کور / علمي / زړه لړزونکي حقايق

زړه لړزونکي حقايق

درنو لوستونکو  !
د تېرې پنځشنبې په ورځ (١٦ـ ١٠ـ ٢٠٠٨ ) دالمان په پارلمان کې يوځل بيا په افغانستان کې د الماني پوځ د ماموريت د مودې غزول او د سرتيرو شمير زياتول مطرح شول . په دې تړاو کريستوف هورستل ، په افغانستان او پاکستان کې د حکومت او اقتصادي تشبثاتو مشاور دالمان په مطبوعاتو کې له يو لړ زړه لړزونکو حقايقو پرده پورته کړه چې ژباړه يې په ﻻندې ډول تاسو ته وړاندې کوم :


16.10.2008 Neues Deutschland   Von Christoph R. Hörstel 
Afghanistan in Blut und Chaos    د المان د Neues Deutschland له ورځپاڼې څخه :
……………..افغانستان په وینو او ګډوډۍ کې
د یوه عیني شاهدقضاوت :  د بهرنیو تجربه له ماتې سره مخ ده.
د کرېستوف ، ر. هورستل لیکنه :


نن د پنځشنبې په ورځ د المان پارلمان په افغانستان کې د الماني پوځیانو ماموریت دا ځل د ۱۲ پرځای د ۱۴ میاشتو له پاره غزوي چې په راتلونکې کال کې
د المان د پارلماني ټولټاکنو څخه یې هم وخت اوړي . سربیره په در به د آلماني پوځ شمیر له ۳۵۰۰ څخه ۴۵۰۰ ته لوړ شي، په دلسې حال کې چې د روانې ۷ کلنې جګړې بهیر په ډاګه کوي چې هر ځل د نړیوالو پوځونو د شمیر د زیاتولو سره ‍‍ جګړې لاپراختیا موندلې ده. د لاندینۍ لیکنې لیکوال د خپلې مستقیمې تجربې او د سر په سترګو د لیدلي حال څخه ریپوټ راکوي :
د ۲۰۰۱ کال د مني په شپو ورځو کې ، کله چې ره د لویدیځ د یواځیني تلویزیوني رېپورټر په توګه د طالبانو د یوې آزادې ویزې سره په افغانستان کې وم ، ددې حقیقت له پاره مې ګڼ شمیر ٍثبوتونه په خپلو سترګو ولیدل چې د متحده ایالاتو
هوايي ځواکونو قصدا ً ملکې هدفونه تر برید لاندې نیول .
له هغه وروسته د ولسمشر د مرستیال حاجي قدیر د سلاکار په توګه زما دنده په ۲۰۰۲ کتل کې هغه وخت پای ته ورسیده چې نوموړې ووژل شو.د نوموړي د ورور حاجي دین محمد سره ، چې د ننګرهار ولی و ، د سلاکار په توګه زما دنده د ټول ولایتي حکومت په همکارۍ د افغانستان د یوه ولایت له پاره د ودې او پراختیا د شتراتیژي دټاکلو یوه نوې لار او طریقه رامنځته کول و.
په افغانستانکې د ملګرو ملتو د مرستو دماموریت یوناما (UNAMA) ، د ملکی ــ پوځي همکارۍ (CIMIC) او بیلابیلو نه دولتي ټولنو مخکښ کارمندان حاضر وو. خو لویدیځوالورسمی مقاماتو هیڅ علاقه نه لرله چې زمونږ له ښو تجربې څخه د هیواد په نورو برخو کې هم کار واخلي .
خیانت کارانه د ودې او پراختیا له پیسو څخه ناوړه ګټه اخیستل و: سلاکارانوته داسې معاشونه تادیه کید چې د یوې ورځې زر(۱۰۰۰) امریکا یې ډالره ورکول کیږي. پیسې د بی کنتروله پروژو او داسې مرستو له پاره ورکول کېږی چې تر ۴۰ سلمو پورې پیسې بیرته مرستندویه هیوادونو ته ستنېږي . په دې توګه به په راروان ژمي کې په لیرې پرتو سمو او ګوښه پرتو درو کې افغانان یوځل بیا د سختې لوږې سره لاس او ګریوان شي.
په هغو ښونیزو کورسونو کې چې د نړیوال سوله ساتی ځواکونو له ډلې څخه دالمان د پوځي مشرانو دغوره شوو کسانو له پاره ځانګړي شوي وو، ما د نړۍ په دې سیمې کې د متحده ایالاتو موخې او علایق داسې روښانه کول :
چین او ایران باید محاصره او د روسیې باید مخه ډب شي . همدارنګه د نفتو او غاز د د پایپلاینونو د کنترولولو له پاره د امریکا متحده ایلات هڅه کوي چې د
اوږدې مودې له پاره پر مرکزي اسیا خپل تسلط او ولکه د ترهګرۍ ضد جګړو په نامه تأمینه کړي . ددې له پاره یوه سپین سترګې شتراتیژي هم په کارلویدلې او هغه د پاکستان د استخباراتی سازمان په مرسته ټیک ټاک د مقاومت د اسلامی غورځنګ سره مرسته کول دي، څو د زیاتیدو پوځي شتون له پاره یوه پلمه په لاس موجوده وي.
