کور / تازه خبرونه / جمهور رئيس ته د رايوو وركوونكو ثبت نام شروع سو

جمهور رئيس ته د رايوو وركوونكو ثبت نام شروع سو


د افغانستان د جمهوري رياست د ټاكنو كمېسون وايي د دوشنبې په ورځ يې په كابل كي د رايو اچوونكو د نومانو ثبت پيل كړ، چي د ۲۰۰۹ كال په مني كي به يې د نوي جمهور رئيس د ټاكلو دپاره وكاروي.
څلور كاله وړاندي نيژدې ۱۳ ميليونه افغانانو د خپل هيواد د ولسمشر د ټاكلو دپاره نومونه ثبت كړي وه چي د انتخاباتو د كميسون په وينا د امنيت د نسته والي له كبله به دا ځل يوازي اته ميليونه كسان نومونه ثبت كړي او هغه كسان چي پخواني كارډونه ورسره موجود وي اړتيا يې نسته چي بيا نومونه ثبت كړي.
د انتخاباتو كمېسون وايي په دې اته ميليونه كسانو كي به هغه چا ته كارډونه وركړي چي يا يې پخواني ورك سوي وي او يا هم له مهاجرت څخه هيواد ته را ستانه سوي وي او عمرونه يې تر ۱۸ كلونو لوړ وي.
ټاكل سوې ده چي د را روان ۲۰۰۹ كال په مني كي د افغانستان د نوي جمهور رئيس دپاره انتخابات وسي، خو د هيواد په جنوب او ختيځو ولايتونو كي چي اكثره يې پښتني سيمي دي جګړې رواني جګړې ښيي چي دا پروسه به ناكامه وي او كه د جګړو مخنيوى ونسي په را روانو انتخاباتو كي به د پښتنو رايه اچوونكو ونډه ټيټه كړي.