کور / تازه خبرونه / کامبخش ته دشل کاله بند سزا واورول شوه

کامبخش ته دشل کاله بند سزا واورول شوه

 په کابل کې د استيناف محکمې سيد پرويز کامبخش ته د شل کاله بند سزا واوروله . کامبخش د بلخ پوهنتون د ژورنا ليزم د پوهنځۍ د دريم کال محصل او په اصل کې د سرپل ولايت اوسيدونکى دى . نوموړى قران او اسلام ته د سپکاوي په تور  په دغه  بند محکوم شو.  تردې وړاندې هغه ته د بلخ يوې محکمې د اعدام سزا  اورولې وه .  د کابل  د محاکمې ننۍ غونډې ته شپږ تنه اړوند څارنوال د شاهدانو په ډول وړاندې کړ ل، دهغه مدافع وکيل او په کابل کې د خبريالانو يو شمير ټولنو  د محکمې پرېکړه ناسمه وبللۀ .د ښاغلي کامبخش وکيل د تميز محکمې ته د تلو خبره وکړه . د ښاغلي کامبخش د خوشي کيدو لپاره په نړيواله کچه غوښتنې  شويدي.


   


پروېز كامبخش په ۲۰ كاله بند محكوم سو