کور / تازه خبرونه / په غزني کې د ټيليفوني خدماتو بنديدل

په غزني کې د ټيليفوني خدماتو بنديدل

په غزني ولايت کې ډيرو ټيليفوني کمپنيو خپل فعاليت درولى . دغه گام د طالبانو له گواښ وروسته اخيستل شوى چې ويلي يې دي د ورځې لخوا دې هم ټيليفوني کمپنۍ په دغه ولايت  کې فعاليتونه بند کړي . دافغانستان د مخابراتو وزارت په ټيليفوني کمپنيو غږ کړى چې خپل فعاليت بايد په ټول افغانستان کې جاري وساتي . سيمه ييز چارواکي وايي نن سه شنبې ورته گڼو خلکو د ټيليفوني چاروو د په ټپه دريدو څخه سر ټکولى . وسله وال طالبان وايي بهرني ځواکونه ددغو تيليفونونو له لارې دوى تعقيبوي  او بريدونه پرې کوي تر دي وړاندې وسله والو طالبانو دافغاانستان په سويل کې د تيليفون ادارو ته خبردارى ورکړى وو چې د شپې لخوا خپل فعاليت ودروي . دوى هغه مهال هم د تيليفون له لارې د خپلو ملگرو د وژلو څخه اندېښنه څرگنده کړې وه . ويل کيږي چې له هغه وروسته دافغانستان په يو شمير سويلي سيمو کې د شپې لخوا ټيليفوني خدمات نه وي .