کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / افغانان د سولې دبهير ملاتړ کوي

افغانان د سولې دبهير ملاتړ کوي

د افغانستان د روان سياسي او نظامي بهير نه څرګنديږي چې د رواني لانجي حل په پوځي لاره نه بلکې دسولې خبرو له لارې ممکنه ده ، ددې مقصد درسيدو لپاره بايد د سولې دخبرو بهير پياوړى شي او په دې لاره کې دې کلک ګامونه واخيستل شي دا ځکه چې تجربو وښودله چې جنګ دحل لاره نه ده او اوس ددې وخت راغلى دى ترڅو په هيوادکې دجنګ دمخنيوي لپاره دسياسي تفاهم نه کار واخيستل شي په افغانستان کې هيچا ونشو کولي دجنګ په وسيله خپل حاکميت ټينګ وساتي او که چېري ددې جنګ مخنيوي ونشي ممکن دغه جنګ په علاقايي جنګ بدل شي چې په هغه صورت کې به پايلې به يې ډيرخطرناک وي ، داسې ښکا ري چې په افغانستان کې موجوده حاکميت او بين المللي هيوادونو له خوا اوس دغه خوځښت پيل شوي دى داځکه چې دهرې ورځي په تيريدوسره دافغانانوستوزي مخ په زياتيدو دي اتحادي پوځونه ا و افغان حکومت په دې لاره کې پاتي راغلي دى اونور زمونږ هيوادوال ددې ناورين تحمل نه لرى . بين المللي هيوادونه هم په دې پوهه شوي چې په افغانستان کې يواځيني لاره دروغي جوړي لاره ده او بايد دغه عمل مخکي لاړ شي .


د افغانستان لپاره د ملگرو ملتونو ځانگړي استازى کاې آيډه ويلي چې د افغانستان د مسالې حل ته دې له پوځي لارې جلا نورې لارې ولټول شي . د ده په باور له پوځي لارې د ا
 فغانستان د ستونزې حل يوه تېروتنه ده.



�ه ټينگار وکړ چې د افغانستان د سياسي ثبات لپاره دې له نورو ښکېلو غاړو سره هم جوړ جاړى وشي، خو زياته يې کړه چې دا هر څه بايد د افغانستان د اساسي قانون په رڼا او ددې هېواد د خکلو د گټو او غوښتنوسره سم تر سره شي : \’\’ که زموږ نظر داوي چې د افغانستان ستونزه يوازې له پوځي لارې حل کېدى شي دا به يوه تېروتنه وي ، موږ بايد ترهغه پراخ نظر ولرو داسې يو نظر چې په هغه کې ټولو خواوو ته پام شوى وي چې هغو ته په پاملرنې سره موږ د کاميابۍ په لور ولاړ شو.\’\’ ښاغلي آيډه زياته کړه چې ملگرملتونو د افغانستان د ستونزې د حل لپاره تل د خبرو اترو پر کېدو ټېنگار کړى او د هغې تگلارÛ پيروي کوو چې له مخې يې په حکومت کې نورو ته د ونډې ورکولو حق ورکول کيږي. ښاغلي آيده په هلمند کې د يو برتانوي لوړپوړي قومندان هغه خبرې هم تاييد کړې چې څو ورځې وړاندې يې له يوې برتانوى ورځپاڼې \’سنډې ټايمز\’ سره کړې وې، هغه دغې ورځپاڼې ته ويلي و چې په افغانستان کې د روانې جگړې يوازنۍ حل د خبرو اترو لار ده، چې په هغه کې طالبانو ته هم د گډون حق ورکړاى شي.


 په افغانستان کې د ملگرو ملتونو ځانگړي استازي کاى آيډه په يو خبري کنفرانس کې وويل چې د سولې راوستو په لار کې د سياسي جوړجاړي ترڅنگ بايد نورو ته هم په حکومت د گډون فرصت ورکړل شي . کاى آيډه دغه خبرې له هغه Ù�روسته کوي چې په هلمند ولايت کې يو برØنوي جنرال ويلي و د افغانستان ستونزه له پوځي لارې نشي حل کېدى . BBC پښتوويب پاڼه . دغه راز د ناروې دهيواد يو جگپوړى چارواکى وايي نړيواله ټولنه او افغان حکومت يوازې د يوې ستراتيژۍ په پلي کولو نشي کولاى برى خپل کړي، بلکې د نوموړي په وينا بايد نورې سياسي هڅې وشي. د هغه اشاره د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې خبرو اترو ته وه.



د ناروې د بهرنيو چارو وزير جونس گهر ستور په کابل کې يوې خبري غونډې کې د نړيواله ټولني او افغان حکومت څخه غوښتنه وکړه ترڅو د ستونزو د حل لپاره بېلابېلې لارې ولټوي. د دغه هيواد د بهرنيو چارو وزير جگړه د ستونزې د حل يوازنۍ لار نه گڼي او د افغان حکومت له هغې غوښتنې ملاتړ کوي چې له مخې يي له طالبانو د سولې خبرې اترې کيږي . پورتني انګشافات په هغه واقعتونو استواره ده کوم چې په افغانستان کې دهرې ورځي په تيريدوسره په ګرم جوشي سره محسوس کيږي داځکه چې جنګ زمونږ په هيواد کې لوى ناورين رامينځ ته کړي اوخلک دهرې ورځي په تيريدوسره ددې جنګ په نقصاناتو پوهيږي .



