکو کمکونو(دمیلیارډودالروځارنه وکړی ) دمخالیفینوځالی وځپی همداسی دسالمی اداری دجوړیدو په هکله اوازی اوګونګوسی خپری دی  پوښتنه داده چی دامریکا دستراتیژی بدلون به دافغانستان په امنیتی اواقصادی حالاتوکوم مثبت اثرولری اوکه به لانوره هم حالات ترنګلی کړی؟


اول :- راځودی چی دنورولښکرورالیږل به دامنیت په ښه کولوکی څومره  مرسته وکړی اوکه به نورهم حالات خراب کړی ؟ نظامی تجربوښودلی ده چی هرڅومره هدف غټیږی هغومره ژرترنښان لاندی راتلی سی دافغانستان امنیتی حالات دومره شوړیدلی دی دومره خراب سوید ی چی نورنودخرابیدووس نه په رسیږی مخالفین ډیرتکړه سویدی په مین جوړولو مین ایښودلو اوځان وژونکوحملوکی ډیرزیات تریننګ سوی دی پرته له ګاونډی هیوادوله مرستی اوس کولا ی سی چی په داخل کی داکارونه ترسره کړی هم داسی ځایونه په ولکه لری چی ځانونه وساتی نورملګری تربیه کړی اودهغه ځآیه قومانده ورکړی اوهم یی په ولس کی دپام و
 ړملاتړ ترلاسه کړی دی ولس که همکاری ورسره ونکړی نومخالفت یی هم نه کوی اونه یی کولای  سی له دولت نه اوس خلګ ډیرلیری سوی اوخوابدی سویدی لنډه داچی مخالفین اوس کافی  اوډیرتجربی لری که امریکا هرڅومره ډیری لښکری رالیږی  هم به یی هغومره ډیر مری اوهم به پرګاونډیانویوبله دویری تبه راولی هغوی به نورهم دامریکاپه ضد خپل تحریکونه کړندی کړی  هغوی اوس هریوه کافی ملګری پیداکړی دی په ډیره اسانی کولی سی چی تخریب کاری زیاته کړی  اوهمدارنګه دملی اردواوملی پولیس اوس هم دمخالیفوترشمیرنی لږ ندی اونه هم دناتواوامریکا عسکرلږدی  دافغاننستان تاریخ ثابته کړیده چی دلته امینت نه خپلی لښکری راوستلای سی اونهم پردی اونه هم موډرنی اسلحی ډیرلیری به نه څودروسانودانږدی تجربه ددی حقیقت ثبوت دی هغوی هم کافی لښکری راولیږلی اوهم ډیری موډرنی اسلحی  که دحقیقت نه سترګی پټی نه کړو دافغانستان امنیت اوحالات په دی نه دی خراب سوی چی دلته جنګی وسایل اوعسکرنسته د۱۳۸۷کال دثورپراتمه کافی عسکرپه غازی سدیوم کی موجود وه ولی ونه توانیده چی دمخالیفیومخه ونیولای سی اصولا جګړه ځوڅیزونه غواړی انګیزه، پیسه،  اسلحه اوبشری قوه په افغانستان کی هم دناتواوهم افغانی لښکری هم پراخی پیسی ورته راځی اوهم تریوه حده سلاوی لری خصوصا دناتوقواوی ډیرموډرنی اسلحی لری اوشمیریی هم کم ندی  Ù �لی په جګړه کی سست دی  علت یی دادی چی انګیزه نه لری دجګړی هدف، اوسرحد وخت  اوخاوند روښانه ندی که دناتوقواوی جګړی ته ځی هم لکه په زورچی یی کشوی اوکه افغانان ځی هم داسی دی نوزما په خیا ل دډیرلښکرورالیږل به دومره ګټه ونلری لکه ولسمشرکرزی اوبوش چی ورته امیداواره دی .


