کور / تازه خبرونه / ګرديز- ۲ تنه د ماين ايښودو پر مهال چورلكو وويشتل

ګرديز- ۲ تنه د ماين ايښودو پر مهال چورلكو وويشتل

تيره شپه ۹:۳۰ دقيقي دوه تنه د پكتيا مركز  ابراهيم خيلو په سيمه كي د ماين ايښودو پر مهال د ائتلاف  چورلكو لخوا وويشتل شول

د پكتيا  دوالي وياند روح الله سمون وويل: دا كسان چي له چورلكو څخه د شپي پر مهال ويشتل شوي ، يو يي افغان او دوهم كس يي تر اوسه نه دي پيژندل شوي ، او كوم اسناد هم نه دي ورسره موندل شوي.

سمون زياته كړه په هغه سيمه كي چي دوي ويشتل شوي دوه حلقي د وسايطو ضد ماينونه هم موندل شوي ، او له دوي سره دوه ميله وسله او يوه مخابره هم له منځله تللي ده.

سمون د پيښي په تړاو له نورو جزئياتو ډډه وكړه خو وي ويل چي پوليسو په همدي اړه پلټني پيل كړي دي.

دا پيښه په داسي حال كي رامنځته كيږي چي يوه شپه دمخه د پكتيا مركز ګرديز كي يو كس د خپل ماين ښكار شو او له منځه ولاړ.