کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / د تورونو ردول که کمپاين کول ؟

د تورونو ردول که کمپاين کول ؟

په ظلم كې له نورو سره لاس مه يو كوئ او په لوى لاس د ظلم بنسټ مه ږدئ او فرعونان مه جوړوئ او په ټولنه كې د بدې لارې بنسټ مه ږدئ چې بيا به خپله هم د دې لارې قرباني شئ.

په سايټونو كې د روښان افغان په نوم يو كس چې يقيناً مستعار نوم دى، پرته له دې چې خپل ادرس وښيي او ووايي چې د چا له ستېژه غږېدلى، د احمدولي كرزي نه يې په دفاع يوه مقاله خپره كړې او په خپلو شننو سره يې په خپل زعم د نشه يي توكو له قاچاق سره د احمدولي كرزي د تړاو هغه تورونه رد كړي چې د بهرنيو چارواكو له خوا پرې لګېدلي وو او يوه ورځ مخكې د نيويارك ټايمز له لارې خپاره شوي وو.

ده د ولي كرزي پر ضد دغه تورونه سياسي غرضونه او د ده د انتخاباتي كمپاين پر ضد يو كمپاين بللى او ويلي يې دي چې په دا راز تورونو لګولو سره ځينې كورنۍ او بهرنۍ كړۍ غواړي چې جمهور رئيس كرزى بدنامه او له ولس، نړيوالې ټولنې او دولت څخه يې ګوښه كړي. ده په خپله مقاله كې په خپلو څرګندونو سره د افغان ولس له احساساتو سره يوه بله د سياسي قاچاق لوبه هم پاللې او په دغه مقاله كې يې داسې ښوولې چې ګوندې كرزى ځكه د پښتنو د كورنيو او بهرنيو دښمنانو له دا راز مغرضو څرګندونو، توطيو او دسيسو سره مخ كيږي چې پښتون دى، پر پښتنو ولاړ دى او پښتانه د كرزي د سياسي مشروعيت تكيه ګاه او ملاتړي دي او په ځانګړي توګه د دولت اپوزېشن د شمال ټلواله غواړي چې دى بدنامه او د پښتنو له ملاتړ څخه بې برخې كړي. ده زياته كړې، برعكس هغه څوك چې غير پښتانه او د شمال ټلوالې غړي او له يوه سره د قاچاق مافيا دي د بهرنيانو له خوا پرده پر اچول كيږي او د دوى پر وړاندې له څرګندونو څخه ډډه كيږي.

ليكوال په خپلو دغو څرګندونو سره هڅه كړې چې كرزيان له تور څخه بري او سپين كړي او په يو ډول كمپاين ورته وكړي. ده په يو ډول پښتانه هڅولي چې كرزي ته رايې وركړي او د شمال ټلواله يې د پښتنو دښمنه ګڼلې او همدا راز د ټولټاكنو د مهال د تجربې د ژوندي كولو هڅه يې كړې چې هغه مهال راى وركول په قومي وېش ووېشل شول او پښتنو خپلې رايې كرزي ته وركړې او دا د دې لامل شول چې هغه اكثريت رايې خپلې كړي او ولسمشر شي.

كه څه هم د مقالې ليكوال هڅه كړې چې د شمال ټلواله د پښتنو دښمنه او كرزيان د پښتنو خواخوږي او دوستان وښيي، خو بيا هم په دې نه دى توانېدلى چې له شمال ټلوالې سره د كرزيانو په دوستۍ او خواخوږۍ او كوم چوپړونه چې دغې ټلوالې ته كرزيانو كړي، پرده واچوي.

