خوشې شوئ هلک: مزدورۍ ته تلو چې طالبانو ښکته کړو
د هلمند کندهار پر لويه لاره د طالبانو لخوا خوشې شوى ١٥ کلن غلام محمد وايي چې دوى لغمان ولايت نه ايران ته د مزدورۍ په موخه روان وو، چې طالبانو له موټره راښکته کړل. د تېرې پنجشنبې په ورځ پر ياده شوې لويه لاره د کندهار په ميوند ولسوالۍ کې وسلوالو طالبانو له يوه ٣٠٣ موټر څخه شاوخوا ٣٠ تنه مسافرين راښکته کړي وو. د طالبانو يوه وياند قاري يوسف احمدي ويلي وو، چې دغه کسان د ملي اردو سرتېرى وو ، چې په ساده جامو کې هلمند ته روان و او په همدې تور يې له موټرڅخه له ښکته کولو يوه ورځ وروسته ووژل .
طالبانو ويلي وو، چې دغه کسان د لغمان ولايت اوسېدونکي او د هلمند د والي ګلاب منګل د مرستې لپاره دغه ولايت ته روان وو . خو د لغمان ولايت د الينګار اوسېدونکي، د ملي دفاع وزارت ، د کندهار او هلمند ولايتونو چارواکي وايي چې وژل شوي عام وګړي وو او ايران ته م%D
« غزل