دوهم : دپیسو ځارنه هم دلته ممکینه نده ځکه  داوسنی دولت لوړی پوړی چارواکی په غلااواختلاس کی داسی تریننګ سوی دی چی په اوسنی نړی کی به یی نه یودولت داسی ماهرغله اورشوت خواره ولر ی اونه به یی لرلی  وی مشکل په دی نه دی چی دلته پیسی ندی راغلی دافغانستان په تاریخ کی به دومره پیسی یوه دولت ته هم نه وی راغلی لکه دکرزی دولت ته چی راغلی ولی بیاهم ملت وږی تږی بی کاره لا لهانده مریض اوسرګردانه دی ددی لوږی اودربدری علت دانه دی چی پیسی نه دی راغلی  بلکه پیسی پرداسی لاروو نه لګول سوی چی دخلګودرد په دواسی نه تراوسه دټولنی ضروری اوغیرضروری کارونه سره بیل سوی دی یوه تن راته وویل چی شیرزی صاحب په ننګرهارکی په میلونو ډالره دلوبوپه پارکونوجوړولو مصرف کړیدی اوډیرښه کارکوی ماورنه پوښتنه وکړه چی په ننګرهارکی خلګ دلوږی غارمه راکښینی بی کاری اوغربیی خلګ ترسږموراوستلی دی که چیری شیرزی صاحب په دغه ډالرو یوه دحجاری اونجاری فابریکه جوړه کړی وای اویایی یوه دبوری فابریکه جوړه کړی وای اوهلته اوس په زرګونوخلګوکارکولی ده کولای سوه چی یوکال وروسته یی ددغوفابریکو په ګټه دغه پارکونه جوړکړی وای هغه وژندو وږواوتږوته یا زیارتونه جوړوی اویا بی کارانوته پارکونه جوړوی کله چی دیوه چا بچیان وږی وی په وچه ډوډی پوری حیران وی هغه به دلوبودپارکونوچکرځومره مزه ورکړی
‡ داسی حال کی چی په دی دولت هغه دکارسړی یی هم داشیرزی دی دادولت هسی په اوبوکی لوټه ایږدی اوپښه پرایږدی اوترتیریږی یا خوداسی دی چی بادارن ورته وایی چی دلته بنسټیزه ابادی مه کوی یایی لیاقت نلری په اهمیت یی نه پوهیږی په په داسی حال کی چی افغانستان واساسی جوړته اړتیالری چی خلګو ته کاراوډوډی پیداسی خلګ دتوپک نه ځان لیری کړی مشکل دپییسو په لږ والی کی ندی اساسی ستونځه داداری په فساد کی ده چی نه سمی پسی استعمالولی سی اونه هم ورته پلان لری اوکه یی پرځای اودرک استعمال کړی نودوی به په په شیرپورکلا، دوبی، لندن ،اوواشنګتن کی بنګلی په ځه شی جوړی کړی اوسنی اداØ �ی ته چی هرځه پیسی راهم سی هغه به دمافیا په ګټه تمامیږی نه دافغانستان دمظلوملت په ګټّه که اوه کلنه تجربه وګورو په داخل کی داسی یوځوک چی هغه دی وطن اوملت ته صداقت ولری ما خویی بنګلی نه دی لیدلی که یوازی  دشیرپورګلا کورونه اوبنګلی ووینو پوهیږوچی داپیسی ددی خلګونه دی اونه دتجارت اوزراعت پیسی دی داټوله دمافیا اساسی خلګ دی اوراغلی کمکونه هم ددوی په واک کی لویدلی دی موږکولای سوه دغه پیسی چی دامافیا دغړوبنګلی اویا لوکس موتران په رانیول سویدی داسی فابریکی جوړی کړو چی په ټول هیوادکی به نه یوتن بیکاره چا لیدلی وای اونه به هم دلته دبله هیواده موږواردات لرلی بلکه زموږصادراتوبه نړی ته تکان و .