دا چې ولي كرزى له نشه يي توكو، ځمكې، د وژنې او مالي فساد له مافيا سره څه تړاو لري او كه نه، بېله خبره ده او دا به هغه وخت ثابته شي چې د كرزيانو له ملاتړ څخه فلك لاس واخلي، د بخت كاسه يې نسكوره او له واكه لرې شي، خو هغه څه چې په ډاګه دي هغه دا دي چې كرزيان د سياست په قاچاق او د ولس د احساساتو په لوبولو او له احساساتو نه په ناوړه ګټه اخيستلو كې تر هر بل قاچاقبره او لوبغاړي، ښه پخه تجربه او اوږد لاس لري.

لومړى دا چې كرزيان نه په پښتنو كې اوسېدلي، نه پښتنو خپل استازي ټاكلي او نه يې چا پر پښتنو كوم ننګ لېدلى دى. كرزى لومړى له امريكايي چورلكې په روزګان كې پياده شو، بيا د بن په غونډه كې د بهرنيانو په وچ زور پر افغان واكمنۍ وتپل شو او بيا وروسته د دوو بدو كانديدا په توګه (كرزى او جنګسالاران)، د ولسمشرۍ ټولټاكنو ته رامخته كړ شو او افسوس او سل افسوس چې د ټولټاكنو د اجباري او پر قومونو د وېشل شوي چاپېريال له امله  پر پښتنو تحميل شو او پښتنو د جنګسالارانو او جنګي جنايتكارانو پر وړاندې پر ننګ وكړ، رايې يې وركړې او د غوڅ اكثريت په ګټلو سره پر نورو سيالانو بريالى شو. دا خو له ده سره د جنګسالارانو او جنګي جنايتكارانو پر وړاندې د پښتنو ننګ او ځواني وه، خو پوښتنه دا ده چې كرزي د پښتنو د دغه ننګ او پښتو پر وړاندې څه ورسره وكړل؟

د پښتنو د خوښې او غوښتنې پر خلاف له شمالي ټلوالې سره يې لاس يو كړ، د هغوى يو مشر چې په جنګي جنايتونو تورن او د پښتنو په وژلو كې يې تر ټولو غټ كردار ادا كړى و او ملي خاين و ورته د ملي اتلولۍ لقب وركړ او تر نن ورځې يې د هغه تلينونه ونمانځل او د هغه د مبارزې او مقاومت په بر حق بللو سره د لسو زرو شهيدانو او په لسګونه زره د پښتنو مجاهدينو هغه هيلې په اوبو لاهو كړې او پر جهاد يې د بطلان كرښه راكاږله چې د پاټك، د مړو د نڅا، د تيونو د پرې كولو، په سرونو د مېخ وهلو، جنسي تېريو، چور او تالان، غلا او لوټماريو، نا امنيو، شر او فساد او د هېواد د تجزيې پر ضد جنګېدلي وو او په خپلو سرښندنو سره يې په هېواد كې د شر او فساد ټغر ټول، نسبي سوله او امنيت ټينګ او د هېواد د تجزيې مخه يې ونيوله،

ده د ټولټاكنو له ګټلو وروسته ټولې مهمې څوكۍ جنګي جنايتكارانو(شمال ټلوالې) ته وركړې يعنې هغه چا ته چې نن ترې په ظاهره ښاغلى روښان او كرزيان سر ټكوي او د ډموكراسۍ او په ډموكراتيك نظام كې د اپوزيسيون د تعامل پر خلاف چې له دولت څخه بهر په ګوښه كې پاتې كيږي، له همدغو ملي خاينانو او جنګي جنايتكارانو سره په ګډه يوه فاسده اداره او فاسد حكومت رامنځته كړ چې دا وخت د پښتنو پر وژلو او د ملي ګټو پر لوټولو لګيا دى او همدا راز د پخلاينې د منشور تر سرليك لاندې د پارلمان د يو سند په لاسليكولو او منلو سره يې ټول جنګي جنايتكاران له عدلي تعقيب څخه معاف او په دې توګه د مظلومو افغانانو پر ستوني يې د بېعدالتۍ او بېرحمۍ چاړه راكاږله او په هېواد كې يې د لومړي ځل له پاره د جنايت د معافولو د يوې  كږې لارې بنسټ كېښود.

