سوله ساتي که جګړه ساتي ځواکونه؟
Ibrahimi.jornalist@gmail.com ٠٧٩٩٠٢٤٩٧٢ ( ٠٠٩٣)
دتيرو نيږدي څوکلونو راپديخوا دسولې خبرې کيږي نړيوال سوله ساتي پوځيا ن راوستل شوي اوپرموټرو يې هم ليکلي ( سوله ساتي ځواکونه ) ګزمې يې ګرځي لوي لوي کاروانونه يې لکه دپخوانيوسورمخو روسانو تاويږي خو پرسره لويه لوحه يې پري ليکلي وي چې مه رانيږدي کيږي او ځانونه وساتى .
دغه پوځيان په ښارونو، لويو واټونو اوديو ولايت نه چې کله بل ولايت ته ځي نو دګزمو اودکاروا نونو له امله يې په ساعتونوساعتونولارې بندې کړي وي اونورو موټروته مخه نه ورکوي چې ددوي ترڅنګ تيرشي اوکه چيرې دريږي نو په سلګونو موتر چې له مسافرينوډک وي دروي ترڅو سوله ساتي ځواکونه ؟؟ اويايې هم داکمالاتي موادو بار کاروان تيرشي .
په کور کلي ،کوڅه اودملګرو سره به چې ولاړ وو دسوله ساتو ځواکونو په اړه به يې چې خبرې کيدلې ټولو دافکر کاوه چې داسوله ساتي ځواکونه دامنيت په موخه راغلي دي اودوي امنيت ټينګه وي .
امنيت امنيت امنيت ؟؟ داخو په ژبه ټول وايي، رابه شو دې ته چې دې په نامه سوله ساتو ځواکونه امنيت ټينګوي ،امنيت رانه اخلي اوکه امنيت هيڅ نه پيژني؟ داکومه ډله ځواکونه دي چې دسوله ساتو ځواکونو په نوم راغلي دي خو امنيت مو ورځ په ورځ رانه اخلي کوراوکلي ته مو جګړې راوړي .
رښتيا امنيت ،سوله داخو هغه پاکې کليمي دي چې ټول ورته درناوي کوي اوخوشحاله کيږي چې که په رښتيا امنيت وي سوله وي نو رښتيا چې پيشرفت، سوکالي به هم ورسره وي .
هغه وختونه مې داسې راياديږي لکه چې څوشيبې پرې تيرې شوې وي ،شپږ کاله وړاندې په کابل کې دسوله ساتو ځواکونو کاروانونه تيريدل اوګڼ شمير پوځيان يې په کابل کې پياده کرځيدل اوله خلکو سره يې خبرې کولې اوپاتې نو رپوځي ګاډي به يې چې تيريدل ماشومان اوځوانان به يې چارچاپيره تاو شوي وو .
خودوخت په تيريدو سره دغه پوځيان چې نوم يې دسوله ساتو ځواکونه دي خو دوي ورځ په ورځ سوله ورکوي اونا امني مو په هيواد کې زياتوي ، اوس چې په کابل کې دهمدې ځواکونو يوازې پوځي ګاډي ګرځيدلى شي اوپياده کسان يې نه تاويږي ،نه پوهيږو چې علت يې څه دي ،خوپه دې به دوي خپله ښه پوهيږي چې دسولې دټينګښت ترعنوان لاندې دنړيوالو ځواکونو په کتار کې راغلي دي اودعاموخلکو ترمنځ يې محبوبيت ورځ په ورځ کميږي .
په کابل کې چې اوس دبهرنيانوپوځي ګاډي تيرېږي نو موټر چلوونکي ځانونه دسړک يوې څنډې ته کوي اوپياده کسان چې دسړک ترڅنګ ولاړوي دسړک له غاړي ځانونه ګوښه کوي اومخ ترې چپه وي اوهماغه دعامو خلکو په ژبه ورته رد بد وايې هغه څه چې ما اوريدلي دي زه نه غواړم په هماغو ټکو يې وليکم خوډير نفرت ترې کوي اوپه ډيرو بدرنګو ټکو يې يادوي .
