کور / نثر / په سحر دې افرين وي

په سحر دې افرين وي



 او ګلالۍ ! ګلالۍ ځار _ ځار !!  يخ شمال لګېږي           باران اورېږي …..


 


دا فوکلوريکه سندره مې  له ډېرو سندرغاړو اورېدلې او تاسو به هم شايد اورېدلې وي  .


 خو دا ځل دغه سندره  له يوې داسې حنجرې راوځي چې  د لرو پښتنو په خبره په زړه چک لګوي .


 دا طلايي حنجره د سحر افرين ده .  په سحر دې افرين وي ، چې  په ډېر کم وخت کې يې داسې سندرې زمزمه کړې ،  چې د موسيقي تږي ذوقونه يې خړوب کړل .


 


افرين د ( او ګلالۍ ! )  سندره  په داسې حال کې وايي چې بې لينه ميک يې په ښي لاس    خولې ته نيولى دى او په کيڼ لاس کې  يې سپين کاغذ دى ، چې همدغه سندره پرې   ليکل شوې ده .  


هغې  په تور پتلون   سور نرى کميس اغوستى ،  لنډ جالۍ پوړنى يې په سر کړى  او په دې توګه يې افغاني فرهنګ له لويديځ سره يو ځاى کړى دى .


د سحر د  سپينې پراخې ټنډې په يوه برخه  زيړ بخن کاکل   او پر غټو شنو سترګو چنګو بڼو سيورى کړي دي .


 هغه ورو – ورو سترګې غړوي او په دې توګه  پر راټولو کسانو د نظر خواږه ويشي .


 


 افرين ، د سندرو ويلو پر مهال ارامه وي ، درنده وي او يواځې کله نا کله سرې شونډې وړې موسکا ته بېرته کړي .


 افرين ، د هغو سندرغاړو په څېر نه ده چې د خپل هنر خاميانې په نڅا بې ځايه او مزخرفو حرکتونو کې پټې کړي .


 په افرين تازه د هنر د سحر لمر راختلى دى ، هغه په دغه لاره ډېر په پام ګامونه اخلي نو  همدا لامل دى چې تراوسه يې شاوخوا شل سندرې ويلي دي .


 افرين ، هنر سره جفا نه کوي ،  د پيسو ګټلو لپاره يې نه کاروي له زړه ورسره مينه لري چې له  همدې  کبله يې  ډېر ژر  زړونو ته لاره موندلې ده .


د سحر له سحرګرې مرۍ چې کله پښتو راوځي ، پښتانه يې خپله ګڼي ، که دري وايي هغوى يې خپله ګڼي او که اردو سندرې وايي نو خلک يې د لتاجې د ملک بولي .


 


  سحر لا ځوانه ده ، که وخت ورته رانجه ور نه کړي نو له سحر ګرې حنجرې به يې داسې غږونه راووځي چې په ډېرو تورو زړونو کې به د مينې خوږ اور بل کړي .


 


يو فيلسوف وايي چې له نړۍ به هغه وخت د جګړو تور ټغر ټول شي ، کله چې موسيقي حکومت وکړي او دادى سحر د   ايراني شاعر شاملو  په څېر د هنر څراغ سره دترږميوجګړې ته روانه ده .


 شاملو وايي : ((  چراغى  به دستم چراغى در برابرم من به جنگ سياهى ميروم . ))


 


خو عجيبه  انصاف دى ! د يوه شاعر په خبره : ( څوک تابيا د سرو ګلونو کړي بدنام شي      _ څوک په لارو کې اغزي کري نيک نام نه شي .)


وګورئ !   يو څوک په سلګونو نامراندې ځوانۍ لولپه کوي ، په زرګونو اميدونه خاوري کوي ،  د مينې کورونه  ړنګوي ،  د برچې پر څوکه واک چلوي  هغه اتل ، زړه ور او …. بلل کېږي ، خو څوک چې د خلکو په نازکو زړونو کې ماڼۍ جوړوي ، زړونو ته نوازش ورکوي هغې ته د چا پام نه وي .


 افرين ، هم يوه له هغو معمارانو څخه ده ،  چې په زړونو کې يې  ماڼۍ جوړې کړي دي او همدا لامل دى چې هملته په زړونو کې پاتې ده .


موږ له يو عام قحط سره مخ يو ، دغه قحط د هنر په ډګر کې هم محسوس کېږي ، هنر د مرګ په حال کې دى  او دا ځکه چې هنر ته  اوس د يوې وسيلې په توګه کتل کېږي ؛ نه د هدف په بڼه .


 د افرين د خولې سندره ده : ( هى زمانه  ، دورت نمانه ) رښتيا هم  زمان اوړي ، فرصتونه له لاسه وځي .


 اړوندو مسوولينو په ځانګړې توګه اطلاعات او کلتور وزارت  ته  په کار ده چې د افرين په باره کې فرصت له لاسه ورنه کړي .


 


افرين  دې وروزي ، غوره کمپوزران دې ورته وګوماري ، د غوره شعرونو په انتخاب کې دې  ور سره همکاري وکړي ،  ترڅو افرين په خپل سحر ګر اواز داسې زمزمې وکړي   ، داسې خوږې نغمې و غږوي  چې ډبرين زړونه موم کړي او هغه تور لاسونه بېواکه کړي کومو چې په ډېره بې رحمۍ  د الله تعلى د خلقت د غوره شهکار ( انسان ) وژلو پسې راخيستې ده .


 


د ليندۍ ، لسمه ، کابل