کور / تازه خبرونه / یوه امریکایی الوتکه په بګرام کی را ولوېده

یوه امریکایی الوتکه په بګرام کی را ولوېده

رویټر د کابل څخه خبر ورکوی چی نن سه شنبه یوه امریکایی تجسسی الوتکه هغه مهال له منځه ولاړه چی د بګرام د هوایی اډې « رن وې » یې خطا کړه . خبر وایی چی د طیارې سپرلیو ته خاص زیان نه دی رسېدلی خو د یو نفر پښه ماته سوې ده . دغی طیارې د کښېناستو پر مهال رن وې غلطه کړه او ماته سوه او بیا یې اور پسی واخیست . دا اکتشافی طیاره وه چی د هوا څخه لاندی هر څه تعقیبوی .