کور / تازه خبرونه / د کابل چاپ ورځپانو ته کتنه

د کابل چاپ ورځپانو ته کتنه

د ویسا خپلواکې ورځپاڼې د خپل لومړي مخ په سر کې د واشنګټن پوسټ ورځپاڼې د یو رپورټ په استناد لیکلي دي چې امریکا په افغانستان کې د خپلو ځواکونو ماموریت ارزوي.

ورځپاڼې د همدې مخ په غټ سرلیک کې د هیرال ټربیون ورځپاڼې په حواله لیکلي دي چې په افغانستان کې د پوځیانو ډیرول جګړه لا تودوي.

ورځپاڼې پخپله سرمقاله کې  په افغانستان کې د عامه خلکو مرګ ژوبلې ته ځانګړې کړې او هغه يې د خلکو په ټپونو د ملګې شیندل بللي دي.

په ورځپاڼه کې د امریکا د راتلونکو انتخاباتو او په افغانستان او عراق د هغې په اغیزو هم تبصره شوې ده.


د هیواد دولتي ورخپاڼو په افغانستان کې د ګوزڼ د ناروغۍ په خلاف د واکسین په کمپاین تبصره کړې او د ماشومانو د واکسینولو لپاره يې د خلکو مسؤلیتونو ته ګوته نیولې ده.

ورځپاڼې په یو بل مطلب کې د پاریس د غونډې په پریکړو تبصره کړې او لیکلي دي چې دا پریکړې باید ګام په ګام پلې شي.

په ورځپاڼه کې د دولت او طالبانو ترمنځ د سولې په خبرو هم تبصره شوې او له دې  خبرو نه د دینې عالمانو ملاتړ ته په اشارې لیکل شویدي چې اسلام د سولې دین دې.


د ملي ارمان نا دولتي ورځپاڼې بیا پخپله سرمقاله کې د برطانوي چارواکو وروستیو څرګندونو ته په اشارې لیکلي دي چې د ترورستانو پر له پسې ماتو انګریزان ورخطا کړیدي.

ورځپاڼې په یو بل مطلب کې په افغانستان کې د سولې او تفاهم لپاره روانو هڅو ته هم کتنه کړې او هغه يې له بیلابیلو اړخونو ارزولي دي.

ورځپاڼې په یو انتقادي مطلب کې د افغانستان د پراختیايې پروګرام د پلې کولو لپاره د دولت په نا توانۍ تبصره کړې ده.


د هشت صبح نا دولتي ورځپاڼې بیا هم خپله سرمقاله په افغانستان کې د اربکیو د جوړولو طرحې ته ځانګړې کړې او هغه يې له بیلابیلو اړخونو څیړلې ده.

ورځپاڼې په یو بل مطلب کې له طالبانو سره د خبرو لپاره ولس مشر کرزي د حکومت په ستونزو رڼا اچولې ده.

په ورځپاڼې کې د افغان بندیانو په شمیر کې د زیاتوالي او په زندانونو کې د هغوې په حالت هم تبصره شوې  ده.


د پیمان نا دولتي ورځپاڼې بیا په هرات کې وروستیو پیښو ته په اشارې په دولت انتقاد کړې دې چې په دغه ولایت کې د تښتونې د پیښو د مخنیوي لپاره لازم تدابیر ندي نیولي.

د ورځپاڼې په سرمقاله کې هم په کابل او ولایتونو کې د تښتونې په پیښو تبصره شوې او ددې ستونزې د هواري لپاره د جدي پاملرنې غوښتنه شوې ده.

په ورځپاڼه کې د افغانستان د ملي شورا  کړنې څیړل شوي او هغه يې د افغانستان په دردونو یو بل درد بللې دې.


د اصلاح او انیس دولتي ورځپاڼو هم د افغانستان او د سیمې په روانو حالاتو خبرونه او تبصرې خپرې کړیدي.

انیس پخپله سرمقاله کې هم د افغان دولت او طالبانو ترمنځ د سولې له خبرو نه د الازهر پوهنتون د مفتي ملاتړ ته په اشارې لیکلي دي چې جنګ د چا په ګټه نـــه دئ .

خو اصلا بیا په هیواد کې د سولې لپاره روانو هڅو ته په اشارې لیکلي دي چې اوسني شرایط له هر افغان نه غواړي چې د سولې لپاره کار وکړي.


د ارادې خپلواکې ورځپاڼې هم په هرات کې وروستیو پیښو ته په اشارې لیکلي دي چې د هیواد تر ټول ستر تجارتي ښار د اعتصابونو په ځپو کې دې.

دې ورځپاڼې هم په افغانستان کې د اربکیو د جوړولو په طرحې تبصره کړې خو پوښتلي دي چې ددې طرحې په وړاندې څوک او ولې مخالفت کوي.

ورځپاڼې په یو بل مطلب کې د پاکستان د کورنیو چارو د وزیر په حواله لیکلي دي چې مشرف د بې نظیر بټو په ترور کې لاس درلود.