کور / شعر / مات زړه

مات زړه

كه په ځمكه كې را شنه شي خوبرويان
په قسـمــت كې زمـا نشـــته ګل خوبان
كه له پاســـه و واريږې يوســـف مخي
بــس زمـــا دى ســراســر په كې تاوان
د ښـــايسـت ثاني مې نشته په جهان كې
غمــــازي كړې چــارچــاپيره تربوران
كه يوځل مې خپل ورك شوي اشنابياموند
د رقيـب په خوله كې مات به كړم دندان
د زهــــير ژوندون له ښكلو نه خالي دى
ورســـــــــره ګرځي په خوا كې رقيبان



شمشادتلويزيو