�ړی وای ځکه موږ هم خام مواد لرو اوهم غښتلی موټی مشکل یوازی دادی چی پسی ومافیاته راځی نه ملت نه دملت دپاره استعمالیږی .
دریم : – امریکا غواړی ددی سترایژی په بدلون  دمخالیفینواوالقاعدی دځالودځپلودپاره موثرګام پورته کړی  په داسی حال کی چی داکارنه په ډیرپیسوکیږی اونه په لښکرو ددولت دمخالیفنومخه یوازی قومونه ینولای سی نه لښکری اوقومونه ددولت نه په ډیراوږده واټن لیری سویدی اودی لیری والی  مخالفینوته موقع ورکړی ده چی دځآن په ګته یی وپاروی .
دافغانستان قومونه که لوی دی که یی واړه ښا خونه دی ټوله تراوسه  نه مدنی دی نه ښاری دی نه تراوسه ملی بڼه لری اونه سیاسی دی ټول قومونه تراوسه لا نظامی قطعی دی هغوی دری ځیزونه په هیځ صورت دلاسه نه ورکوی .


الف : دین اومذهب ب : قومی تشکیلات ج: سلاوی د : جرګی  داقومونه تجربه لری اوپه هر پیړی کی ځوواره  ورته تکرارسویده چی یواستعمار شړی بل یی شاته ولاړی و ی دین ، مذهب اوسلاوی  ددوی دپاره دهراستعمار پرضد دراټولیدو اوجګړی ډیره قوی انګیزه اووسیله ده  چی ورته جهادوایی خوقومی تشکیلات اوسلاوی بیا ددوی دنظامی نظم اوداخلی رقابتونودپاره ډیرښه وسیله ده په دی ځیزونوکی هم دوی ځان ساتلی سی اوهم خپله خاوره  دقومونوتشکیلات داسی نه دی لکه دیوه منظم وزارت دفاع اویا یوه قول اردو چی هله که وزیردفاع مړسی یا وتښتی اویا خرځ سی جګړه مقابل طرف ګټی دلته په زرهاو په ظاهرغیرمنظÙ �ی قطعی پرتی دی قومانده یی هم خپله ده منطقه یی هم خپله ده خوراکه یی هم خپله ده دداسی نظامی قطعاتوسره جګړه اسانه کارندی  اوامریکا اوس ددی جګړی منځ ته ورننوتلی ده ګټل به هم په ورته ډیرګران تمامیږی اوپرشا کیدل به یی ترهغه لاهم ګران وی دددی جګړی ګټل لښکری نه سی کولی خوقومونه یی کولای سی که هرقوم نورهیځ کمک ونکړی دومره وکړی هر نابلده سړی ته ووایی چی زموږکلی ته مه راځه مه زموږواړه اوزاړه راووژنه اوخپل دکلی خلګ دی ته وهځوی چی خپل کشران کښنوی زه فکرنه کوم چی مخالفین دی بیا وتوانیږی بری ترلاسه کړی دلته خو امنیت دمخالفینودزوردلاسه ندی خراب سوی همدغه مخال فین دکرزی ددولت په لومړی سرکی وه ترلØیرپه قهرهم وه ولی چاته جرات نه سوکولای چی ددولت په مخالفت څه ووایی هلته دخلګودکرزی دولت ته طمه وه چی ګوندی دابه وکولی سی چی دی وطن ته کاروکړی دخلګو دردبه دواکړی ولی دولت ددی پرځای چی خلګوته کار وکړی خلګ یی وژړول خلګ یی وشړل ناراضه اوناارامه یی کړه غله اوداړه ماران یی دملت پراوږوسپاره کړه راغلی کمکونه اوهرځه یی دملت ددښمنانوپه لاس کس ورکړه ولسونه  بی هیلی یی کړه ملت دولت ته شا کړه مخالیفینومخه راوکړه که له حقیقت نه سترګی پټی نکړو امنیت خودفاسدی اداری لخوا وران اوویجاړسو نه دمخالیفینودښی سابقی په وجه همدا کرزی و خپل ملګری یی دمخالفینولمنی ته ور وغوځول تاسی وګوری اوس نه تجارنه سرمایه دار نه ګروندګرنه کارګر نه روشنفکراونه هم ددولت خلګ ددولت نه خوشحاله دی اونه یی ملاتړ کوی  ځکه یو کس هم نه خپل امینتی نه خپل اولاد نه خپل مال دځان بولی اونه دایندی دپاره کومه امیدواری وینی ترنوروخلګو یی والیان ترکښته مامورینویی وزیران اوریسان  دکرزی اودهغه داداری ډیرشکایت کوی پارلمان ته چی ورسی پروزیرانوبد وایی اوکله چی وزیرانوته ولاړسی هغوی وایی چی موږدددی وکیلانودلاسه نه کارکولای سواونه خدمت یوځی اوبل راځی خپل خپلوان اوپه رشوت دخلګو کارونه په اجاره اخلی استخبارات پرمحاکم عدلی بد وایی پارلمان یی پرا منتی ارګانووایی اوملت یی پرټولو ملت�ځه وینی لاکن نه سی کولای چی مخه یی ونیسی ځکه امریکا دیوی ټګی اولوټماری اداری شاته ولاړه ده دملت ورسره زورنه رسیږی اوس یی دولت اومخالفین سره پری ایښی دی چی ځه کوی ملت ورته لاره ورکړی ده سره لدی چی ملت دردوینی مجبورسودیدی په یوه خبره نړی اوافغانان ټول یونظرلری اوهغه دادی چی دادغلواداره ده خلقیان اوپرچمیان چی هرځه وه خوغله اورشوت خواره نه وه خواوس داسی ترین سوه چی دانوریی پیښی هم نه سی کولی حتی اکثره خارجیان دلته په رشوت اموخته سول کومی پروژی چی دبازسازی دخارجیانولخواورکول کیږی ممکینه نده چی بی ونډی به یی ځوک ترلاسه کړی زه نه پوهیږم نړیواله ټولÙ �ه یا پخپله بوش به په چا دکمکونوڅارنه وکړی ؟ اوداسوال نه یوازی ما بلکه ټول ملت مطرح دی ؟ نوکله چی دیوه دولت سره نه قومونه ولاړوی نه قشرونه ولاړوی نه ګوندونه ولاړی وی په غیردیوځوغلواورشوت خوروچی هغوی ایمان ترګیډه کړی سترګی یی ړند کړی شرم اوحیایی غورځولی خدای اورسول ترشا کړی اویوازی دډالرودپاره یی لیځی راغښتی دی په دی ځوکسانوبه ځنګه هغه مخالفین چی دځان نوم یی مرګ ایښی دی وځپل سی په داسی حال کی چی هغوی داسی انګیزه ورکول سوید ه چی مرګ په خپله اوخوشحالی ورځی اوځوک چی مرګ ته په خوښه هرکلی کوی دهغوی مخه نیول په داسی ډبسه اوغلونه ترسره کیږی کوم چی اوس Ø
 �مریکا ورڅرمه کړیدی اویا ورباندی کار�ی .