ښاغلى روښان دې ځواب ووايي چې د ليلې د دښتې د پښتنو قاتل جنرال دوستم او جنرال مالك، د امريكايي ډالرو جېب ته كوونكي لكه مارشال فهيم، يونس قانوني، رسول سياف، خليلي، ضيا مسعود او په سلګونه نور جنايتكاران او د روښان په قلم د قاچاقو مافيا، چا په دندو ګومارلي او ښاغلى روښان چې ورته ګوته نيسي او وايي چې كه د نړيوالو له خوا يې د ژوند تضمين وشي نو دى به د شمال ټلوالې د نشه يي توكو د قاچاقبرانو نومونه واخلي، چې امريكا او نړيوالې ټولنې پرې سترګې پټې كړي دي، دا ټول چا په دندو ګومارلي؟ او د ولسمشر له خوا يې ولې مخه نه نيول كيږي او د ولسمشر مسووليت په دې اړه څه دى؟

كه وويل شي چې كرزى واك نه لري، دغه كسان د بهرنۍ لاسوهنې په لړ كې پر دولت او ولس تپل شوي، دا خو به عذر بتر له ګناه څخه وي چې په دولت كې ټول د بهرنيانو مخبرين او اجنټان پر څوكيو ګومارل كيږي او كرزى لا هم ناست دى هوږې دموي، په خپلې بېواكۍ اعتراف نه كوي او بيا هم چمتو دى چې څوكۍ پرې نږدي، په ټولټاكنو كې برخه واخلي او لا په تمه دى چې له كرزي_امريكايي ګړسپ نه پاتې  مات او ګوډ پښتانه به بيا هم رايې ورته وركړي. 

ښاغلى روښان چې د ولي كرزي او نورو كرزيانو څخه ملاتړ كوي او وايي چې پاك خلك دي، د نشه يي توكو په قاچاقو او مافيا كې لاس نه لري، د شمال ټلواله، امريكه او بريتانيا ورته خوشې دسيسې جوړوي، نو دى ښاغلى بايد له شرعي پلوه په داسې حالاتو كې چې ټوله اداره په فساد ككړه ده، كرزى يو سمبول دى او اصلي واك له بهرنيانو سره وي، د ولسمشر رسالت په ګوته كړي، چې په داسې حالاتو د يو مسلمان او د اساسي قانون او اسلام پر ننګ د ولاړ ولسمشر رسالت څه دى؟

ايا د ولسمشر رسالت دا دى؟ چې ووايي په افغانستان كې هېڅ لوړ پوړى چارواكى په قاچاق او مافيا كې لاس نه لري، په دې اړه لېست وجود نه لري، يونس قانوني، ښځه يې او احمدضيا مسعود چې د غلا له پيسو او عتيقه اثارو سره د دوبۍ په هوايي ډګر كې نيول كيږي دى دې د اماراتو له چارواكو وغواړي چې دوى غله نه دي او دوى دې پرېږدي او په اصطلاح له غله سره دې د جوال خوله ونيسي، په ولسي وګړو او پښتنو دې بمبار وشي او د ترهګر په نوم پښتانه دې ووژني، هغه خلكو چې ده ته يې رايې وركړې وې او د ناحقه وژلو په بدل كې دې ديت هم نه وركول كيږي او د ده په ولسمشرۍ دې په رسنيو كې د پښتنو په اړه راشي چې افغان دولت، امريكې او ناټو ته وړيا او بې غمخوره ولس په لاس ورغلى دى.

ښاغلى روښان بې افغانه! دا ته يې چې پښتانه تېرباسې او د كرزيانو په استازيتوب وايي چې د شمال لنډغر مافيايي قاچاقبران دي، خو كرزيانو هېڅكله دا اعتراف نه دى كړى، دوى د هغوى بدو كړنو ته تر ننه پرتوګونه اغوستي، كه يې ويلي را په ګوته يې كړه.

