کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / ولې خپل استعدادونه ووژنو ؟؟

ولې خپل استعدادونه ووژنو ؟؟

دخبري سرچينو له مخې،  افغان کرکټ لوبډله د٢٠١١کال دکرکټ دنړيوالۍ سياليوته  دتياريو په لړ کې په تانزانيا کې دتلې په ٢٠مه، هانګ کانګ ته په ماتې ورکولو سره ددغو سياليو اتله شوه .
 افغان کرکټ لوبډلې   چې دکرکټ  د نړيوالو سياليو  دريم دور ته   د تللولپاره  د چمتووالي  دلوبو په څلورم پړاو کې دګډون  لپاره دامهال دتانزانيا په  پلازمېنه دارالسلام کې ده   تانزانيا، جرسي ، فيجي، ايټاليا او هانګ کانګ   ته ماتې ورکړه .



دالومړى ځل ندى چې افغان لوبغاړي  په نړيواليو  سياليو کې بريالي کېږي خودا لومړى ځل دى چې افغان لوبډله په نړيواله کچه دومره ستربرى  مومي .
تردې وړاندې داولمپيک په نړيواليو سياليو کې ديو بل افغان برى  هم دافغان ولس دسرلوړۍ لامل وګرځېد .
په نړيوالو سياليو کې  دجګړه ځپلو او ددنيا له ټولو نعمتونو دبې برخو افغانانو برى که   کم او نسبي هم وي   خوبيا هم دډېرې خوښۍ وړدى ځکه چې   دلوبو دوړلو، دورزشي مهارت د پياوړي کولو،  دورزشي تکتيکونو د زده کړو  لپاره کافي امکانات  ، بشپړ امنيت ، مساعده زمينه ، سپورتي  جامې ، لوبغالي او مناسب خواړه په کار دي او زموږ افغان لوبغاړي  له بده مرغه لدې ټولو اسانتياوو او اړتياووبې برخې دي .
تردې وړاندې يوځلمي  افغان چې دهېواد په سلو کې ٩٥ وګړي يې  لا انټرنيټ پيژني هم نه ، او پاتې  په سلو کې ٥ هېوادوال  هم ايله داڅوکاله کېږي چې د انټرنيټ له نړۍ سره اشناکېږي  د انټرنيټ په نړيوالو سياليو کې څوځله  لومړى مقام خپلوي .



همداراز يو بل هېوادوال مو داولمپيک په نړيوالو سياليو کې دبرونزو دمډال په ګټلو بريالى شو.
دابرياوې موږ ته ښيي چې الله ج  افغان ولس ته ډېر ښه او لوړاستعدادونه ورکړي  او که زمينه او شونتياوې ورته برابرې شي نوپه هرډګرکې  دډېرو برياوو ، پرمختګونواو لاس ته راوړنو هيله ترې کېدلى شي .
 داد ولس نړيوالې ټولنې  او دولت ګډه دنده او مسؤوليت دى چې دا افغانان ونازوي ، ويې هڅوي  دپرمختګ اوبريا وولپاره يې زمينې برابرې او اړتياوې يې پوره کړي .



تېره مياشت چې کله افغان دولت ، نړيوالې ټولنې  او ځينونورو مدني ټولنوپه اولمپيک سياليوکې ديوه بريالي افغان څومره شانداره استقبال وکړ نو له ولس سره   داهيله پيداشوه چې نور نو زموږ چارواکي او مسؤول ارګانونه  له خوبه راويښ شوي ، خپل اتلان نمانځي هڅوي يې او درناوى يې کوي . خواوس چې   افغان کرکټ لوبډلې پنځو هېوادونو ته سر په سر ماتې ورکړې  نو له بده مرغه چې د هغه تېر تشويق  درناوي او هڅونې   څوومه برخه  هم دلته نه ليدل کېږي .



تېر  تود تشويق او  اوسنى سوړ چلند  چې سره پرتله شي  نوولس  هغه تېره اميدواري له لاسه ورکوي او دنهيلۍ څپې يې اخلي او يا خو داسې فکر کوي چې   حکومت دوه ګونى او ديوبام او دوه هوا  چلند  کوي ، په دې معنى چې ځينو لوبغاړيو ته ډېره پاملرنه کوي او ځينو ته يې هېڅ نه کوي .
دا کوم اټکل او انګېرنه نده بلکې ، يو ښکاره حقيقت دى ، دددوى هرکلى ځکه  دتېر په څېر   نه کېږي چې دوى پښتانه دي ددوى ګنا هم داده چې پښتانه دي ، که دوى په بل  قوم پورې اړوند واى نو هرومرو به يې ولسمشر ، دهغه مرستيالان    اوان ګڼ وزيران مخې ته ورغلي و. دوى ځکه له دولتي هرکلي څخه بې برخې دي  چې په دوزخئ ژبې   او دوزخي قام پورې اړوند دي  .



له دوى څخه ددې غچ ا خېستل کېږي چې دولسمشر په قوم پورې اړونددي ، دوى ځکه له دربآري ناز څخه بې برخې  دي چې  ددوى خپل قوم ته منسوب  چارواکى چې دقرې توس يې هم نوموي دسازشونو مصلحتونو، او دروغجنو او غولوونکيو  شعارونو په خم کې ډوب دى . که خليلي دنيکپا هرکلي ته ورځي داعدالت او  دهغه حق دى خو کرزى ددوى دهرکلي اجازه هم ورکوي يا مبارکي ورکوي  دانوبيا دملي وحدت ضد کار دى .
 خير وخت کم پاتې  دى ، ښايي چې کرزى اوه ، اته مياشتې وروسته بيا دې ولس ته ورشي او ورته   ووايي چې   چې خپل ولسمشر يې وټاکي ، بيا به خپل ځان  دپښتون دوزخي قام؟؟ په هنداره کې وويني چې ددوى دووټونو له سوداګر سره څه ډول راکړه ورکړه کوي .



بيا هم په چارواکيو غږ کوو چې په دې خاطر   زموږ دا اتل هېوادوال هم  خفه او نهيلي نشي ،  ځانونه ورته پردي ښکاره نشي ، ا ودځان په اړه دمسؤولو  چارواکيو   بې پروايي  حس   نکړي  نو په کارده چې  ښه شاندار هرکلى  اودرناوى يې وشي . هماغسې دولتي پلاوى يې دهرکلي لپاره وټاکل شي  او هماغسې يې په غاړه کې دګلونو  اميلونه واچول شي لکه چې دنيکپا په غاړه کې واچول شو . موږ دنيکپا په هرکلي خفه نه يو بلکې پرې ډېر خوښ يو هغه هم زموږ هېوادوال وو او وياړ يې زموږ دى خو دا بېعدالتي هم راته دزغم وړنده  .



ددوى ښه هرکلى   ددې لامل کېږي چې زموږ اتلان نور هم وهڅېږي  ،نور هم تکړه ، فعال او پر ځان ويسا شي .
زموږ هېواد نور هم دوياړنو او اتلوليو خاوند او کوربه شي .
 او که حکومت بې غوري  اودبې پروايئ  چلند کوي نو ښايي   نه يواځې داچې  نوربه  مو استعدادونه ونه غوړېږي ، بلکې دا تيار غوړېدلي استعدادونه به  مو  هم مړاوي او بلاخره ورژېږي .