ځلورم : – دملی اردو اوملی پولیسو حمایه کول ! داکار ګټه نه کوی دسیایی لښکری که زیاته هم وی په دردنه خوری رابه سو دی خبری ته چی زموږملی اردو ملی پولیسوته دچا زامن ځی اوولی ځی ؟
په دی ځوکاله  کی همداپاټکیان دی اوړی رااوړی چه کله د تنظیمونو خپل منځی جګړی تودی وی همد اکسان یی دلومړی لیکی خلګ وه چی کله دمسعود اوطالیبانوجګړی وی همداکسان وه چی کله کرزی راغلی دهمدی پاټکیانونه یی دملی پولیسوبنسټ کښییښودی داسی ځوک چی هغه باغ ولری مځکه ولری دوکان ولری  موترولری پلاریاوروریی ماموریت ولری یا دکاروبارلس زره ډالره هم ولری ترځودخپلوبچیانووچه ډوډی پیدا کړی سی هغه نه خپل زوی اونه خپل ورور ملی پولیسوته لیږی اونه یی ملی اردوته لیږی اکثریت هغه کسان چی دمیاشتی پنځه زره افغانی هم نه سی پیداکولی هغه ملی اردوته ځی یا ملی پولیسوته ځی اوداÚ �ثره داسی کسان دی چی یا په کلی اوکوځه کی په غلا کیسه بری جرسو اوهیروینونومعتاددی ددوی اکثریت یی بی  سواده اودهغو کورینونه دی چی سرپرست نلری اوهرڅه چی کوی کوم مسولیت کورنی کلی اومشرانوته نه احساسوی همداعلت دی چی یوازی په سږ کال کی په زروپولیس پرلویولارویاموتران شکوی یا دخلګوکورونه لوټوی اویا هم پروړوماشومانوجنسی تیری کوی ځکه اکثره یی نه ملی مسولییت احساسولای سی اونه هم کورنی ( فامیلی ) نودداسی کسا نو نه یواز ی پخپله بی لاری دی بلکه هرځوک چی ددوی څنګ ته ورسی ددوی په اعمالو ملوث کیږی نولوی اوکوچنی یوهم دملت په درد نه خوری یو وړوکی لښکر کولای سی چÛŒ ښه معاش ښه ژوند اوښه امتیازات ولری Úرځه وکړی ځکه هلته کیدای سی ډیرشریف ځوانان دډیرو شریفوخلګو زامن اووروڼه دخپل اقتصادی حالت دښه والی عزت اوخدت دپاره پولیسو ته ولاړسی  نه دوچی ډوډی پوری حیران خلګ  دلښکرترډیرولو دلښکرروزنه ساتنه پالنه اوځارنه په کارده په هیځ صورت ګډوډ اوبد اخلاقه وږی تږی تږی معتاد اوفریشانه پولیس اوعسکرنه سی کولای چی دداسی یوه قوی دښمن په مقابل کی وجنګیږی اونه هم دجنګ قوی روحیه لرلی سی  بیا په داسی یوه اداره کی چی هلته سرترپایه فاسده وی هلته عسکر اوپولیس وینی چی زما مشر یا زما صاحب منصب په رشوت اوټګی اخته دی هغه څنګه اوځوک کنترولای سی اکثره دپولیسو مامورین چی بد لیږی خپل زیردسته خلګ خصوصا چی خپلوان یی وی دځانسره بدلوی ترځوهغه کارونه خصوصا درشوت اوعیاشی کارونه چی یی په پخوانی ځای کی ځنی اخیستلای  سوه په نوی ځای کی ځنی واخلی .