يوه ورځ دباغ بالا دهوټر څخه راتلم اودموټر په تمه دسړک پرڅنډه ولاړوم ، څوتنه نور هم چې لادمخه يې دموټر انتظار کاوه دهغوي څنګ سره ودريدم ،په دې وخت کې چې ګورم دبهرنيانوکاروان راغئ چې پرې ليکلي ( مه رنيږدي کيږي ځانونه وژغورۍ) داټولو کسانومنډې کړلې اوپرنيږدې دوکان ورننوتل دوي ته چې زما پام شو نو زه هم ورسره لاړم دوي يو اوبل ته ويل چې دادسولې په نوم راغلي دي اوس يې تردو سوږمو راوستلي يو اودادي ددوي له ويرې تښتو ځانونه ترې پټوو .
دوي خودسولې شعارونه ورکول خو اوس له دوي نه خلک و يره کوي په همدې سيمه کې يوه اونۍ ترمخه دهمدې بهرنيانو يوټانک په يوه تونس موټر ورټکر شوي وو اودادريس په نوم يوځوان يې وژلى وو اودرې نور يې ټپيان کړي وو.
ددې خلکوخبرې چې ددوکاندار واوريدلې نودوکاندار هم ورته وويل چې داسوله ساتي ځواکونه نه دي بلکې جګړه ساتي ځواکونه دي .
دوکاندار ته مې چې وکتل نوډيرپه غوصه وو هغه وويل چې يوه اونۍ ترمخې ددغه پوځيانو له ويرې چې دې سيمې ته راورسيدل موټر وانانوله و يرې په يوه اوبل لوري موټر وګرځول اوپه دې کې يوهم تونس موټر وو چې چلوونکي يې له ويرې دسړک په مابين کې ودريد اوددوي ټانګ پرې ور وخوت اووې واهه اوځاي پرځاي يې وواژه اوڅوتنه نو ريې په وينو سره کړل .
دوکاندار ويل چې خداي خو دنور دغه ځواکونه ورک کړي اوتير تردې امنيت چې دوي راته راوړي دي .
دوکاندار لګياو ويل يې چې څو ورځې دمخه مې له راډيو څخه واوريدل چې دکابل امنيت همدې سوله ساتو ځواکونه ( په خنديې وويل ) دکابل امنيت افغان پوځ ته ورو سپارل دوي خو دادي اوس هم په کابل کې ګرځي راګرځي څه کوي ،که په رښتيايې دامنيت چارې افغان پوځ ته سپارلې وي نوبيا په ښار کې دننه څه کوي .
رابه شو دې ته چې دغه سوله ټينګه ونکي پوځيان به څومره نور وخت زموږ هيواد وال راوژني دسولې دټينګښت ترعنوان لاندې يامودملي اردو پرپوځيانوبمونه راغورځوي ،يامودونودخوشحاليوپه محفلونوبمونه راغورځوي اويامو مشران راوژني اوبياپرې ټاپه دالقاعده لګوي او بل آخره خو نازولي هيوادواول مو وژني …..
دسولې دټينګښت اودبيارغونې ترشعار لاندې چې يوهيواد ته څوک ځي له هغوي سره بايد ښه انجينران وي پرنوي اوعصري ټکنالوژۍ باندې پوه کسان وي اوښه وسايل لکه بيلدوزر ،اوداسي نور ښه وسايل دي چې دڅوکسانوکارونه پري کيږي .
موږ نه پوهيږو موږ نه پوهيږو که دوي نه پوهيږي فکر کوم پرموږ يې جادو کړي دي دسولې دټينګښت په نوم راځي او هيواد وال مو راوژني دبه ترکومه پورې همداسي وي ،رښتني سوله ازادۍ سره خو غواړو داخوموغوښتنه ده ولې دا دټانګون په واسطه سوله فکر کوم ناشونې ده .
ديوې داسې ورځې په هيله چې په هيواد کې موداسې سوله چې خپلواکي موهم په کې نغښتې وي ولرو .