کور / تازه خبرونه / دوردګو والي ،دمخورو او رونډ اندو سره په ليدنه کې

دوردګو والي ،دمخورو او رونډ اندو سره په ليدنه کې


دپروژو  پلي کول  اودچارو  ترسره کول به دولس په مشوره ترسره کوي  .

دکوچني اختر په دوهمه ورځ دکابل په باختر هوټل کې دکابل ميشتو وردګولخوا داختر مبارکې په خاطر يوه لويه غونډه جوړه شوې وه چې دوردګووالي حليم فدايې هم په کې ګډون کړي وو .


داختر مبارکي  په خاطر جوړه شوې غونډه کې داخترمبارکۍ ترڅنګ دروانو چارو ،ستونزو اوپه سيمه کې دبيارغونې دپروژو دچټکتيا ،ښوونې اوروزنې چاروته دلا زياتې پاملرنې ،روغتيايي ستونزو دحل دځوانانو لپاره دسالم مصروفيت پيداکولواودغه راز په نورو اړوندو چاور هراړخيزه بحثونه وشول .

داختر مبارکۍ په خاطر جوړه شوې غونډې ته  دغازي محمد جان خان دټولنې غړو اومخورو ټولو دروانو چارو اوشته ستونزوپه اړه خپل نظرونه ورکړل اودحل دلارو چارو غوښتونکي شول .

غونډه چې دقرآن عظيم دتلاوت سره سمه دسهار د٨:٠٠  پيل اودغرمې ورسته تر١٢:٣٠ پورې يې دوام وکړ لومړى

دغونډې وياندوي چې  ښاغلي محمد نعيم حقمل کوله ټولوته داختر مبارکۍ له ويلو وروسته په مشرانو جرګه کې دوردګو ولايت سناتور سمع جان ته بلنه ورکړه  .

سناتور سمع جان شيرزاد دغونډې له جوړونکيو څخه مننه وکړه اوخپل ملاتړ يې ددغه شان غونډو څخه اعلان کړ .

هغه داهم وويل چې چمتودي داسي غونډې ا ومجلسونه چې په هغه کې  ديوالي ورورولى مجلسونواوتصميمونه نيول کيږي همکاري وکړي .

ورپسې محمد رسول ( څارنوال نقيب الله ) خپلې خبرې وکړي  اوخپل نظريات او  وړانديزونه يې وړاندې کړل .

هغه وويل چې دتيرو عيدونو څخه بايد موږ اوتاسو ټول عبرت واخلو اودخپلو راتلونکو ښو کارونو لپاره يې سرمشق په توګه وکاروو .

نوموړي داخترونودمبارکۍ په وياړ دداسي غونډو جوړول چې ګڼ شمير خلک په کې ګډون کوي اودويواوبل دحال څخه خبريږي  ډير ګټور وبلل  .

نوموړي دغه راز دشريعت له نظره داعيد دارزښت په اړه ګټورې ويناوې وکړې اوپه دې اړه يې دغونډې ګډون والو ته دکتاب الله اوسنت رسول له مخې ګټور معلومالت ورکړل .

وروسته بيا   انجينر صاحب سيد الرحيم ستار وينا وکړه او هغه وويل چې ټولوته په کار ده چې  په يو اصل چې هغه عبادرت دې له دې چې ټول بايد  پوه شو چې موږ څه  اودڅه لپاره يې ترسره کوو .

هغه وويل چې که چيرې مو دا اصل په پام کې ولرو نو ډير ژربه خپلو  روا هدفونو اومقصدونوته و ر سيږو .

هغه وويل چې ، مقصد ته درسيدو لپاره بايد وړاندې هدف مشخص کړل شي .

وروسته انجنر محمد عارف رسولي خبرې وکړي نوموړي دکلتوري فعاليتونو اوغونډو  جوړول په ټولنه کې دستونزو په ورکوولو کې ډير ګټور وبلل .

نوموړي وويل چې بايد هڅې وکړل شي اوفرهنګي اوتعليمي کارونوته زياته پاملرنه وکړل شي ترڅو نور مو هيواد دجګړو او وژنو له کلتور څخه ووزي .

نوموړي وويل چې بايد په دې برخه کې ځوانان تشويق شي  اودچارو دپه ښه توګه ترسره کولو لپاره يې بيلابيلې کمېټې جوړې شي .

دغه راز انجينر محمد نعيم سليمي هم څرګندونې وکړي او هغه هم دغه شان غونډو جوړول ګټور وبلل او زياته يې کړه چې دغه شان غونډو جوړلو کې بايد يوې سياسي ډلې لورې ته هم لورى ورنه کړل شي اوتوجه يې زياته دستونزو حل کولوته وي .

ورسته ډاکټر سعيد الرحمن حکيمي ،استاد محمد شريف ،انجينربخت محمد وردګ ،محمد زبيرشفيقي ،عنايت الله عادل ،محمد ابراهيم حسن ،انجينر عبدالرحيم ،محترم احسان الله آرينزي ،دقاموسونو پاچا عبدالحميد بهيج ،انجينرنظر محمد کار يار ،او دوردګو والي محترم محمد حليم فدايې وينا وکړه .