ترځو چی امریکایان خپل لاندی ټکی اصلاح نګړی اوپه هغه کی بدلون رانه ولی ترهغو داسی تغیرات چی اوس په نظرکی دی هیځ ګټه نکوی اونه هم امنتیت ښه کولای سی .


هغه کارونه دادی
اول : – څنګه چی امریکا په پاکستان کی تغیرات راوستل باید په افغانستان کی یی هم  تغیرراولی ځکه دااوسنی فاسده اداره نه یوازی دیوه سمی اداری دجوړیدوتوان نه لری داخولاپریږده چی نړیوال ترویزم کامیابه جګړه پرمخ بوزی بلکه ټول مشکلات هم دی اداری جوړکړی دی زماپه خیال امریکا اومتحدین به یی دکرزی دناکامی اداری ټول مسولیتونه په نړی واله کچه په غاړه اخلی ځکه دکرزی کړه وړه اودهغه دولتی جوړ نه یوازی دافغانستان حالت خرابی ته راکش کړیدی بلکه دنړیوالی ټولنی اعتبار اوحیثت ته یی سخت زیان ورساوه پیسی یی مصرف سوی خلګ یی مړه سوه اوددی سره سره ماته یی په میراث کی و رتÙ‡ پاته سوه  که نړیواله ټولنه عقل ولری باید  اولین کارداوکړ ی چی داله قدرته وغورځوی اوحساب ورسره ورکړی  ملت هم ددی اداری نه خپه دی قومونه، قشرونه، اوګوندونه ټول خفه دی اودی اداری اوس په درواغواوخیانت کی شهرت موندلی دی دااروپا نه ده نه امریکاده چی هلته درواغ ډیره ساده خبره ده بلکه دلته چی یوځوک په درواغو کی شهرت پیدا کړی بیایی خلګ دشهادت کلیمه هم نه منی .


