کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / بدګماني ډيريږي (د ډاکټر عبدالباري ژباړه)

بدګماني ډيريږي (د ډاکټر عبدالباري ژباړه)


 


 


 


 


 


د جرمني د FAZ ورځپاني دنوومبر د 22 ګڼې څخه
ليکنهFriederike Böge د


 


پر افغانستان باندي د ګاونډي هيواد پاکستان سياسي بحران تأثير کړيدئ،د دوي داړيکو پخوا لا خوند نه وو


 
د افغانستان او پاکستان تر مينځ کرښه  د پښتنو دسيموتر  مينځ تيره سوېده. ددې کرښي پر دواړو خواوو  د يوې کورنۍ غړي ژوند کوي. د دوي کلي د کرښي پر يوه خوا، پټي او کروندې يې پر دا بله خوا دي. ددې قومونو وګړي د دواړو هيوادونو تر مينځ په آزاده توګه تګ راتګ کوي.



پورته عکس په چمن کي اخيستل سويدئ.



په افغانستان کي د هر څه زور تر خوارانو او غريبانو خيژي.د هغه راهيسي چي په پاکستان کي اضطراري حالت جاري سوی دئ، په لنډوګنډ څو ورځو کي د اړوو بيه په سل کي ٢٥ د غوړو په سل کي ١٥ او د ورجو په سل کي ١٠ پورته سويده. د تجارت وزير ښاغلئ امين فرهنګ په دې بيره کي دئ چي په راتلونکوڅو ورځو کي به د خوراکي موادو نورکمښت لا رامنځته سي، دی وايي چي پاکستان  دا خبر ورکړيدئ چي افغانستان ته د غذايي موادو صادرات بندوي، چي په دې ډول په هيواد کي د سياسي بحران په خاطر ستراتيژيکه زيرمه تأمين کړلاي سي. دی وايي چي د پاکستان سفارت دا هم ورته ويلي دي چي دغه بنديز کيداي سي تر يوې مياشتي لا ډير وخت ونيسي.  مګر د پاکستان د سفارت يو وياند دغه خبره ردوي  او وايي چي: ”د خوراکي موادو پر صادراتو باندي بنديز نه دئ لګېدلئ اونه هم دېته ورته کوم بندو بست سويدئ.“ 



په افغانستان کي د سوداګرۍ وزارت اوس دا تپي وهي، چي د خلګو لپاره د خوراکي موادو د اکمالاتو نوري لاري چاري وپلټي. د سوداګرۍ وزير ښاغلي امين فرهنګ ويلي دي چي قزاقستان د اوړو او غنمو د ورليږلو ژمنه کړيده. خو ډير افغانان په دې باور دي چي نرخونه به نور لاهم پورته سي.



په افغانستان کي وروستي اعداد او ارقام ښيي چي همدا اوس لا د خلګو يوه دريمه برخه  پوره خواړه نه لري . په بازارونو کي يې افغانان احساسوي چي څومره يې  د هيواد لاس تردې ناګرانه ګاونډي لاندي دئ. د افغانستان واردات د پاکستان څخه په سل کي تر ٥٠ لا هم ډيريږي. 



په پاکستان کي سياسي پريکړي ډير ژر د افغانستان پر امنيتي وضعه اغيزه کوي. کارپوهان په دې بيره کي دي، چي د پاکستان بحران به په ګاونډي هيواد افغانستان کي هم جګړې ته تاو ورکړي. دوي وايي چي دا بيره هم ورسره تړلې ده چي القاعده او طالبان به د پاکستان د اوسنيو متزلزلو حالاتو څخه ناوړه استفاده وکړي او په سرحدي سيمه کي به خپل موقف ټينګ کړلاي سي او پر افغانستان باندي به بريدونه نور لا زيات کړي.



دا ګړئ يې اثر لا نه معلوميږي. په کابل کي پوځيان وايي چي د  طالبانو فعاليتونه  اوس هغونه دي لکه د پخوا، او وايي څرنګه چي اوس ژمی را روان دئ، نو فکر نه کيږي چي نوره دي لا وضعه پسې خرابه سي، ځکه د ژمي په موسم کي طالبانو ته سخته ده چي تر دې غرنيو سيمو راواوړي. بل هم داچي اوس ودوي ته په ختيځ کي د کوکنارو د کرلو موسم پيل کيږي، نو لکه پخوا چي به د تخم شيندلو وخت راورسېدئ او ددوي بريدونه به ورسره لږ سول؛ اوس به هم په خپلو کروندو اخته سي. پو ځيان زياتوي چي هغه ”بحراني وخت د اپريل په مياشت کي پيل کيږي“ او وايي چي ګوندي تر هغه وخته د پاکستان اردو هم په خپل ملک کي وضع تر کنټرول لاندي راوستلاي سي.