فدايي ددغه شان غونډو جوړول ګټور وبلل اودغازي محمد جان خان ټولنه يې وستايله چې دغه شان غونډې جوړوي اودغه راز په همدې غونډه کې ددغه ټولنې دافتخاري غړي په توګه دغونډې دغړي په توګه  اعلان هم وکړ .

دوردګو والي فدايي  دټولنې په اصلاح اودستونزو په ورکولو کې دمدني ټولنو رول دستاينې وړوباله او زياته يې کړه چې خپله دمدني ټولنو په اهميت پوهيږي اودهمدې مدنې ټولنو له لارې  حکومت ته تللى نوترټولو زيات ورته دمدني ټولنو اهميت ښه  معلوم دي .

والي فدايې  داهم وويل چې نه غواړي هغه څه په اړه څرګندونې وکړي چې دعملي کولو توان يې نه لري هغه وويل ،  زه به وعدې ورکولو څخه تيرشم اوهغه څيزونه به ياد کړم چې دعملي کولو هوډ مې کړي دي او انشا الله دخدات تعلى په مرسته اوستاو په ملتيا به يې ترسره کوم .

والي وويل : ((  کوښښ به مې  داوي ترڅو په دې هکله دمدني ټولنو او خصوصي سکتورونو سره په ګډه کار کوي . ))

نوموړي وويل چې همداوس يې ځني ژوندي حرکتونه پيل کړي دي چې کولا ي شوي ،په اړه يې ژوندي مثالونه که چاغوښتي وي ورکړي .

والي په ولسواليو کې دسيمه ايزو مشورتي شوراګانو رول ډير ګټور وباله اوزياته يې کړه چې په ډيرو ولسواليو کې شوراګانې جوړې شوې چې په نيږدې راتلوونکي کې به په ټولو ولسواليو کې  رامنځ ته اوفعاليتونه به  يې ښکاره شي .

 حليم فدايې  دوردګو ولايت له مشرانو روڼ اندو اومسلکي کسانو څخه غوښتنه وکړه چې ده ته دچاور دپه ښه توګه ترسره کولو په خاطر ښې زړه سواندې مشورې ورکړي اوپه ګډه  وررسره کار وکړي .

والي وويل ، دغازي محمدجان خان وطن مشرانو اوځوانانو : ((  که غواړي چې ديوښه پرمختللي ولايت اودښو چارو څخه برخه مند و اوسى نوپه چارو کې راسره ملګرتيا اوپه وخت مشورې راکړي ترڅو ولايت مو آباد او له ستونزو خلاص شي . ))

وال دوردګو مشرانو ته ډاډ ورکړ چې په دې ولايت کې دامنيتي ارګانونوترمنځ دهمغږي په موخه هلې يې ځلې پيلي کړي دي اوډير ژربه دې بګناه خلکو دځوورنې اوهغوي ته دستونزو  جوړونې مخه ونيول شي اوپه داسې يوه طرحه کار کوي چې  ډير ژر به بي نظمي له سيمې ورکه شي .

والي  ولس اودوردګو مشرانو ته ډاډ ورکړ چې دملي پراختيايي پروژوپه لست کې دوردګو ولايت ته ٨٠ پروژې په مخ کې  پرتي دي چې دابه دخلکو په خوښه په هغه ځايونو کې پيل شي چې لومړيتوبونه يې ستاسو مشرانو اودکليوالو په خوښه په ګوته کړي  .

والي دخلکو په منځ کې دسياسي شعور دتقويه کيدو په اړه خبرې وکړي او زياته يې کړه چې سياسي شعورته وده ورکول هغه څه دي چې ټولنه له کړاوونو اوستونزو څخه ژغوري .

هغه وويل چې ولس بايد هغه لاره غوره کړي چې   برياليتوب  ورسره مل وي .

نوموړي وويل چې ټولې غوښتنې بايدحکومت  مخ ته وانه چول شي اوحکمتونه هم خپلې ستونزې لري او په ځني مواردوکې ترحکومتونو وړاندې مدني ټولنې ډيرڅه کولاي شي .

نوموړي وويل چې هيله يې داده چې په دې ولايت کې مدني ټولنې ډيرې هلې ځلې وکړي اووالي په دې اړه خپل ټټر وواه چې دمدني ټولنوسره هرډول همکارۍ اورمرستې ته چمتودي .

نوموړي دوړانديز په توګه له مشرانو غوښتنه وکړه چې په راتلوونکي کې چې کومې غونډې جوړوي نو ځاي به يې وردګو ولايت مرکز  ميدان ښار وي اوټټر يې  وواه چې ټول لګښت ته يې حاضر دي چې پرخپله غاړه يې واخلي .

