کور / ترخې خبري / د سرو مڼو باغونه دطالبانو جګړيز سنګرونه

د سرو مڼو باغونه دطالبانو جګړيز سنګرونه

د وردګو او ميدان ولايت ، چې د مڼو د درلودو له پلوه د هېواد په کچه ډير شهرت لري دا څو کاله ددې ولايت په زياترو سيمو کې د مڼو د حاصل د راټولو په موسم کې ددې ولايت امنيتي وضعه خرابيږي او وسلوال طالبان يواځې د مڼو د موسم په وخت کې ددې ولايت په ټولو ولسواليو کې خپلو جګړيزو فعاليتونو ته زور  ورکوي او هرکال ددې ولايت مڼې يا په خلکو پاتې شي او يا د ناامنۍ له امله په نيمه بيه لاړې شي ، چې ددې خلکو يو کلن او يواځينى حاصل په اوبو لاهو کيږي  .

اوس د وردګو ميدان ولايت ټولې ولسوالۍ په زړه پورې مڼې لري او خلک يې زياتر اقتصادي ستونزې د همدې مڼو د خرڅلاو له لارې حل کوي او دا ولايت د هېواد په کچه د مڼو غوره  توليدونکى ولايت دى .

جلريز ، نرخ ،چک ، دايميرداد او سيداباد ولسوالۍ ډيرې او مشهورې مڼې لري ، چې زياتره به يې مخکې د پاکستان بېلابېلو ښارونو ته په لوړ قيمت تللې  .

پاکستان چې د افغانستان د مړيو په هډوکيو يې صرفه ونکړه او هغه يې هم له دې هېواد څخه ووېستل ، نو دا څو کاله يې بله لوبه پيل کړې ، چې هر کال د ميزان په مياشت کې چې د مڼو د راټولو وخت دى ، طالبانو ته د خپلو شبکو په  وسيله د جګړې لارښوونه کوي او هغو پرته له دې چې د ولس او خلکو اقتصاد او ګټې په نظر کې ونيسې په دې موسم کې له سرومڼوڅخه ډک د خلکو باغونه چې ددې ولس يواځينۍ د عايد لاره او د لاسونو د تڼاکو ثمره ده ، سنګرونه ګرځوي  او پر امنيتي ځواکونو له همدې باغونو څخه بريدونه کوي ، چې بيا نو باغونه د جګړې ډګر شي او د خلکو دغه عايداتي منبع  د باروتو او لمبو خوراک شي .

 په سونو زره ټُنه مڼې ددې ولايت په هرې ولسوالۍ کې اوس په باغونو کې پر ځمکې پرتې دي او جګړې له باغ والا او تجار څخه دا توان اخيستى ، چې په داسې جګړيزو شرايطو کې دې دغه مڼې ، چې په نورو هېوادونو اوسيمو کې يې ناروغان  ددرملنې په ډول خوري ، بل ځاى ته د خرڅلاو لپاره انتقال کړي .

مخکې ددې ولايت ټولو ولسواليوته به له نورو هېوادونو او سيمو څخه په سلګونو تجاران  راتلل او دغه مڼې به يې په قدر او لوړ قيمت له باغ لرونکو اخيستې ، خو اوس يو تجار هم نه تر سترګو کيږي چې ددې مڼو د اخيستو زړه دې وکړي او له باغ والا څخه دې مڼې واخلي ، باغ لرونکي هم ددې توان نه لري چې دا مڼې د هېواد نورو ولايتونو او يا بهرنيو هېوادونو ته انتقال کړي .

په مخکې کلونو کې به په زرګونو خلکو د مڼو د شکولو ، په صندوقونو کې د ډکولو او بارولو په برخه کې په مياشتو مياشتو کار کاوه او په زرګونه بې روزګاروته به د کار کولو چانس وو ، خو اوس دا هر څه په ټپه دريدلي .

 دا يواځې د وردګو ميدان  د مڼو د حاصل په وخت کې جګړه زور نه اخلي ، بلکې د قندهار د انګورو او انارو د حاصل په وخت کې هم د هغه ولايت په ولسواليو کې جګړې تونديږي او حاصلات يې په باغونو کې خوسا کيږي .

د وردګو ميدان مڼې او د قندهار انګور او انار به په زرګونو ټُنه هر کال پاکستان ، ايران ، هند ، دونۍ ، تاجکستان او يو شمېر نورو هېوادونو ته په لوړه بيه صادرېدل اوپه سلګونو ميليون ډالر عايد باغ لرونکو ته په لاس ورته ، خو  اوس د جګړو له امله دغه مېوې په باغونو کې خوسا کيږي او باغ لرونکي ورته د بې وسۍ اوښکې تويوي .
دغو مڼو ته د بازار موندنه ددولت په لومړيو دندو کې راځي او باغ والاو ته دې دا اسانتياوې برابرې کړي چې دغه ارزښت لرونکي حاصلات خوندي ځايونو ته د خرڅلاو لپاره ورسوي او طالبان دې هم په خپل ولس زړه وسوځوي او د خلکو باغونه چې د ماشوم په څېر يې د زړه په وينو لوى او ثمر ته رسولي د جګړې په سنګرونو نه بدلوي او د  ولس دا حلاله روزي دې نه ضايعه کوي .