مګرد افغانستان د بهرنيو چارو په وزارت کي وضعه بل ډول تعبيريږي او وايي چي اصلي مشکل دا نه دئ چي د پاکستان پوځ د اسلامي سر زورو جلو پوره نسي نيولاي، خو وير په دې کي دئ، چي ددغو سرزورو تر شا پخپله د پاکستان يو لړ پوځيان او استخبارات ولاړ دي. د بهرنيو چارو د وزارت سلا کار داود مرادي وايي چي: ” هو، داهم منو چي د ددې سرزورو بعضي ډلي ددوي د کنټروله وتلي دي، خو اصلي مشکل لا پر خپل ځاي پاته دئ، هغه داچي هلته بعضي سرکاري مشران ددې سرزورو څخه کار اخلي. داود مرادي هم  دغه خبرداری ورکوي چي ”کيداي سي په پسرلي کي د افغانستان امنيتي وضعه نوره لا کړکېچنه سي، او وايي“ تر څو چي نړيواله ټولنه په پاکستان کي و پوځي مشرانو ته اجازه ورکوي، چي د طالبانو سره په اصطلاح د (بد ورور د بدي ورځي دپاره) پاليسي مخته بوزي، دلته به موږ ته هم په پسرلي کي اله ګوله ګوري.“



خود بلې خوا دی د روغي جوړي خبري هم کوي او وايي چي اوس نو بايد د دواړو هيوادونو تر مينځ يو نوي فصل پرانيستل سي. دا خبره چي وايي ”جارسم، نيوکه کړم“ ددې دواړو ګاونډيانو د اړيکو ځانګړتيا ده. که څه هم د اګسټ د مياشتي د ” سولې په جرګه“ کي دغو دواړو هيوادونو يو دبل سره ژمني وکړي چي تر دې وروسته به خپل مينځي اختلافات له مينځ وړي، خو بيا هم ددوي تر مينځ بدګماني ډيريږي. 



پدې هکله کارپوهان په يوه نظر دي چي طالبان په پاکستان کي د نظامي زده کړو مرکزونه لري او ددغو کيمپونو څخه د پرشاتګ پروخت هم کاراخلي.دوي هلته وسلې او پيسې تر لاسه کوي او همدارنګه  دديني مدرسو څخه نوي جنګيالي راغونډوي. مګر دغه نو پوره معلومه نه ده چي دپاکستان پوځ اواستخبارات (آي ايس آي) به تر کومه حده د طالبانو سره مستقيمي مرستي کوي. د ١٩٩٠ کلونو کي دطالبانو تحريک د آي ايس آي په مرسته جوړسو، څو په افغانستان کي د پاکستان ګټي په وساتي. ښاغلئ ټوماس روتيش چي اوس په برلين کي ”دعلم اوسياست د مؤسسې“ غړی دئ، وايي داسي نښي نښانې سته چي د پاکستاني پوځ او استخباراتو هغه پخواني افسران چي اوس تقاعديان دي او هغه وخت د طالبانو سلاکاران وه، اوس هم هغه خپلي پخوانۍ اړيکي ورسره پالي.



د افغانستان او پاکستان تر مينځ اړيکي د ډيرو وختونو راهيسي کړکېچني وې. په ١٩٤٧ کال کي چي د پاکستان دولت رامينځته سو، افغانستان د نړۍ يوازنئ هيواد وو، چي د ملګرو ملتونوپه سازمان کي يې د پاکستان دغړيتوب سره مخالفت کړی وو، دا هم ځکه چي افغانستان هغه کرښه چي د برتانوي هند سره يې ټاکلې وه، هيڅکله دنړيوالي پولي (سرحد) په توګه په رسميت نده پيژندلې.دغه په اصطلاح د ”ډيورينډ کرښه“ د پښتني قومونود سيمو په مينځ کي تيره سويده. ددې کرښي پر دواړو خواوو د همدغي يوې کورنۍ غړي ژوند کوي. ددوي کلي او کورونه د کرښي پر يوه خوا، پټي او کروندې يې پر دا بله خوا دي. تر دا اوسه پوري ددې قومونو خلګ په آزاده توګه د دواړو هيوادونو تر مينځ تګ راتګ کوي.



د سيمي کار پوهان پر دې خبره په يوه نظر دي چي په سرحدي سيمه کي اوږدمهاله ثبات هغه وخت ټينګېدلاي سي، چي ددې کرښي کشاله حل سي.




د هند او پاکستان تر مينځ شخړو هم د افغانستان سره اړيکي خړي کړيدي. د پاکستان پوځ تل په دغه خوب او خيال کي ورک وو، چي افغانستان به يې ترشا داسي يو بې سړيو او روپيو ملک وي چي د دوي تر سايې به لاندي وي او که يو وخت د هند له خوا پر شا وټمبول سول، هلته به ورځغلي. خو کله چي جمهور رئيس کرزي د طالبانو تر سقوط وروسته  دهند سره تماس ونيو او د پاکستان سره کرښي ته نږدې يې ددغه هيواد دوې قونسلګرۍ منظوري کړې، نو اسلام آباد سخت په ماڼېجن سو. 



اوس د پاکستان څخه کرکه  دافغانانو دود ګرزېدلئ دئ.دغه کرکه تر دې حده رسېدلې ده چي پروسږ کال په کندوز خلګو هغه نوئ سړک په کلانګانو واهه،چي يوې پاکستاني کمپنۍ جوړکړئ وو. خو په عين وخت کي ډير افغانان سته چي د پاکستان سره ښې اړيکي ساتي. دا اوس هم په پاکستان کي تر دوو ميليونو لاډير افغانان د مهاجرو په توګه ژوند کوي. يوازي د کابل د بسونه د تمځاي څخه د ورځي ٣٠٠ ميني بسونه د پاکستان تر کرښي پوري ځي اوراځي. يوه سوداګر، چي تازه د پيښور څخه راستون سوئ وو، ويل ” زموږ خو د پاکستان دخلګو سره څه مشکل نسته، مشکل مو د پاکستان د دولت سره دئ!“.