دا خو ولس دى چې په كراتو كراتو يې د كرزيانو تر غوږه اېستلې چې د شمال ټلواله د پښتنو په بمبارولو،  پوځي عملياتي پلانونو جوړولو، طالبانو ته د وسلو په تيارولو او د پښتون ولس په تباه كولو كې لاس لري، خو همده جناب هغوى ته دندې سپارلي او كلك پر ولاړ دى.

ښاغلى روښان هغه قاچاقبران چې ته يې پېژنى، هغه د پښتنو د تېراېستلو له پاره نېټ ته يې مه وايه هغه كرزيانو ته ووايه چې په واك كې دي او ته يې د سپينولو له پاره مقالې ورته ليكې او څرګنده ده چې نژدې اړيكې به هم ورسره لرې، بيا وګوره چې دوى څه اقدام كوي، بيا د هغه اقدام په اړه نور هم خبر كړه.

لنډه دا چې كرزيان د نشه يي توكو په قاچاق او كارو بار كې لاس لري او كه نه؟  جلا خبره ده خو د پښتنو په استعمالولو، وژنه، د شمال ټلوالې د جنايتكارانو په واك رسونه، له عدلي تعقيب څخه د جنايتكارانو په معافونه، د اداري فساد په دودونه، د ټولنيز عدالت پر نقض، خپلو مسوليتونو ته په شا اړونه او امريكې او ناټو ته د پښتنو د وينې په وړيا بخښنه او بې غمخوره كونه او …………..كې هرو مرو لاس لري او په دې جرم پښتنو ته ګرم دي او لكه تاسې كسان چې دوى ته مو د كمپاين كولو دنده اخيستې بايد وپوهېږي چې پښتانه هغه قوم نه دى چې له يوه سوري څخه دې دوه وارې مار وچيچي او يا دې يوه تېروتنه په كراتو كراتو تكرار كړي.

پښتانه په دې ښه پوهېږي، چې كله د دوى د ټولنيز او نړيوال ځواك او موقف پر سر ځينې چالاكه او دوكه باز قاچاقبر سياسي سوداګري كولى شي او له نړيوالې ټولنې او امريكې څخه د ولسمشرۍ او نورې ښه څوكۍ ترلاسه كولى شي، ولې خپله پښتانه او پښتون ولس له نړيوالو سره مخامخ خبرو ته كېنني، خپله نمايندګي په خپله و نه كړي او خپل دولت او ټولنه په خپله جوړه نه كړي.

زما هيله له هغو پښتنو څخه چې په يو څه پوهېږي او پر هېواد او خپل ولس يې خوا بديږي دا ده چې په يوه اتحاديه كې د يو داسې طرزالعمل له مخې چې د خيانت، ولس پلورنې او د واك برمته كونې ټول امكانات نفي كړي، سره راټول شي او په دې سره د پښتنو پياوړى او خپلواك مشرتابه رامنځته او بيا دغه مشرتابه د پښتنو د ستونزو هوارولو ته ملا وتړي او د ټولټاكنو له پاره په خپله خپل كانديد وړاندې كړي او د پښتنو پر سر د نړيوالې سياسي قاچاقبرۍ مخه ونيسي.

پښتون ولسه خپل واك په خپل لاس كې واخلئ، په خپلې ناغېړۍ سره خپل واك او برخليك بهرنيو اجنټانو او جاسوسانو ته مه سپارئ، تر څو به د نه يووالي او د يو موټې سياسي ځواك د نه شتون له امله د بهرنيانو له پاره جنګول كيږئ او د هغوى ستراتيژيكي ګټې او نړيوال واك به ډاډمنوئ، راځئ چې سره يو شو، د ځان له پاره وجنګيږو او د ځان د واك او ژواك له پاره مبارزه وكړو.

لا هم وخت دى، يو كېږو به، كه نه وركېږو.