دوهم : امریکایان لکه روسان یوازی پرخپلو مزدورانواواجنټانوحساب کوی دهغوی نه مشوره غواړی دهغوی خبری منی دهغوی دراپوروپه اساس کړنی کوی چی داکارهیځکه دبری ترلاسه کولو لاره نده یوجاسوس  حتما داسی یوراپورنه ورکوی چی دده دشان کمی کی راځی اویا دده رتبه اومعاش کمیږی ټوله په درواغو اوټګیوداسی نقشی جوړوی چی دده مقام ته زیان ونه رسیږی ولی دلته یو سترملت پروت دی ډیرهوښیارخلګ سته ډیرپروطن مین خلګ سته ډیرپاک اورښنیتی خلګ سته دینداره اورښتاویونکی خلګ سته ولی دهغوی نه څوک پوښتنه نکوی روسان هم په دی کارناکامه اوبدنامه سوه اوامریکا هم اوس دهغه پرپله روانه  Ø �ه که امریکا هرځه ته تغیرورکړی ترځو دجګړی اومخالفوټولولوروسره اړیکی ونه ساتی دهغوی خبری وانه وروی تریوه حده یی ونه منی مشکله ده چی په دغوتغیراتو دی بدلون راولی ځکه ددغه اداری په وجودکی نه ملت بیا ددولت ملګری کوی اونه قومونه دلته مخالفین ډیرمطرح ندی اصلا ملت ډیراهمیت لری زوردقومونوسره دی ترځوچی قومونه دیوه دولت سره ونه دریږی ترهغو دولت پيښی نه سی ټنګولای خبره داده چی دلته ناتوهم  یولاس نده هردولت ځانته خپله پالیسی لری نه یی خبره یوه ده نه یی پالیسی یوه ده  ترځوچی دافغانستان دحقایقوته په ګډه متوجه نه سی خپله پالیسی ویه نه کړی دامشکلات حل نه لری تاسی وګوری روسانوڅوسیاسی ګوندونه درلودل اوځوپیړی یی( کی جی بی) پرافغانستان کارکړی و ډیرخلګ یی درلودل ډیرجاسوسان یی لرل  ولی چی دقومونوملاتړیی دلاسه ورکړی دپښوولویده امریکایان هم په دی بد بختی کی اخته دی دافغانستان مشکلات په دننه کی ندی ټول ددباندی نه ورباندی تپل کیږی  دلته شپږ زرکاله کیږی چی هراستعمارددی لاری ځی راځی افغانستان په حقیقت کی دامپراطورانود فتحی لاره جوړه سوید ه چینګیزددی لاری راغلی ،هلاکو، تیمورلنګ ، سکندر، انګریز، روس، اودادی امریکا هم ددی لاری راغله ترځو چی دادتلوراتلو لاره په اساسی ډول حل نه سی امکان نه لری چی دلته جګړه بنده سی دااوس هم که نن امریکایان وزی بیرته به روسان راځی که امریکایان، روسان ،انګریزان، اوشورای امینت غواړی ددی مشکل اسا سی حل پیداکړی موږحاضریو چی دوی دوی ته پلان ورکړو چی دافغانستان داسی حل راوایستل سی چی نور به دیوه هیواد وامنیت ته ضررنه وی  اونوربه دالاره دهیچا په ضد نه استعمالیږی اونه به نورددی ځایه نړیوال امنیت ته زیان رسیږی خوداکارهلته کیدای سی چی لوÛ Œ قدرتونه دادرک کړی چی ددی ځایه پرمخت
نه سی کیدای اونه امکا ن لری اوترځو چی دلته شکیلی قواوی ونه غواړی چی دامسله په اساسی ډول حل کړی همدا جګړی به وی ددی قومونوسره په جګړه کی نه امریکایان نه  روسان نه بل قدرت بری میندلای سی داوطن دجګړوتجربی لری اوداقومونه دبل چا ګوډاګی دولت نه منی اونه یی منلی دی داهسی یوه خطرناکه تیروتنه ده افغانان تروریستان نه دی داخبره لکه کمونیزم اونورپرد مکتبونه چی پردی ملت ددباندی نه راغله داهم دبله ځایه راغلی خودامریکا غلطو پالیسو اودکرزی کمزوری اداری داسی حالات راوستل چی زموږخلګ یی قصدا دالقاعدی لمنی ته ورټیل وهل امریکایان په افغانستان کی دوه ډوله دښمنان لری چی یو یی دننه په افغانستان کی دی چی اکثریت یی په دولت کی شامل دی داهغه تنظمونه دی چی ګاونډیانوجوړکړی دی اوس هم دهغو پرډاله اټن کوی یوه ډله هغه مسلح خلګ دی چی چریکی جنګ کوی خواساسی دښمنان زموږ ګاونډیان دی هغوی یوخودامریکا شتون په افغانستان کی نه سی زغملای اودوهم هغوی دافغانستان دپرمختګ نه غواړی دوی په افغانستان کی دخپلو ژبینی اوقومی اړیکونه دامریکاپه ضد استفاده کوی خوامریکایان یوازی دطالیبانوسره په جګړه ټنګارکوی ولی اصلی دښمنان چی هم افغانستان خرابوی اوهم امریکا ناکامه کوی اساسی ریښی دپولی دبان دی دی پام نه اړوی  که خلص ووایو دامریکا اساسی دښمنان که  په دولت کی دننه دی که له دولت نه دباندی خوپالنه یی زموږ دګاونډیانولخوا کیږی هغوی دولت داسی حال ته راوستلی دی چی نورنودخرابی وس نه په رسیږی ولی دکرزی په اداره کی هیځ کارمخ ته نه ځی ؟