د کورس یو برخوال جنرال هم کله نقیض نظر نه دی څرګند کړی . داچې دالمان حکومت په دې طرزالعمل له کال راهیسې بیا بیا خبریږي ، داحقیقت ماته یوداسې لوړ پوړي کارمند په دې وروستیو کې تایید کړ، چې دوضعې په اړه د استخباراتو ونیزه راپورونوته لار لري .
تر ټولو ټکان ورکونکی جنایت په ډاګه او اعلا شوې توګه د یورانمو د وسلو
استعمالول دي ــــ په تیره بیا دUSA له خوا . نوموړې وسله د لګیدلی کسانو په بدن کې جینیتیک تخریب رامنځته کوي کوي چې که په زرګونو نه وي نو د سلګونو سخت معیبو ماشومانو زیږیدل او یا په تدریجي مرګ زوند له لاسه ورکول یې ناوړې پایلې دي . دا یو جنګي جنایت دي چې زه یې آرامه ولسوژنه بولم. په کابل کې د لویدیځوالو د روغتونو په شمول ټول روغتونونه کلک انکار کوي چې د خپلوډاکترانو د رسمي لوړې پّه خلاف د انساجود نمونو په لابراتواري معاینو پواسطه د اړونده جنایاتو ثبوتونه وړاندې کړي. د امریکا متحده ایالات په څرګنده
د جګړې د پراختیا سیاست تعقیبوي. په دې تړاو د یادونې وړ ده چې د نیشه توکو په قاچاق کې لاسلرونکي جنګ سالارانو ته په شفاهي او ورځنۍ توګه د بیرته اخیستو وړ لایسنسونه ورکول کیږي د ناتو له خوا ددې هیواد په کنترولو لو
او د ولسي وګړو په ځپلو ګومارل کیږي . المان هم په دې معامله کې برخه اخلي، څو خپل پوځونه د طالبانو له بریدونو څخه وساتي. په داسې حال کې چې اشغالګرهیوادونه د افغاني پولیسو په روزنه فکر کوي، نوموړی پولیس د اړونده وزیر تر کچې پورې د نېشه توکو په سوداګرۍ سخت بوخت دي . د افغانستان د قومي اړیکو دفتر ( Tribal Liaison Office« (TLO
وايي چې «هیڅوک د یوې ولسوالۍ د پولیسو د قوماندان په توګه نشي ټاکل کیدای بی له دې چې دنیشه توکو د قاچاق اړونده مشر پرې خپله موافقه نه وي ښودلې. »
د ناتو د پوخ ځینې برخې اوس غواړي د نیسه یي توکو د قاچاق سالارو پر ضد عمل وکړي. خو هغوی به طبعا ً دا هڅې وکړي چې یواځې دهغو قاچاقسالارانو پر ضد عمل وکړي چې له حده زیات له طالبانو سره همکاري کوي. او حتی په ې انتخاب کې به هم له سختې ماتې سره مخامخ شي او رولنه ګډوډی به نوره بشپړه کړيږ
نو په دې ډول USA او متحدین یې دا شتراتیژي تعقیبوي چې د نظم هر ډول موجوده او لا پاتې شکل د پښتنو د قامي ژوند قانون «پښتونولي » چې له څو سوو کالو راهیسې دوام لري هم له منڅه یوسي . مرګ، وژل، شکنجه ، زور زیاتی او زنداني کولو ډیره پراختیا موندلې ، هېڅ یو وزارت له بډې خوړلو او درغلیو څخه پاک نه دی. د کابل اداره یوه ظاهری او مصنوعی اداره ده، چې امن او نه عدالت په کې شته . په ملی اردو کې د جلب شویو پوځیانو شمیر لږ او د تښتېدلو هغو سره یې دشمیر کچه یو برابر وي .
د هندوکش په لمنو کې د روان کړکېج یو حل یواځې د پاکستان له پاره د حل له پلان سره جوخت او همزمان منځته راتلای شي . په افغانستان کې د US-Operation
»Enduring Freedom« (OEF) باید قطع شي ، د ایساف ماموریت ډیر محدود او دودې او پراختیا مرستې لږ تر لږه درې لرابره شي) ټول بهرني پوځونه باید په تدریجي ډول په پنځوکالو په ترڅ کې ووځي ۰ د افغانستان له پاره د حل یوه افغاني لار په نړیواله کچه د مداخلو منع کول ( د ملګرو ملتو د پندیزونو له شونتیاو سره) او د طالبانو په شمول له ټولو خواوسره تماسونه او اړیکې نیول غواړي ۰

ددې مضمون لیکوال Von Christoph R. Hörstel په افغانستان او پاکستان کې د حکومت او اقتصادي تشبثاتو مشاور له ۲۳ کالو راهیسې د دنړۍ په دغې سیمې کې بیا بیا په دندو ګومارل کیږي .