نوموړي وويل چې وردګو و لايت ته دوالي په توګه نه بلکې ديو واقعي خدمت ګارپه توګه راغلى  دي اوستاسو په مشوره به  دلته خدمت کوم .

نوموړي وويل چې ترکومه چې ورته معلومه شوې تراوسه پورې يوازې له حکومت څخه غوښتنې شوې  اودخلکو تواقعات له واقعيتونو څخه ډير اوچت دي .

نوموړي وويل چې يوازې حکومت نه دي چې دخدمت کولو تون لري بلکې خلک اولس دي چې  له حکومت څخه يې دروند مسوليت په اوږو پروت دي .

دمحصلينو دستونزو لپاره دانجينر صاحب ستار انجينر صاحب يوسف ،جنرال صاحب عبدالوهاب وردګ اوڅوتنو نورو مشرانو په ګډون يوکمسيون وټاکل شو ترڅو دغه ستونزې حل کړي .

 

دغونډې په يوه برخه کې دقاري اوقاضي فهيم الله فدايې په خواږه اواز کې يو قرآني نعت ووارول شوي چې دټوول دخوښي اوچک چکو  په وهلو سره بدرګه شو .

 

والي دغه راز دوردګو له مشرانو څخه غوښتنه وکړه چې دي علاقه لري چې دمدني ټولنو په غونډو کې ګډون وکړي اودغه رازيې ژمنه وکړه چې دغازي محمدجان خان دټولنې په ټولو غونډو  کې به ګډون کوي په دې غونډه کې له والي پرته احسان الله آرينزي ، انجينر محمد نعيم سليمي ،انجينر محمد عارف رسولي ،ډاکټر حفيظ الله وردګ ،محمد نعيم حقمل ،انجينر عبدالرحيم ،انجينر نظر محمد کار يا ر،ډګروال محمد عادل ،غلام صديق ،عبدالمتين ،ديپلوم انجينر بخت محمد وصيل ،محمد زبير شفيقي ،محمد الله کمال ،سيد عبدالله ولي زي ،انجينر عبداسلام ،ډاکټر محمد اسماعيل وردګ ،ډاکټر اسماعيل حميدي ،حاجي شير محمد عصمتي ،عبيدالله نوري ،ډاکټر غلام رحمن وردګ ،نصرالله خان ،انجينر عبدالسلام وردګ ،حاجي نورالله ،ډاکټر محمد حامد حليمي ،زبير احمد احمدي ،کامران احمدي ، وحيد الله احمدي ،ډاکټر غلام رحمن نويد الرحمن ،ضيا الدين کمال ،ډاکټر قيام الدين کمال ،انجينر محمد ولي ، ډاکټر سعيد الرحمن حکيمي ، انجينر محمد اسماعيل بدر ، زيدالله حيدري ،انجينر محمد يوسف ،جنرال ظاهر  وردګ ،محمد رحيم وردګ ،څارنوال نقيب الله ،انجينر شيرين اغا ،نورمحمد غفوري ،سميع جان شيرزاد ،اصيل خان، الحاج فضل الربي نورالله ، څارنوال رحمت الله نظري ،محمد ولي ،وحيدالله ،ډاکټر عبډالواسع قانع ،صفت الله رحيمي ،ويس سلطاني ،سيدجاويد الدين ،مير عارف ،حاجي حبيب الرحمن ابراهيمي، ډاکټر حبيب الله فاتح ، حاجي بسم الله ،عنايت الله عادل . انجينر محب الله ، ضيا الرحمن ابراهيمي ،قريب الرحمن ابراهيمي ،حاجي محمد خالد ،سيد حبيب رحيمي ،محمد شاه حماد ،انجينر سيد رحيم ستار ،محمد حامد حليمي ؟،عبدالرازق حکيم ،صفت الله بهادري ،اختر محمد ظاهري وردګ ،جنرال مظفرالدين ،کمياګل ،سميع الله ،محمد هاشم ،سيد اجمل، محمد هارون ،ابراهيم حسن ،هارون حسن ،ډاکټر محمد قاسم غيرت ،انجينر عبدالسمع نصرت ،ډاکټر احمد صالح ،انجينر ګل امين  ،پوهنپال ضياالحق ،محمد ارشاد ،جاويد خان ،خانګل ،محمد الله کمال ،عبدالوکيل ،محمد هارون ،مسعود،نورالله آغا مطهر ،جاويد هميش، محمد ګل ،قاري فدايي ،حمد الله ،هدايت الله ،او احمد ګل شير تکانه ، اوداسې نورپه لسګونو دپوهنتون محصيلين اونو رګډون وال و چې په دې غونډه کې يې ګډون کړي و .

ضروري يادونه :

دډيرو مصروفيتونو سره سره مې ددې غونډې راپور تاژ وليکه خو هيله مند يم چې که دکوم مشر اوياکشر نوم پاتې وي اويايې دوينا کومه برخه کې کمى يازياتى راغلي وو نو په خپله مهربانۍ سره دې ماوبښي .