د يوه امريکايي پروفيسر د څېړنې له مخې د امريکا په مشرۍ د ناټو او امريکايي ځواکونو له ٢٠٠٥ کال راپدېخوا په افغانستان کې د بېلابېلو پېښو او بمباريو په ترڅ کې ٣٢٠٠ ولسي افغانان وژلي . دا په داسې حال کې ده چې افغان ځواکونه او نړيوال پوځيان هم له وسله والو سره شپه او ورځ په نښته بوخت دي، چې هره ورځ يو او بل ته د اوښتې مرگ ژوبلې ادعاوې کوي . په افغانستان کې د سياسي جوړجاړي خبرې له هغه وروسته تودې شوي چې يو شمېر لوديځو رسنيو داسې رپوټونه خپاره کړل چې د سعودي عربستان په منځگړيتوب د افغان حکومت او مخالفو وسله والو طالبانو ترمنځ د خبرو اترو هڅې رواني دي په افغانستان کې د برتانيا يوه قومندان ويلي چې له طالبانو سره روانه جگړه نشو گتلى او تر ټولو غوره حل يې د خبرو اترو ميز ته کېناستل دي . جنرال مارک کارلټون سميت، چې له افغانستان څخه برتانيا ته ستون شوى، د دغه هېواد له سنډي ټايمز ورځپاڼې سره يې په خپلو څرگندونو کې ويلي چې ښه لاره به يې دا وي چې هرڅه افغان پوځ پرخپله غاړه واخلي .


ده ويلي چې په افغانستان کې سوېلي ولايتونه تر نورو ټولو نارامه دي، چېرې چې برتانوي پوځيان مېشت دي . دبريتانيا ابزرور ورځپاڼې د يکشنبې په ګڼه کې ليکلي چې دوسله والوطالبانوله مشرانوسره پټې خبرې پيل شوي او په دې لړ کې دکابل پاکستان ،عربي متحدواماراتو،سعودي عربستØ اواروپايي هيوادونوترمنځ تګ راتګونه کېږي .دورځپاڼې له مخې په دغو خبرواترو کې د وسله والوطالبانوپخواني غړي د منځګړو په توګه د کابل او پاکستان ترمنځ د وسله والوطالبانوله مشرانوسره دليدو لپاره تګ راتګ کوي .



داچې دغه خبرونه څومره واقعت لري اوکه نه خو حقيقت دادى چې نور دافغانستان خلک دجنګ زغملو توان نه لري او د داسې حرکتونو ملاتړکوي . افغان مشر حامد کرزى لخواهم طالبانو ته حکومت کې دګډون بلنه ورکړي ده دغه خبر په رسنيو کې دانګلستان سنډي تلګراف دورځپاڼي په قول سره داکتبر په ١٣ نيټه په رسنيو کې نشرشوى دى .



 که چيرې ددې قضيي تاريخي پس منظرته نظرواچوو له تېرو څو لسيزو را په دې خوا افغانان په بېلا بېلو ډولونو د جګړې په لومه كې ګېر دي او د همدې جګړې له امله د نړۍ د پرمختګ له كاروان څخه وروسته پاتې او په نړيواله کچه دافغانانوپه هکله غلط سوچ ته وده ورکړشوي او دوى يې د ترهګر او جګړه پالو په نوم پېژندلي دي .


 مګر حقيقت دادى چې افغانان د خدائے په فضل سره ډير ښه مسلمانان دي او په دوي کښې هرنوع تحمل موجوده ده ، د کمونيزم په خلاف د مغرب د جنګ په دوران کښې چې کومه مذهبي تندوالے دپښتنوعلاقي ته راغلے وو، هغه ځينو هيوادونو دخپل شوم هدافو لپاره د پښتنو د قومي وجود د ختمولو دپاره د استعمالولو کوشش کړي وه او اوس يې هم کوي افغانانو ته ضرورى دى ترڅو په دې نازکوشرايطو کښې په هيوادکې دسولې په غوښتنو ځان پوکړي اوهيچاته داحق ورنکړي ترڅو ددوې دوجود نه د ځان په نفع کار واخلي افغانان هيله لري ترڅو دسولې او روغې جوړي بهير نورهم ګړندي شي اوپه دې لاره کې دې ټينګ ګامونه واخيستل شي داځکه چې په دې جنګ ګې دهرې ورځي په تيريدوسره زمونږ هيواد وال به خصوص زمونږ پښتانه وورنه دمرګ او ژوبلې سره مخامخ دي . په هيواد کې دسولۍ او سراسري امنيت په اميد .