اول : نوموړی نورملت ته بی اعتباره سویدی .


دوهم : دهغه اداره دومره ورسته سویده چی نوره دپتری کولوتوان نه لری .
دریم  : دروس ایران پاکستان اوهندوستان ګوډاګیانوداسی محاصره کړی دی چی دښوره یی ایستلی دی.


ځلورم : داسړی نه سیاسی جرات لری اونه سیاسی تجربه یوازی دملګ په ورانولواودرواغو ښه پوهیږی .


پینځم : پروعده ولاړنه دی .


شپږم : ذهنی استقرارنلری .


اوم    : کاری ګروپ نه لری دګوندویا تنظموخلګ دده دحکومت دنیک نامی دپاره کارنه کوی.


اتم    : کورنی یی ټوله په اداری فسادکی ککړه ده .
نهم    : دپښتنوونه ډیره ویره لری کوښښ کوی چی پښتانه کمزوری وساتی.


لسم    : دګوندونه ډیربد وړی افغان ملت یی دجیلانی پوپل په لاس پردوبرخووویشی  حزب اسلامی  جمعیت اسلامی دپخوانی پا چا ملګری یی پارچه پارچه کړه .


یولسم :  په سړی پیژندنه کی ډیرناکامه کس دی.
دولسم  : دیموکراسی ته یی سترخیانت وکړی دییوکراتیک قوتونه اوس ځان لیړی ساتی .


دیارلسم : دبیت المال مسله نوره اصلاه دمنځه ولاړه دبیت المال پیسی اوس دی په سیاسی رشوتوکی استعمالوی  .


ځلورلسم : کورنی اختلافات یی شدید سویدی ځینی ورونه یی اوس په قول نه کوی.


 پنځلسم  : پخپله کابینی غړی یی بد وایی والیان یی بد وایی قوماندانان یی بد والی وکیلان یی بد وایی .