غزل
بـېــګـاه سـتـاپـه هـجـران كـې دم په دم ويلې كېدم
تـۀ څــه راخــبــرېــدې ويــلــې كــېـدم ويـلـې كــېـدم
كه هرڅومې ستايادوكې بوتان له خياله جوړكړل
تــسل مــې دزړه نــه كــېــده بـيـاهـــم ويـلـې كــېـدم
رښتيني دارښتياوايي چې څوك له غـمـه نه مري
زه خـواربـه وخـتـي مــړوى چــې په غم ويلې كېدم
پـوهـېـږم نــه بـېـګـاپـتـنـګـان چـېـرې ووچـې نه وو
لــه عــشـقـه لـكـه شـــمـه ژړېـــدم ويــلــې كــېـدم
يــادونــه دې بــل شــوي ووزمــادزړۀ پـه كــوركــې
د( شمس ) غـوندې،له مينې سوزېدم ويلې كـېدم
shams_khostai@yahoo.com